لاس رسیدونکی لینک

 
امریکايي وسلې مو په غنیمت کې نیولې، وطن پرې ساتو: طالبان
تازه خبر

امریکايي وسلې مو په غنیمت کې نیولې، وطن پرې ساتو: طالبان


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې د امریکا د پوځ څخه د پاتې شویو وسلو او جنګي وسایلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې طالبانو دا وسلې په غنیمت کې نیولې او اوس یې د خپل هیواد د دفاع لپاره کاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ مارچ دوېیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې هیله وښوده چې د هغه سلاکاران به د دغو وسلو په باب جمهور رئیس ټرمپ ته سم او دقیق معلومات ورکړي.

ذبیح الله مجاهد وویل: " ... هغه وسلې نیول شوي دي، هغه تیرې ادارې ته د دوی ترلاس لاندې ورکړل شوې وې، اسلامي امارت [طالبانو حکومت] په غنیمت نیولې او مونږ ددغو وسلو په مټ د هیواد ساتنه کوو."

ولسمشر ټرمپ څو ځلې په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پاتې په اړه اندېښنه ښودلې وه. امریکايي مقامات وايي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې امریکايي وسلې او تجهیزات پاتې دي.

جمهور رئیس ټرمپ د فبرورۍ ۲۶ (کب اتم) ویلي وو چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.

له ټرمپ څخه وپوښتل شو چې ایا د بګرام پوځي اډه به بېرته ونیسي، هغه په دې اړه له کوم مشخص ځواب پرته وویل: " فکر کوم موږ باید تجهیزات بېرته ترلاسه کړو. پیټ ته مې ویلي دي چې دا موضوع وارزوي. موږ د میلیونونو، لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت نوې وسلې پرېښودې. تاسو ګورئ چې هغوی (طالبان) یې هرکال نندارې ته وړاندې کوي."

ټرمپ د خپلې کابېنې په لومړۍ غونډې کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته "۷۷۷زره ټوپکونه او ۷۰زره زغره وال موټرونه" د طالبانو لاسونو ته ورغلې دي. هغه وویل: "فکر کوم دا باید بېرته ترلاسه کړو."

جمهوررئیس ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو انتقاد وکړ او د امریکا دفاع وزیر ته یې په اشارې وویل: "زه دغه سړي ته نه وایم چې څه وکړي، خو دا خبره کوم که زه د ده په ځای وای، هر هغه کس، چې په دغه بهیر کې دخېل و، له دندې مې منفک کاوه".

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هګست د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته وویل چې له افغانستان څخه د وتلو په مهال،‌ چې هر څه شوي، ټول اړخونه به یې په بشپړ ډول وارزول شي او حساب او کتاب به وشي.

ټرمپ همدغه راز ادعا وکړه چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د بګرام اډه د"چین لاس ته" لویدلې ده. هغه وویل که د ده په وخت کې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وتلي وای، هغه به «بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې د چین په خاطر» ساتله.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د بګرام پوځي اډه له هغه ځای څخه یو ساعت او یا ځای لېرې ده،‌ چې چین په کې خپل اتومي میزایل تولیدوي.

خو ذبیح الله مجاهد ملي تلویزیون سره په مرکه کې چین ته د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو ادعا یو ځل بیا رد کړه او ویې ویل چې د بګرام هوايي اډه د طالبانو له خوا اداره کیږي.

ذبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې یو ځل بیا امریکا متحده ایالاتو په ګډون د لویدیځو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کیدو او تعامل باندې ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې ځینې هیوادونه لا هم د طالبانو پر وړاندې د جګړې له حالت نه دي راوتلي.

هغه ادعا وکړه چې اکثره اروپايي هیوادونه د طالبانو سره تعامل ته لیواله دي، خو امریکا متحده ایالاتو سره د ځینو موافقو له مخې دا هیوادونه دغه کار ته نه رامخې ته کیږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د وي او ای اشنا په مننه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG