د اوکرین له صدر سره تر تاوده بحث وروسته د امریکې صدر ټرمپ خبریالانو ته ویلي امریکا د روس او اوکراین تر منځ ډزبندي غواړي او زلنسکي ته یې خبرداری ورکړی چې له روس سره دې سوله کړي او که نه وي نو د امریکې مرسته به وبایلي.
د امریکې د استازو اېوان سپیکر مایک جانسن هم د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، د اوکراین صدر دې یا "په هوش کې راشي او د مذاکراتو خبرو ته دې راوګرځي او یا دې کوم بل کس د هېواد [اوکراین] مشري په لاس کې" واخلي.
جانسن این بي سي خبري رسنۍ ته وویل، اوکراین یواځې له همدې لارې د امریکې په منځګړتوب د سولې مذاکرات پر مخ بېولای شي. جانسن وویل ولسمشر ټرمپ د اوکراین او روس ترمنځ د سولې په لټه کې دی.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي تر منځ په وایټ هاوس کې د اوکراین د جنګ په سر له وروستي تود بحث وروسته یورپي مشرانو له دغه جنګ ځپلي هېواد سره د کلک ودرېدو ژمنه کړې ده.
صدر ډانلډ خبریالانو ته وویل، زلنسکي خپل دریځ ته نقصان رسولی دی او وایي هغه خپله موقع وبایلله:
"مونږ امن غواړو. مونږ داسې تن نه غواړو چې ځان مضبوطول غواړي او بیا امن نه غواړي ځکه چې بیا ځان زړور محسوسوي. مونږ ولیدل چې دا څه روان دي. زه د امن په لټون کې یم. مونږ نه غواړو چې د لسو کلونو په جنګ کې ځان ګېر کړو او د یو بل سره لوبې کوو".
د صدر ټرمپ په وینا یواځې په تېره یوه اوونۍ کې 2000 خلک وژل شوي دي چې وایي زیاتره پوځیان دي. وایي تر دې زیات نور وژل شوي دي چې د اوکراین او روس ځوانان دي.
اخوا د برتانیې وزیراعظم کېر سټارمر د اوکراین په سر د اتوار- یکشنبې په ورځ د یورپي مشرانو د غونډې په وخت ویلي، برتانیه او فرانس له اوکراین سره د روس د جنګ ختمولو لپاره کار کوي.
تر غونډې وړاندې د برتانیې وزیراعظم په نړیوالو مشرانو زور راوړو چې په اوکراین کې له درو کلونو راهیسې روانې جګړې د ختمون لپاره په شریکه کار وکړي.
نوموړي بي بي سي خبري ادارې ته ویلي، برتانیه، فرانس او یو یا دوه نور ملکونه به له اوکراین سره د جنګ ودرولو په یو پلان کار کوي.
تر غونډې وړاندې د برتانیې وزیراعظم په دفتر کې د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره د ملاقات په وخت وویل، برتانیه له اوکراین سره د روس په ضد جنګ کې ولاړه ده:
"تاسو ته د برتانیې پوره مرسته ترلاسه ده. مونږ ستاسو سره د اوکراین سره تر هاغه وخت پورې ولاړ یو تر څومره وخت پورې چې تاسو ته ضرورت وي".
د امریکې له سفر وروسته صدر زلنسکي د برتانیې په کوربه توب د یورپي مشرانو په غونډه کې د برخې اخیستو لپاره د خالي- شنبې په ورځ لندن ته ورسېد او هلته یې د لندن په کوڅو کې په سلګونو خلکو تود هرکلی وکړ.
سټارمر د هغه تود هرکلي ته په اشارې سره وویل، "تاسو بهر په کوڅه کې د خلکو چغې واورېدې چې د برتانیې خلک تاسو سره د مرستو څرګندولو لپاره راوتلي وو".
برتانوي وزیراعظم زلنسکي ته وویل، "دا زمونږ کلک عزم دی چې ستاسو سره به ولاړ یو چې هاغه څه ترلاسه کړو چې مونږ دواړه یې غواړو او هغه تلپاتې امن دی. مونږ د اوکراین د خپلواکۍ او امنیت په بنیاد تلپاتی امن غواړو. دا امن نه صرف د اوکراین بلکې د یورپ او برتانیې لپاره اهم دی".
د یورپي اتحاد د خارجه تګلارې مشرې کایا کالاس په ټویټر ویلي، اوکراین یورپ دی او دوی له اوکراین سره ولاړ دي.
د جرمني چانسلر اولف شولز په ټویټر ویلي، اوکراین په جرمني او یورپ انحصار کولی شي. د فرانس صدر اېمېنول مېکران په پرتګال کې خبریالانو ته ویلي، روس یرغل کوونکی ملک دی او د یوکراېن په خلکو ظلم شوی دی.
په دې غونډه کې د فرانس، جرمني، ډنمارک، نیدرلېنډز، ناروې، پولېنډ، سپېن، ترکي، فنلېنډ، سویډن، چېک او رومېنیا مشران، د نېټو سېکرېټري جنرل، د یورپي کمېشن او یورپي شورا صدران برخه اخلي.
Forum