لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ د کېنېډې او د مېکسیکو نه د موټرو په درامداتو ۲۵ فیصد ټېکس تر یوې میاشت پورې وځنډولو
تازه خبر

ټرمپ د کېنېډې او د مېکسیکو نه د موټرو په درامداتو ۲۵ فیصد ټېکس تر یوې میاشت پورې وځنډولو


د کېنېډې د انټاریو صوبې پرېمیر ډګ فورډ وویل که چېرې د کېنېډې د موټرو په برامداتو د امریکې نوی ټېکس په ځای پاتې شو نو په په کېنېډا کې د موټرو کارخانې به په اینده ۱۰ ورځو کې بندېدل شروع شي. هغه زیاته کړه چې خلک په زورګارونه بېلي
د کېنېډې د انټاریو صوبې پرېمیر ډګ فورډ وویل که چېرې د کېنېډې د موټرو په برامداتو د امریکې نوی ټېکس په ځای پاتې شو نو په په کېنېډا کې د موټرو کارخانې به په اینده ۱۰ ورځو کې بندېدل شروع شي. هغه زیاته کړه چې خلک په زورګارونه بېلي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کېنېډې او د مېکسیکو نه د موټرو په درامداتو ۲۵ نوی ټېکس د یوې میاشت پورې و خنډولو او د امریکې او د کېنېډ سفارتکارانو د شورو، چهارشنبې، د تجارت په شمول په یو شمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت وویل خارجه وزیر مارکو روبيو او د کېنېډې خارجه وزیرې مېلېني جولي په مشترکه نړیوالو مسلو، محفوظو سرحدونو، د تجارت په بدل کې د تجارت او د اقتصادي سوکالۍ په مدونو کې د یو بل سره همکاري وکړه.

د وایټ هاوس پرېس سېکرېټري یا ترجمانې کېرولاین لېوېټ خبریالانو ته وویل د مېکسیکو او د کېنېډې نه د د موټرو په درامداتو ټېکس د ځنډولو نه مخکې صدر ټرمپ د امریکايي موټرو کمپنو فورډ، جنرل موټرز او د سټېلېنټس د چارواکو سره خبرې اترې وکړې. لېوټ وویل ټرمپ د موټرو جوړوونکو کمپنو نه وغوښتل چې که د کېنېډې او د مېکسیکو نه خپلې کارخانې امریکې ته منتقل کړي نو د ټېکس نه به استثنا ولري.

د کېنېډې او د مېکسیکو نه امریکې ته په نورو درامداتو نوی ۲۵ فیصد ټېکس په ځای ساتل شوی دی او لېوېټ وویل ټرمپ په نورو درامداتو ټېکس د لرې کولو په اړه خبرو ته تیار دی.

کېنېډې نه د موټرو په درامداتو ټېکس د ځنډولو په اړه د اعلان نه مخکې ټرمپ د کېنېډې وزیراعظم جسټن تروډو سره خبرې وکړې. د امریکايي اقدام په جواب کې ټروډو هم خپل هېواد ته په امریکايي درامداتو ټېکسونه لګولي دي او اېسوسي اېټېډ پرېس وویل ترڅو چې امریکې ته د کېنېډې په درامداتو ټېکسونه موجود وی ټروډو تیار نه دی چې په امریکايي درامداتو خپل جوابي ټېکسونه لرې کړي.

د کېنېډې د انټاریو صوبې پرېمیر ډګ فورډ وویل که چېرې د کېنېډې د موټرو په برامداتو د امریکې نوی ټېکس په ځای پاتې شو نو په په کېنېډا کې د موټرو کارخانې به په اینده ۱۰ ورځو کې بندېدل شروع شي. هغه زیاته کړه چې خلک په زورګارونه بېلي.

ټرمپ د کېنېډ او د مېکسیکو نه امریکې ته په درامداتو ټېکسونه د نهې، سه شنبې، په ورځ نافذ کړل او په چینايي درامداتو يې ټېکس کې دوچنده اضافه وکړه او ۲۰ فیصد ته يې ورسوولو.

چین، کېنېډې او مېکسیکو دریو واړو ملکونو ویلي چې په امریکايي درامداتو به جوابي ټېکسونه لګوي.

ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروټ شوسل وویل ټروډو ورته ټېلې فون وکړو او پوښتنه يې وکړه چې د امریکې د نوي ټېکس په اړه څه کولی شي؟

د ټرمپ په قول د کېنېډې وزیراعظم ته يې وویل چې د کېنېډې او د مېکسیکو نه امریکې ته د سمګل کېدونکي فېنټېنل دلاسه په امریکا کې ډېر خلک مړه شوي دي او د اوس هم یقین نه کوي چې امریکې ته د دغه توکي سمګلېنک کم شوی دی.

مېکسیکو او کېنېډې ویلي چې د ټرمپ د خواهش سره سم يې امریکې سره په سرحد امنیتي ګامونه سخت کړي دي او امریکې ته د فېنټېنل او د غېر قانوني کډوالو ورتګ کم شوی دی.

د مېکسیکو صدر کلوډیا شاین بام ویلي د اتوار، یکشنبې، په ورځ به په امریکايي درامداتو په ټېکس کې د اضافې اعلان کوي.

چین د امریکې په یو شمېر درامداتو تر ۱۵ فیصد ټېکسونه اعلان کړل چې په کې زرعۍ مصنوعات هم شامل دي. چین د امریکې په قریباً ۲۴ کپمنو د برامداتو قدغنونه هم ولګول.

د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG