لاس رسیدونکی لینک

 
روبيو: د یواېس ای ايي ډي ۸۳ فیصد پروګرامونه ختم کړی شوو
تازه خبر

روبيو: د یواېس ای ايي ډي ۸۳ فیصد پروګرامونه ختم کړی شوو


به واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي د مرکزي دفتر د ودانۍ نه د ادارې نخښه او بېرغ لرې کړی شوي دي
به واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي د مرکزي دفتر د ودانۍ نه د ادارې نخښه او بېرغ لرې کړی شوي دي

د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو د ګل ‎، دوشنبې، په ورځ وویل د بهرني امداد دپاره د امریکايي ادارې یو اېس ای ايي ډي د اصلاحاتو عمل سر ته ورسوول شو، د ادارې ۸۳ فیصد پرواګرامونه ختم کړی شوو او سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت به د یواېس ای ايي ډي د باقې پاتې پروګرامونو سرپرستي کوي.

روبیو دا اعلان د سوشل میډیا په وېب پاڼه اېکس وکړو. د بهرني امداد او ترقۍ دپاره په امریکايي اداره کې د تاریخی بدلون شروعات د ډپارټمنټ اف ګومنټ اېفېشېنسي یا ډوژ د ارب پتې سرمایه دار ایلان مسک په مشرۍ کې شوي وو.
امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د مسک تقرري کړې ده. مسک وايي د حکومت حجم او حکومتي اخراجات به کموي.

روبيو د ډوژ او د دې محکمې د عملې شکریه ادا کړه چې دهغه په قول په محنت او زیار يې یواېس ايي ډي کې تاریخي اصلاحات وکړل.

د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت سوګند د پورته کولو وروسته ټرمپ یو صدارتي امر دستخط کړو چې بهرنی امداد يې منجمد کړو او د ملک نه بهر د امریکايي امداد او د ترقیاتي کارونو د جاج اخیستلو امر یې وکړو.

د ټرمپ دریځ دی چې د یو اېس ای ايي ډي دلارې کېدونکی زیاتره بهرنی امداد د پېسو ضایع کېدل دي او لېبرل یا ازاد خیالې مفکورې ته وده ورکوي.

روبیو د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل پوسټ کې وویل د یواېس ای ايي ډي بیا کتنه په رسمي ډول ختمېږي او د ادارې د ۶۲۰۰ څخه ۵۲۰۰ پروګرامونه ختم کړی شوي دي.

روبیو وویل سلګونه بېلینونه ډالر په داسې پروګرامونو خرچ کېدل چې د امریکې بنیادي قومي مفاداتو ته د ګټه رسوولو په ځای يې په ځینو موقعو دې مفاداتو ته نقصان رسوولو.

روبيو وویل اراده لري چې د کانګرس سره په صلاح مشوره د یواېس ای ايي باقي پاتې ۱۸ فیصد پروګرامونه وساتل شي او انتظام به يې په زیات موثر انداز کې د سټېټ ډپارټمنټ د سرپرستۍ دلاندې کېږي.

د ډېموکرېټېک پارټۍ د کانګرس غړي او ځینې نور د کانګرس په منظور شويو پېسو چلېدونکي د یواېس ای ډي پروګرامونو بندېدل غېر قانوني ګام بلي، وايي کانګرس باید دا ډول ګام منظور کړي.

د ټرمپ د امر نه په وروستیو هفتو کې مسک او د ټرمپ د حکومت بل چارواکي پيټ مراکو د یواېس ای ايي ډي بهر ګمارل شوي د عملې غړي بېرته راغوښتې او يا يې د دندې څخه لرې کړي دي، شپه په شپه یې د یواېس ای ايي ډي د پېسو ادایګي ودرولې د زرګونو په شمېره کې يې د امدادي او د ترقیاتي ټېکې ختم کړې دي.

د یواېس ای ايي ډي په اړه د حکومتي اقداماتو خلاف په عدالتونو کې ځینې مقدمې هم شروع کړی شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG