د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په نړیوالو سمندري جهازونو فیسونه د زیاتولو تجویز وړاندې کړی چې هدف به د چینايي کمپنو سمندري جهازونه او د چین جوړې کښتۍ وي. امکان دی چې مجوزه ګام به په نړیوال اقتصاد کې ډرامايي بدلون وکړي.
د نوي تګلارې ترمخه به د چینايي کمپنو د ملکیت سمندري جهازونه او هغه جهازونه چې په چین کې جوړ وي د امریکې په هر بندر به یو مېلین ډالر فيس ورکوي.
لوی مال بردار سمندري جهازونه چې د بهر نه امریکې ته تجارتي شیان راوړي اکثر په ګڼو بندرونو ودرېږي او د مجوزه تګلارې ترمخه به په هر بندر بېل بېل فیسو ادا کوي.
د یواېس ټرېډ رېپرېزېنټېټیو یا د امریکې د تجارت د نماینده دفتر په جهازرانۍ د فيسونو دغه تجویز د جمعې په ورځ شایع کړو. دا تجویز د امریکې د کارمندانو د اتحادیو د هغو الزاماتو په لړ کې د تحقیقاتو سره تړل شوی چې په کې ويل شوي چې چین د سمندري جهازونو د جوړولو صنعت په غېر منصفانه ډول بدل کړی دی.
په تحقیقاتو کې د دې خبرې تعین شوی چې چین د سمندري جهازونو کورني صنعت ته په دې مقصد مراعات ورکوي چې په نړیوال بازار به غلبه ترلاسه کړي.
په تحقیقاتو کې موندل شوي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د سمندري جهازونو په نړیوال مارکېټ کې د چین برخه ډېره زیاته شوې ده. په ۱۹۹۹ کې چین د سمندري جهازونو د ټن په حساب شرح پينځه فیصد وه. د ۲۰۲۳ پورې دا شرح مارکېټ د ۵۰ فیصد نه زیاته شوه.
یو اېس ټي ار یا د امریکې د تجارت نماینده موندلي چې د چین د تګلارې په نتیجه کې د امریکې اقتصاد د قدغنونو سره مخامخ کېږي او د سمندري جهازونو د جوړولو صنعت کمزوری کوي.
د جهازرانۍ په اړه تحقیقات د امریکې د مخکني صدر جوبایډن په حکومت کې شروع کړی شوي وو او نتیجې يې تېره میاشت اعلان کړې شوې.
د امریکې په تجویز د مارچ د میاشت تر ۲۴ نېټې پورې عام خلک خپلې رای ورکولی شي او د دې وروسته به حکومت فېصله کوي چې نافذ یې کړي او که نا؟
د ګل، دوشنبې، په ورځ د چین د خارجه وزارت ترجمان (نې) لېن جېیان په امریکايي اقدام تنقید وکړو او ويې ویل امریکا دا ګام د کور دننه د سیاسي مقاصدو دپاره اخیستل غواړي.
د چین د سمندري جهازونو جوړونکو کمپنو اتحاد چاینا اېسوسي اېشن اف دي نېشنل شېپ بېلډېنګ انډسټري او د سمندري جهازونو د مالکانو اتحاديي چاینا شېپ اونر اېسوسي اېشن د يو اېس ټي ار د تحقیقاتو نتېجې دروغ او د تحقیقت نه اړوېدلې وبللې.
د چین د سمندري جهازونو د جوړوونکو اتحاديي سي ای اېن اېس ايي د امریکايي تحقیقاتو د نتېجې د شایع کېدو وروسته په یو بیان کې وویل د چین د سمندري جهازونو صنعت د نړیوال تجارت د اصولو په کلکه ابندي کوي او دا د نړیوالو همکارانو سره د تعاون نتیجه ده. بیان زیاته کړه چې د سمندري جهازونو په جوړولو کې پرمختګ په ټېکنالوجۍ کې د جدت، د زیار او د چینايي صنعت د بهترينې کارکردګۍ نتیجه هم ده.
Forum