د ټرمپ انتظاميې نيويارک ښار ته د کډوالو مخصوص پيسې ودرولي او وېلي روزوېلټ هوټل ته به وفاقي پېسې ورنه کړي چې د مجرمانو ډلې قبضه کړی دی.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې د جمعې په ورځ د نيويارک ښاروالۍ د بينک اکاونټ نه هغه 80 ميلين ډالر بيرته ويستلې کوم چې د امريکا مرکزي حکومت نيويارک ښار ته د کډوالو د ساتنې د پاره ورکولې. انتظاميه وايي ياده ښاروالي د کډوالو په نوم ترهګر ساتي.
د ټرمپ انتظاميه وايي د نیویارک ښار ته به اجازت ورنه کړي چې د وفاقي حکومت پېسې هاغه هوټل ته ورکړي چې د مجرمانو ډلې ټرېن ډي اراګوا قبضه کړی. دغه ډله چې د مرګونو او نورو خرابو جرمونو د پاره معلومه ده د وېنزوېلا ده او په امريکا کې يې د سرخېل په ګډون ډېر غړي نيول شوي دي.
د ټرمپ انتظاميې د پاکستان هوايي شرکت پي آي ای د ملکیت لاندې هوټل روزوېلټ ته اشاره کړې کوم چې د کډوالو د پاره سرپناه ګرځول شوې ده.
د ميډيا رپورټونو ترمخه ټرېن ډي اراګوا هوټل روزوېلټ نيولی او د وسلو او مخدره موادو خرڅ او د جنسي کاروبار په شمول د بېلا بېلو جرمونو منصوبې جوړولو لپاره دا د تربیې او عملیاتو د مرکز په توګه استعمالوي.
د نيويارک ښاروالۍ د ټرمپ انتظاميې دا ګام په عدالت کې چيلنج کړی خو مرکزي حکومت وايي دا پيسې به د نيويارک سيټي نه بيرته مروړي، کومې چې د کډوالو د سرپناه د پاره استعمالېدې.
په عدالتي خواست کې دعوه شوې چې په يولسمه فبرورۍ مرکزي حکومت دغه پيسې د ښاروالۍ د اکاونټ نه بيرته ويستلي چې فيما به د کډوالو د مرستو د پاره ورکولې.
انتظاميې د ښاروالۍ د مقدمې په ځواب کې دا هم ويلي ”د دې په بنياد دا سوال راپورته کیږي چې که د غير قانونه کډوالو د پاره د مرکزي حکومت لخوا ورکړل شوې پيسې او ځای د ترهګرو ډلو په واک کې ورکول کيږي او هغلته دوی فعاليتونه کوي نو بيا بايد مرکزي حکومت دغه پيسې ورکول بند کړي ترڅؤ دا ضمانت ورکړل شي چې د کډوالو د پاره مرستې دې د غير قانوني کارونو د پاره ونه کارول شي“.
د نيويارک ښار روزويلټ هغه هوټل دی چرته چې د کال 2023م راهسې کډوال مېشت وو خو د نيويارک ښار انتظاميې د پاکستان د قامي شرکت پي ايي ای سره هغه لوظنامه ختمه کړې د کوم ترمخه چې دا هوټل د کډوالو د اوسېدو او اندراج مرکز ګرځول شوی ؤ خو اوس د جون د مياشتې پورې به د روزويلټ پشمول شاوخوا 50 د کډوالو مرکزونه ختمول کېږي۔
Forum