لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي ډانلډ ټرمپ به د دوحې تړون عملي کولو دپاره په طالبانو فشارونه اچوي


د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د هغه وخت د امريکې خصوصي استازي او د طالبانو مشر مرکچې عبدالغني برادر په دوحه کې د امن معاهده دستخط کړه
د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د هغه وخت د امريکې خصوصي استازي او د طالبانو مشر مرکچې عبدالغني برادر په دوحه کې د امن معاهده دستخط کړه

د نړيوالو او سياسي چارو څېړونکي وايي د امريکا نوی صدر، ډانلډ ټرمپ به پخپلو تګلارو کې افغانستان ته ځای ورکوي او د هغه په تېره دوره کې چې د طالبانو سره د دوحې کوم تړون لاسلیک شوی د هغې عملي کولو دپاره به د طالبانو سره د بوختیا پالیسې مخ په وړاندې بوځي۔

څېړونکي وايي د طالبانو ياد تړون ته د ژمن نه پاتې کېدو صورت کې دوي د فشار سره هم مخ کېدای شي۔

د سياسي او نړيوالو چارو څېړونکي وايي د امريکا نوي صدر ډونلډ ټرمپ به د افغانستان موجوده سياسي او انتظامي وضيعت او د دوحې تړون عملي کول د پامه نه غورځوي ځکه چې غربي نړۍ په افغانستان کې د شلو کالو دپاره کومې پېسې لګولي د ټرمپ انتظامیه به غواړي چې هغه بې مقصده ضايع نه شي.

د نړيوالو او سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ ډیوه ته وایي، د دوحې د تړون عملي کولو دپاره به ټرمپ په طالبانو فشارونه اچوي او هڅه به کوي چې په دغه سيمه کې د امن فضا رامنځته شي او د ښو روابطو، راکړې ورکړې او د رسميت پېژندې لاره همواره شي.

د هغه په خبره د ټرمپ انتظامیه به هڅه وکړي چې" داسې يو نظام په افغانستان کې جوړ شي چې په هغې نظام کې ټول افغانان ځان وګوري"

نوموړي زياته کړه امريکا به په استخباراتي ډګر کې په افغنستان کې موجوده وي چې نور طالبان ونه شي کولی د وسله والو ډلو سره همکار پاتې شي۔

د نومبر په پنځمه نېټه په امريکا کې ترسره شويو صدارتي ټاکنو کې د ريپبليکن ګوند امیدوار او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د کاميابۍ وروسته د امريکې 47م صدر منتخب شوی دی۔ د نوموړي مقابله د صدر بایډن د ګوند ډېموکرېټ امیدوارې او نایب صدرې کاملا هېريس سره وه۔

د نړيوالو چارو څېړونکي وايي د طالبانو په درې کلنۍ دوره کې چين او روس چې افغانستان کې کوم اثر رسوخ سېوا کړی د هغې قابو کولو د پاره به ډونلډ ټرمپ يوه داسې تګلاره خپلوي چې هغه د امريکې په ګټه تمامېږي۔

د پېښور پوهنتون استاد اؤ د نړيوالو او سياسي چارو څېړونکی ډاکټر خورشید خان ډیوه ته وایي" انډو پېسېفېک سټرېټيجي کې چې په چين کومه د فشار خبره ده نو چين او روس دلته اثر رسوخ سېوا کوي نو د بايډڼ په دور کې دې ته پام نه کېدو خو زما خيال دا دی چې ټرمپ به دا غواړي چې داسې يوه جامع تګلاره راشي چې هغې نه امريکا ته ګټه وي چې هغه اقتصادي، تجارتي او سياسي فايده هم وي نو زما خيال دا دی چې دی به د طالبانو حوالې سره دغه شان يوه پالېسي خپلوي"

په 2021م کال کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په نتيجه کې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو راهیسې که څه هم چين او روس د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو طالبانو سره يې اړیکې ټینګي کړي او په دې هېواد کې يې اثر رسوخ مخ په زياتېدو دی۔

څېړونکي وايي په افغانستان کې واکمن طالبان د جوبايډڼ په دوره کې د دوحې تړون ته ژمن نه دي پاتې شوي او که دا لړۍ دوام کوي نو د ډونلډ ټرمپ د انتظاميي له خوا د فشار سره مخ کېدای شي۔

څېړونکی اختر محمد راسخ وایي" که چرې دوی(د طالبانو حکومت) د امريکا غوښتنو ته لبيک ونه وويلو دا څلوېښت ميلينه ډالره چې په هفته کې طالبانو د نړيوالې ادارې تر چتر لاندې افغانستان سره کومک کېږي دا کومکونه به هم بندېږي او نور فشارونه به هم په طالبانو راځي او که چرې دغه امدادونه بند شول نو افغانستان به يو ځل بيا د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کېږي"

ټرمپ به د راتلونکي کال د جنورۍ په شلمه نېټه د پرانېستې په ورځ د خپل منصب سوګند کوي۔

تر دغې نېټې پورې هغه 75 ورځې لري چې خپل حکومت تیار کړي. په دې کې قریباً 4000 حکومتي چوکۍ دې چې ټرمپ به پرې خپل سیاسي پلویان ګماري.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG