صدر ډانلډ ټرمپ ویلي غواړي چې غېر ملکیانو ته د پینځه مېلین ډالرو په سرمایه کارۍ په امریکا کې د مستقل رهایش او د شهریت دپاره ګولډ کارډ نومې د ويزې پروګرام شروع کړي.
ټرمپ په وایټ هاوس کې په اوول افس دفتر کې د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل ګولډ کارډ اخیستونکي به مالداره او کامیاب خلک وي، ډېرې پېسې به خرچ کوي، ډېر ټېکسونه به ادا کوي او ډېرو خلکو ته به روزګارونه ورکوي.
د تجارت وزیر هورډ لوټنېک وویل د ټرمپ ګولډ کارډ به په دوو هفتو کې د ايي بي فایو نومې ويزې ځای ونېسي. ايي بي فایو ويزه کانګرس په ۱۹۹۰ کې په امریکا کې سرمایه کارۍ ته د ودې دپاره شروع کړې وه او هغه چا ته به ورکړی کېده چې د یو مېلین ډالر په لګښت به يې کمپني جوړه کړه او لږ تر لږه ۱۰ کسانو ته به یې روزګار ورکړو.
لوټنېک وویل ګولډ کارډ په اصل کې ګرین کارډ دی چې اخیستونکي ته په امریکا کې د مستقل رهایش او بیا د شهریت اجازت ورکوي خو په دې کې د سرمایه کارانو دپاره پېسې زیاتې کړی شوې دي او د هغه په قول په ايي بي فایو ويزه کې د درغلۍ مخه به ونیسي.
د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي، ډي اېچ اېس، ترمخه د کال ۲۰۲۲ د سپېټمبر د ۳۰ نېټې نه په وروستیو ۱۲ میاشتو کې ۸۰۰۰ کسانو د سرمایه کارۍ ویزې اخیستې دي.
د کانګرېشنل ریسرچ سروس په کال ۲۰۲۱ کې په خپل رپورټ کې په ايي بي فایو ویزو کې د درغلۍ د خطر خبره کړې وه چې په کې د سرمایه کارۍ د پېسو د قانونیت د تصدیق مسله هم وه.
د دنیا نور ملکونه هم د سرمایه کارۍ ويزې ورکوي چې په کې د امریکې ترڅنګ برطانیه، سپېن، یونان، مالټا، اسټرېلیا، کېنېډا او اټلي شامل دي.
هېنلی اېنډ پارټنرز نومې کمپني وايي د ۱۰۰ نه زیات ملکونه مالداره خلکو ته ګولډن ویزې ورکوي.
ټرمپ په خپل تجویز کې د سرمایه کارانو دپاره د روزګارونو د پېدا کولو د شرط ذکر و نه کړو.
د ایي بي فایو ويزې په یو خاص شمېره کې ورکول کېږي. ټرمپ وویل ممکنه ده چې حکومت ۱۰ مېلین ګولډ کارډونه خرڅ کړي چې دا ډول د بجټ خساره په کمولو کې به مرسته وکړي.
کانګرس د شهریت دپاره د بهرنیانو د اهلیت تعین کوي خو ټرمپ وویل د ګولډ کارډونو دپاره به د کانګرس د منظورۍ ضرورت نه وي.
Forum