لاس رسیدونکی لینک

 
پر اوکراین د روسي یرغل درېیمه کلیزه: د ټرمپ او پوټین لیدو ته تیارۍ او هیلې، خو روس بریدونه روان ساتلي
تازه خبر

پر اوکراین د روسي یرغل درېیمه کلیزه: د ټرمپ او پوټین لیدو ته تیارۍ او هیلې، خو روس بریدونه روان ساتلي


په اوکراین باندې د روس د یرغل درې کاله پوره شول او یوې خواته که د سولې لپاره د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ هڅو هیلې پیدا کړې دي خو بلې خواته له دې خبرو د یورپي متحدینو ایستلو اندېښنې را پارولې دي او صدر زلنسکي وایي روس تېره شپه بیا پر اوکراین د ډرون تر ټولو لوی برید کړی دی.

د روس د بهرنیو چارو وزارت وایي د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ او روسي صدر ولادیمیر پوټین د راتلونکې مخامخ غونډې لپاره تیاري روانه ده او ماسکو د دوی غیرمعمولي ولسمشرانو تر منځ دا ممکنه خبرې هیله بخښونکې بللې دي، خو ورسره یې ویلي په اوکراین کې نیول شوې ځمکې نه پرېږدي.

د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د فرورۍ په 22مه له سرکاري مطبوعاتو سره په مرکه کې د دې ملاقات د کره نېټې او ځای په هکله څه ونه ویل خو وایي ټاکل شوې دواړه مشران یواځې د اوکراین جګړې په اړه نه، بلکې په نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

ریابکوف وویل، "پوښتنه زمونږ د هیوادونو [روس او امریکې] تر منځ د اړیکو عادي کېدو په لور خوځېدل دي او د ډېرو خطرناکو حالاتو لپاره د حل لارو لټول دي چې یوه یې اوکراین ده."

د سولې خبرو ته تیارۍ سره سره د اوکراین چارواکي وایي روس د 267 ډرون الوتکو بریدونه کړي، چې وایي 138 یې ناکامه کړي او 119 نور یې لادرکه شوي دي.

صدر ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو کېدای شي ډېر زر له خپل روسي سیال سره وویني خو د روس د بهرنیو چارو وزارت وایي د ملاقات په هکله تیاری لا په لومړنیو پړاوونو کې دی او دا غونډه "تر ټولو شدید چمتوالي" ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د امریکې او روس د بهرنیو چارو وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف د فرورۍ په 18مه په ریاض کې خبرې وکړې او پر دې متفق شول چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره مذاکرات کوونکې ډلې معرفي کړي.

مارکو روبیا او سرګي لاوروف په سعودي کې.
مارکو روبیا او سرګي لاوروف په سعودي کې.

ریابکوف وویل ټاکل شوې د روس او امریکې استازي په راتلونکو دوو اوونیو کې یو ځل بیا سره وویني چې د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د ملاقات لپاره شرطونه وټاکي.

واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي خو د اوکراین مشران شکایت کوي له خبرو بهر ساتل شوي دي. د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي اعتراض کړی چې ولې په سعودي عرب کې د امریکې او روس تر منځ ملاقات کې کیف ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

صدر ټرمپ دوې ورځې وړاندې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "صدر پوټین او صدر زلنسکي باید سره جوړ شي ځکه تاسو پوهیږئ مونږ غواړو د میلینونو کسانو وژل بند کړو".

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف د یکشنبې- اتوار په ورځ د روس سرکاري ټیلیویژن ته وویل "د دوو غیرمعموي ولسمشرانو ترمنځ خبرې هیله بخښونکې" دي او زیاته یې کړه، "مهمه دا ده چې د دغو دوو ملکونو د مشرانو د سیاسي ارادې له تر سره کېدو هیڅ شی زموږ مخه نه شي نیولای".

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې له صدر پوټین سره د اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې. ماسکو د جګړې د ختمولو لپاره دا ټیلیفوني خبرې ستایلې وې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، روس تېره شپه پر اوکراین باندې د ډرون الوتکو تر ټولو لوی برید کړی دی.

زلنسکي پر خپل ایکس په یو پوسټ کې دا برید "هوايي ترهګري" بللې او د اوکراین د متحدینو تر منځ یې د یووالي غوښتنه کړې ده. هغه ویلي:‌

"د جګړې د درېیمې کلیزې په درشل کې ماښام روس پر اوکراین د ډرون 267 بریدونه وکړل، دا د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین په ښارونو او کلیو باندې په ایران کې د جوړو شویو ډرونونو تر ټولو لوی برید دی".

د روس پوځ د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو د ځپلو لپاره له څو میاشتو راهیسې تقریباً هره شپه پر اوکراین د ډرون بریدونه کوي.

زلنسکي وویل په تېره یوه اونۍ کې روسي ځواکونو د ډرون تقریباً 1,150 بریدونه، تر 1,400 زیات هوایي ګایډیډ بمونه او 35 میزایل پر اوکراین ویشتل شوي دي.

زلنسکي د اوکراین له ملاتړو هېوادونو وغوښتل چې د "منصفانه او تلپاتې سولې" د ټینګښت لپاره متحد شي. هغه وویل، "دا [سوله] د ټولو ملګرو د اتحاد له لارې ترلاسه کېږي،‌ موږ د یورپ،‌ د امریکا او د هر هغه چا ځواک ته اړتیا لرو چې غواړي تلپاتې سوله راشي."

په صدر زلنسکي باندې د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ وروستیو لفظي بریدونو او د اوکراین له استازو پرته په سعودي عرب کې د امریکې او روس د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنې اوکراین او د هغوی یورپي متحدین اندېښمن کړي دي.

یادونه:- په رپوټ کې شامل معلومات له اې ایف پي، اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG