د امریکې او اسرایل اعلی چارواکو پرون یوه تفصیلي آنلاین غونډه کړې چې د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي اسرایل منلې چې په رفح کې د عملیاتو نه کولو په اړه د امریکا پر اندېښنو غور کوي.
دا تر اوسه نه ده معلومه چې ایا امریکایي او اسرایلي مذاکرات کوونکي په رفح کې د کوم بل پلان په اړه تړون ته رسېدلي که نه.
خو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې پرونۍ دوه نیمې ګنټې خبرې پر دې پرېکړه ختمې شوې دي چې راتلونکې اوونۍ به بیا په دې اړه مخامخ خبرې کوي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي د امریکې بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن او د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سولیوېن له اسرایلي چاراکو سره په اوږدو خبرو کې په رفح کې د عملیاتو د پلان په اړه د امریکې اندېښنې شریکې کړې.
اعلامیه وایي د رفح په هکله خبرې "ګټورې" وې او "د امریکا اړخ په رفح کې د بېلابېلو کړنو په هکله خپلې اندېښنې شریکې کړې. د اسرائیل اړخ ومنله چې پر دغو اندېښنو به غور کوي او بیا به پر دې موضوع خبرې کوي".
د اعلامیې له مخې په دغو خبرو کې د اسرایل د ملي امنیت سلاکار زاچي هېنیګبي او د سټرېټیجیکو چارو وزیر ران ډرمر برخه اخیستې وه.
د اسرایل او حماس جګړې له پیلېدو راهیسې امریکې د خپل دې متحد ټینګ سیاسي، مالي او امنیتي ملاتړ جاري ساتلی خو په غزه کې د ملکیانو ډېرې مرګ ژوبلې او په رفح کې د پوځي عملیاتو پلان امریکا مجبوره کړې چې اسرایل پر خپلو عملیاتو غور وکړي.
د امریکې، لوېدیځو هیوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمېر هیوادونو د غوښتنو باوجود د اسرایل وزیراعظم تېره ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پوځ به یې په رفح کې عملیات وکړي.
نیتن یاهو زیاته کړه چې د امریکا فشار به یې مخه ونه نیسي. هغه وویل، "د اسرایل پوځ وایي چې د حماس کنډکونه هلته پاته دي. رفح ته د تګ پرته هیڅ بری نه شته".
وزیراعظم نتنیاهو تېره میاشت له صدر بایډن سره په خبرو کې منلې وه چې خپل تر ټولو جګپوړي پوځي او استخباراتي مشران به واشنګټن ته د رفح عملیاتو په هکله د سلا مشورو لپاره استوي خو امریکا چې په غزه کې د ډزبندۍ په اړه د امنیت شورا قرارداد ته رایه ور نه کړه دا سفر یې وځنډاوه.
د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټاګان د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ د دوشبنې- ګل په ورځ خبریالانو ته وویل د اسرایل او امریکایي چارواکو تر منځ د ویډیو کانفرنس هدف هغه څه دي چې ټاکل شوې وه په ځنډول شوې غونډه کې پرې بحث شوی وای.
مېرمن سینګ وویل د امریکې هدف دا وو چې پوه شي اسرایل په رفح ښار کې د پوځي عملیاتو لپاره څه ډول پلان لري او دا چې هلته به دا عملیات څه ډول کوي.
صدر جوبایډن او د ده انتظامیې له څو میاشتو راهیسې په ښکاره او په جلا ناستو کې پر اسرایل ټینګار کړی چې په رفح کې دې تر هغه وخته له پراخو عملیاتو ډډه وکړي چې تر څو یې د عامو خلکو د ایستلو او خوندي کولو باوري پلان نه وي جوړ کړی.
خو د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتیناهو له هغه راهیسې ټینګار کوي چې د حماس ډلې د بشپړ ځپلو په مقصد به خامخا رفح ښار ته ځواکونه ننباسي چې د دې ډلې پاته پناه ځایونه هم ختم کړي.
Forum