د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په روس باندې د لوړې کچې د بندیزونو او تجارتي محصولاتو لګولو امکان څرګند کړ، خو روس یې په جواب کې ویلي بندیزونه به یې په اوکراین کې له خپلو هدفونو را ونه ګرځوي.
ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت ورکړی چې ورځې مخکې یې اوکراین ته د پوځي مرستو او استخباراتو د ملاتړ د درولو امر وکړ او هغه له دواړو هیوادونو وغوښتل چې د سولې تړون ته د رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
ټرمپ د روس د بېنکي نظام د محدودولو او محصولاتو په اړه ګواښ د رویټرز د دوشنبې- ګل د ورځې له هغه رپوټ وروسته کړی چې پکې ویل شوي وو، سپینه ماڼۍ د جګړې ختمولو او له مسکو سره د سفارتي او اقتصادي اړیکو د ښه کولو په هڅو کې په ممکنه توګه په روس د بندیزونو کمولو ته تیاري کوي.
صدر ټرمپ د جمعې په ورځ پر خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروت سوشل» او ایکس باندې په یو پوسټ کې روس او اوکراین دواړه مخاطب کړي او ورته ویلي یې دي چې همدا اوس مېز ته د خبرو لپاره راشي ځکه چې وایي بیا به "ډېر ناوخته" شي:
"د دې حقیقت په بنیاد چې روس دا مهال د جګړې په ډګر کې په بشپړ ډول اوکراین 'وهي'، تر څو چې ډزبندي او د سولې په اړه وروستی تړون نه وي شوی زه په قوي ډول پر روس د لویې کچې په بېنکي بندیزونو، [نورو] بندیزونو او محصولاتو باندې غور کوم".
د روس د حکومت ویاندې د جمعې په ورځ ټرمپ ته په غبرګون کې وویل، د امریکا نوي بندیزونه به په اوکراین کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د ماسکو مخه ونه نیسي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا سي این این ته وویل، د ټرمپ د تازه پوسټ لومړۍ کرښه تر ټولو مهمه ده چې ټرپ وایي ماسکو د جګړې په میدان کې اوکراین "وهي" یا یې ځپي. مېرمن زاخارووا وایي:
"له ډېرو میاشتو راهیسې امریکا پام د اوکراین بریا ته دی. اوس دا حقیقت منل کیږي چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین حالت خراب دی. حقیقت دا دی چې اوکراین [جګړه] بایللې ده ځکه چې دوی پر پخوانۍ سپینه ماڼۍ باور درلود او تکیه یې ورباندې کوله".
روسي ځواکونو زرګونه اوکرایني پوځیان تقریباً محاصره کړي دي چې په تېر دوبي کې د روس کرسک سیمې ته ننوتل او کیف په یوه ناڅاپي برید کې هیله لرله چې د سولې په هر ډول خبرو اترو کې به د ماسکو خلاف ترې ګټه واخلي.
د پرانیستو سرچینو نقشې ښیي چې په تېرو درو ورځو کې په کرسک کې د اوکراین حالت په چټکۍ سره خراب شوی دی. د روس ځوابي برید تقریباً د اوکراین ځواک په دوو برخو وېشلی او مرکزي ډله یې له خپلو اصلي د رسد له کرښو بېله کړې ده.
روسي ځواکونو په شپه کې د اوکراین دننه د انرجۍ او ګېس اډاڼو ته هم زیان رسولی دی او د دې وجه دا ګڼل کیږي چې امریکې له اوکراین سره د استخباراتو شریکول درولي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا په دغو تازه بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.
ماسکو په جګړه کې د لنډمهالې ډزبندۍ خیال رد کړی، چې برتانیې او فرانس یې هم وړاندیز کړی او وایي هیڅکله به د نېټو هیوادونو سوله ساتو ځواکونو ته اجازه ورنه کړي چې اوکراین ته ننوځي.
برتانیې او فرانس تر دې وړاندې وړاندیز کړی وو چې یو یورپي ځواک کولای شي د هر ډول دایمي حل څارنه وکړي.
روس په نړۍ کې د تېلو په لویو پیدا کوونکو هېوادونو کې دی خو په تېرو شاوخوا درو کلونو کې امریکې او شریکانو یې د 2022م کال په فرورۍ کې پر اوکراین له برید وروسته ورباندې پراخ بندیزونه لګولي دي.
په روس باندې د امریکې په بندیزونو کې هغه اقدامات شامل دي چې مقصد یې د ماسکو د تېلو او ګېسو ګټه محدودول دي، چې پکې د روس د تېلو په برآمداتو باندې د هر بېرل پر سر 60 ډالر محدودیت شامل دی.
ټرمپ د روس خلاف د نورو ممکنه بندیزونو په اړه تفصیلات ور نه کړل او وروسته یې د اوول دفتر په یوه خبري غونډه کې وویل، له اوکراین سره معاملات زیات ستونځمن کار دی.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum