لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاعر او لیکوال ډاکټر خالق زیار اتم تلین په پېښور کې ولمانځل شو


په پېښور کې د پښتو د نومیالي شاعر او لیکوال ډاکټر خالق زیار د اتم تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې چې پکې شاعرانو، سندرغاړو، موسیقارانو او د مختلفو طبقو خلکو برخه اخستې او د ډاکټر زیار ژوند او ادبي کارونو ته یې درناوی وړاندې کړی دی.

د پښتونخوا د هسک ملاکنډ د درګۍ سیمې په «سیدراجیوړ» کلي کې زېږېدلی ډاکټر خالق زیار د ساده، پستې او خوږې ژبې شاعر وو، خو ژوند ورسره وفا ونه کړه او اته کاله مخکې یې په شپېته کلنۍ کې قلم د همېشه لپاره له ګوتو ولوېد.

د دسمبر په 26مه په پېښور کې «د سلګۍ فاونډېشن» تر سیوري لاندې د شعر او ادب مینانو، لیکوالانو او هنرمندانو د هغه ادبي خدمتونه وستایل او د هغه شاعري یې د خلکو د ټولنيزو ستونځو، هيلو او ارمانونو انځورګره شاعري وبلله.

شاعر، لیکوال او انځورګر نبیل خان وایي، ډاکټر خالق زیار یو حقیقت پسند شاعر وو، وایي که د هغه شاعرۍ ته ځیر شو هغه خبرې یې را اخیستې دي چې زموږ په ټولنه کې روانې وې:

"که زه یو مثال درکړم، چې کله دلته د پولې د هغې غاړې [افغانستان] نه دا اور دې خوا را اوړېدو ډاکټر صاحب په هغه وخت په خپل کتاب «تلوسې» کې یو شعر لیکي چې (اور دی پاتې پښتونخوا ته را خورېږي زه یې وینم: د امو نه تر خیبره چې څه وشو هغه وشو) ".

نبیل خان وایي‌ ډاکټر صاحب چې دا خبره په کوم وخت کې کړې وه هغه وخت لا [د ترهګرۍ په نوم] د جګړې اور تر پښتونخوا پورې نه وو راغلی او هغه په ټولنه کې د معروضي حالاتو په بنیاد دا پېشګويي کړې وه:

"بیا دا اور دلته را خور شو، ډاکټر صاحب بیا د هغې خپلې پېشګویۍ تصدیق کوي او وایي: (ما دغه اور وو ډېر پخوا لیدلی: دا نن چې هر څوک یې لمبو ته ګوري) ".

د ډاکټر خالق زیار شاعري نه یواځې د ادب د لوستونکو محبوبه شاعري ده، بلکې په عامو خلکو خصوصاً په زده کوونکو کې یې هم ډېر خوښوونکي پیدا کړي‌ دي او د هغه ډېر شعرونه یې د مجلسونو مالګه دي.

د دې تلین غونډې ويناوالو له اوسنۍ زمانې سره د ډاکټر زیار د شعر پر تعلق خبرې وکړې او د هغه شاعري یې د پښتنو د ټولنيزو او سياسي حقیقتونو عکاسه شاعري وګڼله. دوی وویل چې د ډاکتر زیار شاعري لا هم د ځوانو شاعرانو لپاره د الهام سرچینه ده.

شاعر او لیکوال نبیر خان وایي، زموږ په ټولنه کې یوه بله غټه مسئله را مخې ته ده چې هغه توهمات یا کږنې دي، وایي دا که مذهبي شکل کې دي، که په سیاسي او معاشرتي بڼه ده ډاکټر خالق زیار هغه په خپله شاعرۍ کې انځور کړي دي:

"ډاکټر زیار په خپل یو شاعر کې وایي (توهم او بېوسي د وخت دوه غشي: د یو ته ښکار شوې اشنا او د بل زه شوم). مثلاً دا خبره چې ارسطو په خپل کتاب کې کوله، چې ځمکه په ځای ولاړه ده او لمر له دې ګېرچاپېره چورلي، هغه خبره اوس غلطه ثابته شوې ده خو موږ یې نن هم کوو، ډاکټر خالق زیار یې همدغه شان ذکر کوي، وایي (زما ملا خلکو ته اوس هم وایي: ځمکه ولاړه ده او لمر ګرځي) ".

د ډاکټر خالق زیار د شعرونو لومړۍ ټولګه «تلوسې» د ده په ژوند چاپ شوې وه، خو له مرګه وروسته یې د «خپل رباب خپله نغمه» په نوم دویمه ټولګه او ورپسې د شاعرۍ کلیات هم چاپ شول.

ډاکټر زیار نثر هم لیکلی او د (مات څانګونه) په نوم د خلیل جبران، (په سوېل لوېدیځ هند کې د پښتنو بغاوتونه) په نوم د ووسنام میلز او د (دا خاوره دا خلک) په نوم کتابونه يې له انګرېزۍ پښتو ته ژباړلي دي.

په غونډه کې مشاعره هم وشوه چې پکې د پېښور او شاوخوا سیمو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د ډاکټر زيار ياد تازه کړ او عقیدت یې ورته وړاندې کړ.

د غونډې وروستۍ برخه موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه چې پکې هنرمندانو د ډاکټر زيار شعرونه او غزلونه په خپلو خوږو ږغونو کې له خوږې موسیقۍ سره زمزمه کړل.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG