نن په وايټ هاوس کې د صدر ټرمپ او صدر زېلېنسکي تر منځ د روسیې سره د جګړې ختمولو په اړه خبرې ناڅاپه تاودې شوې، او د اوکراین سره د معدنو په هکله ټاکل شوی تړون لاسلیک نه شو.
د دواړو مشرانو تر منځ ټاکل شوی مطبوعاتي کانفرنس هم بشپړ و نه شو. د امریکا د ځینو ټېلېوېژنو پردې ښيي چې ښاغلي زېلېنسکي امریکا سره په معدنو باندې د ممکنه تړون لاس لیک کولو بغیر د وايټ هاوس نه لاړو.
زلنسکي له خبري غونډې شاوخوا یوه ګنټه وروسته پر خپل ایکس یو لنډ پوسټ کړی دی، خو تر دې وړاندې یې امریکې ته د سفر په اړه نور تفصیلي پوسټونه کړي او د نورو ملاقاتونو عکسونه او ویډیوګانې یې هم خپاره کړي دي. زیلنسکي لیکلي:
"امریکې ستا مننه، ستا د ملاتړ مننه، د دې سفر لپاره مننه. صدر ټرمپ، کانګرس او د امریکې خلکو مننه. اوکراین منصفانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري، او د دې لپاره په په سمه توګه کار کوو".
د ملاقات وروسته، ټرمپ او زېلېنسکي د ټرمپ په اوول افس کې مشترکه خبري کانفرنس ته وېنا وکړه چې پکې د دواړو خواو ترمنځ اختلافات هم ښکاره شول او خبرې اترې يې تودې او د تاوتریخوالي ښکار شوې. دا خبري غونډه د امریکې په ټېلېوېژن چېنلونو او په یوټيوب په ژوندۍ بڼه ښودل کېده.
په ابتدايي خبرو کې ټرمپ وویل د روس صدر ولادېمير پوټین سره يې هم خبرې اترې کړي او غواړي چې معاهدې ته ورسېږي.
د امریکايي صدر په قول په جنګ کې د دواړو خواو په زرګونو عسکر وژل کېږي او غواړي چې دا خونرېزي ودرېږي.
ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې که چېرې په یوکرېن کې د جنګ د شروع کېدو په وخت هغه صدر وای دا شخړه به نه وه شروع شوې.
جی ډي وېنس په اېکس د ټروت سوشل په وېب پاڼه د ټرمپ هغه پېغام شریک کړی چې امریکايي صدر وویل زېلېنسکي داسې امن نه غواړي چې امریکا په کې شموليت لري، هغه د اوول افس بې احترامي وکړه او کله چې امن ته تیار وي نو بیا راتللی شي.
ټرمپ د یوکرېني عسکرو د مېړانې ستاینه وکړه او د امریکې د عسکري مرستې ذکر يې وکړو.
ټرمپ د یوکرېني عسکرو ترڅنګ د زېلېنسکي ستاینه هم وکړه او زېلېنسکي په مخاطب کولو يې یوکرېن صدر ته وویل پکار ده چې په خپلو عسکر فخر کوي. زېلېنسکي په جواب کې وویل هغه په خپلو ځواکونو فخر کوي.
د خپلو ابتدايي خبرو وروسته ټرمپ زېلېنسکي ته د وېنا بلنه ورکړه نو د یوکرېن صدر د ټرمپ شکریه ادا کړه چې هغه ته يې امریکې ته د راتګ دعوت ورکړی دی.
د مجوزه تړون په اړه زېلېنسکي وویل فکر کوي چې دا به یوکرېن د سېکیورټي د ضمانت په لړ کې وړمبی ګام وي او دا چې امریکا به د یوکرېن ملاتړ او امداد جاري ساتي.
زېلېنسکي د ټرمپ ستاینه وکړه چې پوټین ته يې ویلي دا جنګ دې زر ختم کړی شي. زېلېنسکي پوټین قاتل او ترهګر وبللو.
زېلېنسکي ومنله چې یورپ به یوکرېن کې امن ساتونکي وګماري خو د امریکې د ملاتړ نه بغېر به دا ګام وا نخلي.
د زېلېنسکي په قول روس د یوکرېن تر ۲۰۰۰۰ پورې ماشومان نیولي دي او غواړي چې بېرته هېواد ته راوستل شي. زېلېنسکي په روس الزام ولګولو چې د یوکرېن په قېدیانو تشدد کوي. هغه ټرمپ ته ځینې تصویران وښودل چې د هغه په قول په قېدیانو د روس تشدد ښکاره کوي. هغه وویل د ماشومانو تصویرونه نه شي ښکاره کولی.
ټرمپ ومنله چې دا ګرانې خبرې دي.
یوکرېن سره د امداد په اړه ټرمپ وویل یورپ هم یوکرېن سره امداد کړی او د دغه امداد څه ضمانت او تحظ شته چې بېرته به ورکول کېږي خو د امریکې د امداد د بېرته ادا کېدو څه ضمانت نه و.
د معدنیاتو د معاهدې په اړه ټرمپ وویل دا د یوکرېن دپاره هم ښه ځکه ده چې امریکا به په هېواد کې په لویه پېمانه سرمایه کاري وکړي.
یوکرېن غواړي چې د معاهدې په بدل کې دې امریکا د تحفظ ضمانت ورکړي. په دې اړه ټرمپ وویل د معاهدې نه د بغېر د سېکیورټي ضمانت یوکرېن ته نه شي ورکولی.
زېلېنسکي د ټرمپ د دې خبرې سره اتفاق و نه کړو چې یورپ د یوکرېن سره په کمه کچه امداد کړی دی. ټرمپ د زېلېنسکي په دې خبر په نفې کې سره وخوځولو.
د یوې پوښتنې په جواب کې ټرمپ دا خبره رد کړه چې د هغه دریځ د روس صدر پوټین سره نږدې کړی دی. ټرمپ وویل د هغه دریځ د نړۍ سره یو ځای دی.
په ځینو نقطو د ټرمپ او د زېلېنسکي اختلافات هغه وخت ليدل کېدل چې د امریکې نایب صدر جی ډي وېنس وویل، امریکا د یوکرېن شخړې د ختمولو دپاره د سفارتکارۍ نه کار اخلي. وېنس وویل ممکنه ده چې د امن لارې په سفارتکارۍ کې موجوده وي.
په دې موقعه زېلېنسکي وویل روس سره سفارتکاري کار نه کوي او په تېرو وختونو کې پوټین د لوظونو نه په شا شوی دی او روس خونرېزي نه ده بنده کړې.
زېلېنسکي وویل ټرمپ اوس غواړي چې روس ودروي خو په کال ۲۰۱۴ کې روس هېڅ چا نه ودرولو. د یوکرېن صدر وویل په ۲۰۱۹ کې يې روس سره د امن معاهده لاسلیک کړې وه خو روس ماته کړه او د قېدیانو تبادله يې هم و نه کړه.
زېلېنسکي وېنس مخاطب کړو او ويې ويل چې د څه قسمه سفارتکارۍ خبره کوي؟ وېنس وویل د داسې سفارتکارۍ خبره کوي چې د یوکرېن د تباهۍ مخه به ونېسي. وېنس زېلېنسکي ته وویل دا د بې احترامۍ خبره ده چې هغه په وایټ هاوس کې ناست دی او د امریکې د ميډیا مخې ته يې دا مقدمه وړاندې کړې.
وېنس وویل یوکرېن په جنګ کې مشکلات لري او د زېلېنسکي لخوا دا د بې احترامۍ خبره ده چې د وایټ هاوس په اوول افس کې ناست دی او د امریکې په حکومت تنقید کوي.
زېلېنسکي وویل هغه څوک په جنګ کې مشکلات لري او که امریکا په جنګ کې ښکېل وه نو امریکې به هم مشکلات لرل.
په دې موقع صدر ټرمپ وویل یوکرېن امریکې ته امر نه شي کولی او په دې لړ کې یوکرېن په انتهايي کمروزي حال کې دی.
دا مهال د ټرمپ او د زېلېنسکي ترمنځ د خبرو تکرار کېدلو او ټرمپ د تاش مثال ورکړو او زېلېنسکي ته يې وویل هغه قوي پاڼې نه لري نو زېلېنسکي ورته په جواب کې وویل هغه تاش نه کوي.
ټرمپ زېلېنسکي ته وویل هغه جواري کوي او د دریم جنګ عظیم يې په داو لګولی دی. زېلېنسکي وویل هغه سنجیده خبره کوي او یو داسې صدر دی چې په جنګ کې ښکيل دی.
ټرمپ وویل زېلېنسکي د امریکې بې احترامي کوي. په دې موقع وېنس د ټرمپ او د زېلېنسکي په مکالمه کې داخل شو او د یوکرېني صدر نه یې پوښتنه وکړه چې د امریکې شکریه يې هم ادا کړې؟ زېلېنسکي وویل هو.
زېلنسکي وېنس ته وویل هغه په اوچت اواز خبرې کوي نو ټرمپ مداخلت وکړو او ویې ويل وېنس په اوچت اواز خبرې نه کوي.
وېنس په ظاهره په دې خبره د ناخوښۍ اظهار وکړو چې زېلېنسکي د میډیا مخې ته د اختلافاتو ذکر وکړو. ټرمپ وویل دا ښه خبره ده چې د امریکې ولس يې وویني.
ټرمپ په دې خبره ټینګار وکړو چې پکار ده زېلېنسکي د امریکې مشکور وي. هغه وویل معاهدې ته د رسېدو دپاره پکار ده چې رويې بدلې کړی شي. هغه وویل د امریکې د ملاتړ نه بغېر به یوکرېن جنګ دوامداره ساتي او دا به څه ښکلی صورتحال نه وي.
Forum