لاس رسیدونکی لینک

 
صدر ټرمپ وایي تمه لري اوکراین به زر ورسره د معدنیاتو په اړه تړون لاسلیک کړي
تازه خبر

صدر ټرمپ وایي تمه لري اوکراین به زر ورسره د معدنیاتو په اړه تړون لاسلیک کړي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وایي، تمه لري د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي به د اوکراین د جګړې ختمولو د هڅو د یوې برخې په توګه زر تر زره له امریکې سره د معدنياتو په اړه تړون لاسلیک کړي. صدر زلنسکي هم ویلي د تړون پر مسوده کار کوي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته د اوکراین د معدنياتو د تړون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ یو تړون دستخط کوو، هیله ده چې په راتلونکي لنډ وخت کې به دا کار وشي".

صدر زلنسکي هم جلا وویل، د اوکراین او امریکې ټیمونه د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د تړون پر مسوده باندې نن کار کوي. هغه له ټرمپ سره له وروستیو تېزو خبرو اترو وروسته د جمعې په ورځ په یوه ویډیویي وینا کې وویل، "زه هیله لرم چې منصفانه نتیجه به ولري".

زلنسکي وویل، "دا تړون زموږ د اړیکو د پیاوړتیا صلاحیت لري او تر ټولو مهمه خبره دا چې تفصیلاتو ته باید په داسې ډول ترتیب ورکړل شي چې ډاډ تر لاسه شي دا [تړون] به کار کوي".

زلنسکي دا څرګندونې د اوکراین د صدر دفتر د مشر اندري یرماک او د امریکې د ملي امنیت د سلاکار مایک والټز ترمنځ له خبرو اترو وروسته کړې دي. د اوکراین د ولسمشر دفتر وویل دواړو په دوه اړخیزو اړیکو کې د "د دریځونو د اصلاح" په اړه بحث وکړ.

د اوکراین د صدر د دفتر په وینا، یرماک "د دوه اړخیزو همکاریو او د اوکراین او امریکې تر منځ د لوړې کچې د اړیکو ساتلو پر اهمیت باندې ټینګار وکړ".

صدر ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ زلنسکي "بې ټاکنو آمر" وباله او خبرداری یې ورکړ چې هغه باید له روس سره د سولې د تړون لپاره چټک حرکت وکړي او یا د خپل هیواد د بایللو له خطر سره مخ شي.

د اوکراین تر ټولو مهم پوځي ملاتړې امریکې په چټکۍ سره د جګړې د ختمېدو په اړه تېز دریځ خپل کړی چې دې اقدام یې یورپي چارواکي اندیښمن کړي او ویره یې راپارولې چې کېدای شي کیف د سولې داسې تړون ته اړ شي چې د روس د ولسمشر ولادیمیر پوټین په ګټه وي.

صدر زلنسکي څو ورځې وړاندې ویلي وو چې ټرمپ د روس د "غلطو معلوماتو په یوه خلا کې بند پاته دی"، خو وروسته یې خپلې توندې خبرې بدلې کړې او ویې ویل چې هغه د امریکا د عمليت پسندۍ یا پرېګمېټزم هیله لري.

ټرمپ وویل باور لري چې پوټین او زلنسکي "باید سره یو ځای شي، ځکه چې تاسو پوهیږئ موږ غواړو د ملینونو خلکو وژنه ودروو". هغه زیاته کړه:

"له همدې امله زه غواړم ډزبندي ووینم او زه غواړم دا تړون وشي. زه فکر کوم چې موږ د دې تړون د ترسره کولو موقع لرو. زه باید ډاډ ترلاسه کړم چې روس غواړي دا کار وکړي".

زیلینسکي د چارشنبې- شورو په ورځ د امریکې دا غوښتنه رد کړه چې وایي په جګړه کې د مرستې په بدل کې دې اوکراین د 500 ارب ډالرو معدني شتمنۍ ورکړي او ویې ویل امریکې تر دې دمه د دومره پیسو هیڅ هم نه دي ور لېږلي او په تړون کې یې کوم ځانګړی امنیتي ضمانت نه دی وړاندې کړی.

اوکراین د سټرېټیجیکو معدنیاتو ارزښتناکې زېرمې لري چې امریکا یې غواړي. په دغو معدني وسایلو کې یورېنیم، لېتیم، کوبالټ، نادره ځمکې او نور شامل دي چې د بیټرۍ، ټیکنالوجۍ او اېروسپېس په څیر اېپونو کې کارول کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د ښي اړخو سیاستوالو په یوه غونډه (سي پي اې سي) کې وویل، "دلته اصلي خبره ده، صدر زلنسکي به دا تړون لاسلیک کړي، او تاسو به یې په لنډ وخت کې ووینئ".

امریکې د جمعې په ورځ په اوکراین باندې د روس د یرغل د دریمې کلیزې د لمانځلو لپاره ملګرو ملتونو ته قرارداد وړاندې کړ. د امریکې په وړاندې شوې مسوده کې د "روس-اوکراین شخړې" په مهال د خلکو د ژوند پر بایللو خواشيني څرګنده شوې او "د شخړې د زر پای ته رسېدو غوښتنه شوې ده".

کیف او د هغه یورپي متحدین غواړي د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوی خپل متن منظور کړي چې د تاوتریخوالي د کمولو، د دښمنۍ د ژر پای ته رسولو او د شخړې د سوله ییز حل غوښتنه کوي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG