لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سفیر:پاکستان کې پانګونې له رڼې ارزونې وروسته پکار دي


په اسلام اباد کې د امریکې سفیر ډانلډ بلوم او د یو اېس اېډ مشره سمېنتا پاور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وېنا کوي. تصویر د روېترز خبري ادارې دی
په اسلام اباد کې د امریکې سفیر ډانلډ بلوم او د یو اېس اېډ مشره سمېنتا پاور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وېنا کوي. تصویر د روېترز خبري ادارې دی

د پاکستان لپاره د امريکاسفير ډونلډ بلوم ویلي چي د پاکستان اوسنی حکومت د اقتصاد بېرته لارې ته دسمولو لارې لټوي او وايي په پاکستان کې که سرمایه کاري د امریکا وي او که د چين دا د رڼې او يو شان اررونې وروسته کيدل پکار دي.

څېړونکي وايي د امریکایي سفیر له خبرو ښکاري چې امریکا د پاکستان اقتصادي او دنني سياسي حالاتو اندېښمنه کړې ده.

په پاکستان کې د سرمایه کارۍ په اړه امریکايي سفیر دغه خبره د زيارت په ورځ د انګرېزې ژبې ورځپاڼې دي نيوز سره يوه تفصلي مرکه کې کړې ده.

دې مرکه کې امريکايي سفير د پاکستان او امریکا په اړيکو، د پاکستان په اقتصاد ،جوهري پروګرام او د پاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان لخوا د خپل حکومت د پرځيدو دتورونو په هکله هم خبرې کړې دي.

مرکه کې امريکايي سفير ډونالډ بلوم دا تورونه رد کړي چې د پاکستان حريک انصاف ګوند د حکومت په لېرې کولو کې امریکا د سازش برخه وه. هغه وویل دا ډول نظريات د افسوس وړ دي.

نوموړي دي نیوز سره مرکه ویلي چي امریکا د پاکستان سره د ډير وخت او بې کچه مهم تعلقات لري او وايي امریکا خپلواکه، سوکاله او مضبوط پاکستان ليدل غواړي.

د پاکستان لپاره د امریکا سفیر په دې مرکه کې د پاکستان په اقتصادي حالاتو او د چين پاکستان ترمنځ په تجارتي اړیکو او سرمایه کارۍ په چارو هم خبرې کړي دي.

نوموړي وويل چې پاکستان له د خپلو بهرنې قرضو د موخر کولو لپاره لارې لټول پکار دي او امریکا هم د پاکستان سره د پورونو په موخر کولو کار کوي.

هغه وویل پاکستان له اوس د نړیوال تجارت انداز بدلولو په اړه سوچ کول پکار دي.

ډونلډ بلوم د پاکستان او چين ترمنځ د تجارت په اړه وویل اصل ستونزه دا ده چې پاکستان کې څه رنګ سرمایه کاري کېږي، ایا دا سرمایه ګذاري په منصفانه او مساوي بنيادونو کېږي.

هغه وايي د پاکستان موجوده حکومت د اقتصاد بېرته لارې ته دسمولو هڅې کوي او زياتوي په پاکستان کي که سرمايه کاري د امریکا وي او که د چين دا د رڼې او يو شان کره کتنې وروسته کېدل پکار دي.

د پاکستان لپاره د امریکا د سفير دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سږکال دمارچ میاشت کې دسیاسي اتحاد پي ډي ایم له لوري دبې باورۍ دتحریک نتیجه کې ختم شو. عمران خان وایي د هغه د حکومت په نسکورېدو کې امریکا لاس لري او موجوده حکومت د هغه په قول د بهر نه درامد شوی حکومت بلي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد خورشید په دې اړه ډيوه سره خپله تجزیه کې وايي د امريکا سفير وايي چې د پاکستان او چین ترمنځ تجارتي اړیکو که هغه د سي پېک په شکل کې دي او که د دوه اړخیزه تجارت په څانګه کې دي، هغې پاکستان ته نقصان رسولی او دغه اړېکې غېر شفافه دي.

نوموړی وايي بله خبره چې د امریکا سفير کړې ده هغه دا ده چې امریکا د پاکستان سره د انرژۍ په برخه کې مرستې کولو ته تېاره ده او په خاص توګه دا خبره بلوم واضحه کړي ده چې که څه هم امریکا د توانايۍ په برخه کې د پاکستان سره جوهري تړون نه لري خو غواړي چې په نورو لارو دې لړ کې د پاکستان سره همکاري وکړي.

په عین حال کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم يو ځل بيا په پخواني وزیر اعظم عمران خان سخت ټکونه کړي دي.

اسلام اباد کې د جمعې په ورځ خپله وینا کې شهباز شريف ویلي چي د پاکستان تحریک انصاف د مشر اډیوګانو رسوا کیدو د هغه د حکومت په ختمولو کې د غېر ملکي سازش تورونه رېز مرېز کړي دي.

د امریکا سفیر د واشنګټن لخوا د پاکستان دننه د فضايي اډو په اړه د يو سوال په ځواب کې ویلي چي په دې اړه د پاکستان سره هېڅ قسمه خبرې نه دي شوي.

دڅېړونکو په اند دعمران خان په تېر حکومت کې د پاکستان او امریکا اړیکې د تاريخ لاندې کچې ته لوېدلې وې خو د نوي حکومت په راتلو سره دې اړيکو کې اوس یو وارې بیا ګرمجوشي ليدل کېږي.

امريکايي سفير ډونلډ بلوم د پاکستان په جوهري پروګرام د واشنګټن د اندېښنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې سيمه ايزه سلامتيا دا مهال د پاکستان او ګاونډي هېوادونو لپاره يوه مهمه ستونزه ده.

هغه وايي امریکا د پاکستان سره سول جوهري تړون نه لري خو بيا هم د مخ په سېوا کېدونکې توانايۍ اړتياو پوره کولو په حواله امریکا د پاکستان سره د همکارۍ او مرستې عزم لري.

اخوا د پاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې دا مهال د امریکا په سفر دی امريکايي مجلې فارن پاليسي سره يوه تازه مرکه کې غوښتنه کړې چې امریکا او چين دې د موسمي بدلون د مخنیوي لپاره خپل مينځي اختلافات ختم کړي.

د بلاول وینا وه چې هغه به غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاو تريخوالي ته دلمن وهلو پرځاې پاکستان د يو پل کردار ولوبوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG