د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په بهیر تنقید تکرار وکړو او ويې ويل امریکې د بېلینونو ډالرو پوځي ساز او سامان په افغانستان کې پرېښودی دی او پکار ده چې امریکې ته بېرته ورکړی شي.
د کابينې د غونډې، په موقع خبریالانو سره خبرو اترو کې ټرمپ دا هم وویل پکار نه وه چې امریکې د باګرام پوځي مرکز خالي کړی وی.
هغه وویل پکار ده چې امریکې د چین په سبب د باګرام پوځي مرکز د ځان سره ساتلی وی. د ټرمپ په قول باګرام د هغه ځای نه د یوې ګنټې په فاصله دی چې چین په کې اېټمي مزایلې جوړوي. ټرمپ وویل غوښتل يې چې په لږه شمېره کې امریکايي ځواکونه په باګرام کې وساتي.
ټرمپ وویل باګرام د دنیا د لویو پوځی هوايي څخه یو دی او هر ډول جهاز په کې کښېناستلی شي او اوس چین نیولی دی.
ټرمپ د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا بهیر "خوفناکه تماشه" او بدترین مثال وبللو.
یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په لړ کې کوم پوځی افسر د دندې څخه لرې کړی شوی? نو ټرمپ وویل دا خو ډېر ښه سوچ دی او د هغه خوښه وه نو هر یو پوخي چارواکی به يې د دندې څخه لرې کړی و.
د ټرمپ ترڅنګ ناست د امریکې د دفاع وزیر پیټ هېګسېت وویل د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا هر اړخ ته به کتنه کېږي او مکمل احتساب به کولی شي او د هر ذمه وار چارواکې خلاف به ګامونه اخیستل کېږي.
هېګسېت وویل د پوځ د جواینټ چیفس اف سټاف نوی مشر به د افغانستان په لړ کې د تحقیقاتو مشري کوي.
ټرمپ هم دا خبره تکرار کړه چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه به مکمل احتساب کولی شي.
د امریکې په مشرۍ کې د نېټو ځواکونه افغانستان نه په کال ۲۰۲۱ کې د هغې معاهدې دلاندې ستانه شول چې د ټرمپ په مخکني حکومت کې د طالبانو سره لاس لیک شوې وه.
د انخلا بهیر د ټرمپ نه مخکې د امریکې صدر جوبایډن په حکومت سر ته ورسېدو. د صدارت په مهال به بایډن د خپلې فېصلې دفاع کوله او د انخلا په بهیر تنقید به يې ردوو.
امریکايي ځواکونه او د امریکې اتحادیان د کابل نړیوالې هوايي اډې نه په خصوصي پروازونو کې ستنېدل. په دې موقع په هوايي اډه زرګونه خلک موجود وو او په ګڼه ګوڼه کې د داعش په ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او د ۱۰۰ زیات افغانان ووژل شوو.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو سره خبرو کې ټرمپ وویل په ځانمرګي حمله کې د وژل شویو عسکرو ذکر خو کېږي خو د ۴۰ پورې نور هغه عسکر نه یادېږي چې په دغه حمله کې زخمیان شوي او ځینو په کې لاس او پښې بېللي دي.
ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې په افغانستان کې د بېلینونو ډالرو پاتې امریکايي پوځي سازاو سامان دې امریکې ته بېرته ورکړی شي. هغه وویل د نورو عسکري الاتو ترڅنګ امریکايي ځواکونو ۷۰۰۰۰ پورې موټرې په افغانستان کې پرېښودي دي چې اوس يې طالبان چلوي.
Forum