لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ به د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کوي


د کال ۲۰۱۷ په دې تصویر لیدل کېږي چې ټرمپ د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کوي
د کال ۲۰۱۷ په دې تصویر لیدل کېږي چې ټرمپ د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز او د اېوان بالا سېنېټ مشترکه غونډې ته تقریر کوي او توقعو ده چې د اقتصاد، مهاجرت، د وفاقي حکومت حجم د کمولو، د خارجه تعلقاتو په اړه په خپله تګلاره او په نورو اهمو مسلو به بحث وکړي.

کانګرس ته خطاب به ټرمپ ته دا موقعه هم ورکړي چې د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره په وایټ هاوس کې د خپل تود بحث په لړ کې خپله دفاع وکړي.

د ټرمپ دپاره به د ټولو نه اهمه مسله په هاوس او سېنېټ کې د واکمن ريپبلېکن پارټۍ غړي متحد کړي او د مارچ د میاشت د ۱۴ نېټې پورې بجټ منظور کړي.

د ريپبلېکن غړي په دې اړه اختلافات لري چې ایا د سماجي خېرښېګړې پروګرام مېډيکېډ دې ختم کړی سي چې د کم امدن امریکایانو ته مېډيکل یا د صحت بېما ورکوي. د ټېکس په لړ کې هم د ريپبلېکن پارټۍ د غړو ترمنځ اختلافات شته.

ټرمپ غوښتنه کړې چې د هغه د کورنۍ اېجنډې دپاره دې لوی او ښکلی بجټ منظور کړی شي.

په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ نمایندګانو په بجټ تنقید کړی، وايي دا د مالداره خلکو په ګټه دی.

په سېنېټ کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو مشر چک شومر تېره هفته وویل په دې پوهېدو کې دې غلطي نه ده پکار چې دا بجټ د زیات عمر خلک، ماشومان او معزوران شوکوي چې مالداره نور مالداره کړي.

توقعو ده چې کانګرس ته خپل تقریر کې ټرمپ په دې اړه هم وضاحت وکړي چې د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو ۲۵ فیصد ټېکس ولې لګوي. په دواړو ملکونو دغه ټېکسونه د نهې، سه شنبې، د ورځ نه نافذ شول.

د صدارت په وړمبو هفتو کې ټرمپ د صدارتي کېمپېن د مسلو په لړکې یو شمېر صدارتي حکم نامې دستخط کړي دي. په دې مسلو کې امریکې ته د غېرقانوني کډوالو د راتګ مسله هم شامله ده.

د کانګرس غونډې ته خپل تقریر کې توقعو ده چې ټرمپ د مېکسیکو سره د امریکې په سرحد د امنیت په انتظاماتو کې په بدلونو هم بحث وکړي.

امکان دی چې ټرمپ به د حکومت کارکردګي ښه کولو دپاره د ډپارټمنټ اف ګوومنټ افېشېني، ډوژ، په اړه هم خبرې اترې وکړي. د دې محکمې مشري ارب پتي سرمایه دار ایلان مسک کوي.

کانګرس ته د صدر په تقریر کې زیاتره د امريکې په کورنیو مسلو بحث کېږي خو د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن امکان دی چې ټرمپ به په خپل تقریر کې په ځینو خارجه مسلو هم وېنا وکړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د یوکرېن صدر ولادومېز زېلېنسکي سره ملاقات وکړو او توقعو وه چې دواړه به په یوکرېن کې نایاب معدنیاتو د امریکې د لاس رسي په لړ کې معاهده دستخط کړي مګر د دواړو خبرې اترې د اختلافاتو او د تاوتریخوالي ښکار شوې او لوظنامه لاس لیک نه شوه.

ټرمپ د زېلېنسکي سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل یوکرېن د امریکې د ۲۰۰ بېلین ډالرو په مناسب ډول مننه نه ده کړې.

وایټ هاوس د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې ټرمپ یوکرېن سره امداد ودرولی دی.

د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټره او د سي ايي ای پخوانۍ تجزیه کاره الېسا سلوټکېن به د خپل ګوند په نمایندګۍ د ټرمپ تقریر ته جواب ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG