لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې پنجاب نه د 12 ترهګرو د نیولو دعوه کړې ده


PAKISTAN- Sawat- Blast
PAKISTAN- Sawat- Blast

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ 12 ترهګر یې نیولي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې د ویاند په بیان کې ویل شوي چې د نیول شوؤ ترهګرو له ولکې وسلې ، مهمات اؤ چاودیدونکي هم ترلاسه شوي دي.

سي ټي ډي ویلي دا عملیات یې په سرګودھا، بھکر، رحیم یار خان، فیصل آباد، شیخوپورہ،ننکانخ صاحب اؤ جھنگ کې کړې دي.

د سي ټي ډي دعوه ده چې د بهګر اؤ سرګودها نه یې د کالعدم تنظیم دعوه غړي نیولي خو په بیان کې بیا د نیول شوؤ ټولو کسانو پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې چې تعلق یې د کومو وسله والو ډلو سره دی.

د سي ټي ډي په بیان کې یوازې دومره ویل شوي چې نیول شوؤ ترهګرو د ترهګرۍ په شمیر پېښو کې لاس درلودو اؤ غوښتل یې په لا نورې ترهګرۍ کولو خلکو کې ویره ترهه خوره کړي.

په پنجاب کې اکثره د ترهګرۍ ضد محکمه عملیاتو کې د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو څېړونکي زیاتره وخت په دې دعوؤ شکونه هم کوي اؤ وایي چې سي ټي آي اکثره د ناسمو اطلاعاتو په بنیاد عام مزدور کاره خلک نیسي اؤ بیا ورته د ترهګرو نوم ورکوي.

پنجاب د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده اؤ وخت په وخت څېړونکي دعوې کوي چې جنوبي پنجاب کې ترهګر اؤ تند لاري خپلې خوندي ځالې اؤ قوي مرکزونه لري .

څېړونکي وایي د جماعت الدعوه اؤ جیش محمد په څېر د نړۍ په کچه ترهګرې ګرځول شوې ډلې هم په جنوبي پنجاب کې خپلې پټې ځالې لري.

په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس پرله پسې د ترهګرو د نیولو اؤ د ترهګریزو بریدونو د پلانونو شنډولو دعوې کوي اؤ څېړونکي هم دا مني چې د القاعده اؤ نورو تندروه ډلو وسله وال په پنجاب کې قوي مرکزونه لري خو وایي دغه ترهګرې ډلې بیا د یو پلان په اساس بریدونه له پنجاب بهر کوي.

سیمه کې دامنیت اؤ ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ د څو کتابونو مصنف ښاغلي فخر کاکاخیل وایي پنجاب صوبه د القاعده اؤ نورو تندروه وسله والو ډلو یو قوي مرکز دی اؤ په تېرو وختونو کې هم د القاعده زیاتره مشران د پنجاب د فیصل اباد، ملتان، لاهور اؤ نورو ښارونو نه نیول شوي دي.

فخر کاکاخیل وایي، خو په پنجاب کې د ترهګرو ډلو د شتون باوجود د امنیت وضعه هغسې نه ده څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.

هغه وایي په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ د سیند ایالت په سر ښار کراچۍ کې په نزدې وختونو کې زیاتې ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي خو پنجاب بیا د نورو صوبو په نسبت له ترهګریزو بریدونو خوندي دی.

فخر کاکاخیل ددې دوه علتونه ښیي او وایي، چې هرکله داسې عناصر په یو ځای کې وي نو هغوي کوشش کوي چې په هغه چاپېرچل کې مسله جوړه نه کړي، ځکه چې هغوي پوهیږي که دغسې کوي نو په ضد به یې عملیات پیل کیږي اؤ هغوي ته به غټ زیان رسیږي.

د خبریال کاکاخیل په خبره "دا یوه سټراټیجي ده ،ځکه چې مونږه کتل چې دا شل کاله جنګ تېر شو خو د خوش بختۍ خبره هم ده چې د ایبټ اباد پشان ښکلې سیمه ښه په سکون کې وه ځکه چې (د القاعده)لیډرشپ هلته ؤ اؤ که چرې هلته د القاعده د مشرانو موجودګي ښکاره شوې یا ترهګري پیل شوې وای نو د هغې نتیجه کې به هلته اپرېشنې کیدې اؤ بیا کیدای شي اسامه بن لادن ته ډیره ګرانه وه چې دومره موده په دغه سیمه کې پاتې شي".

فخرکاکاخیل وویل پنجاب کې د ترهګرۍ اؤ انتها خوښۍ جرړې تر شا یو اوږد تاریخ لري اؤ وړومبي عسکري مدرسه د پنجاب په ملتان ښارکې په کال ۱۹۷۳م کې جوړه شوې وه اؤ بیا په پنجاب کې په ډير غټ تعداد کې د قادیانیانو پوره،پوره کلي وسوځولی شول.

نوموړی وایي د نورو صوبو په پرتله د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمه زیاته فعاله ده اؤ د ترهګرو په فعالیتونو یې جوخت نظر ساتلی دی خو وایي بیا تر ډیره حده پنجاب هم د ترهګرۍ د پېښو له امله اغېزمن شوی دی.

"که د سریلنکا په کرکټ لوبډله ترهګریز برید یاد کړو اؤ د هغه ځای په پولیس لاین اټيک ، حتی د پنجاب وزیر داخله شجاع خانزاده هم ترهګرو له دې امله په نخښه کړی ؤ چې هغه پنجاب کې د ترهګرو په ضد د اپریشن خبره کړې وه ، نو دا هر څه ښيي چې پنجاب هم د ترهګرۍ له اثراتو خوندي پاتې نه دی".

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ شمیرې ښيي چې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې شوي په سوؤنو امنیتي سرتیري اؤ عام خلک پکې وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG