لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې 2024 د صحافتي ازادۍ دپاره سخت کال و، خبریالان او فعالان وايي


په پاکستان کې خبریالان په میډیا د قدغنونو خلاف وخت په وخت احتجاجونه هم کوي
په پاکستان کې خبریالان په میډیا د قدغنونو خلاف وخت په وخت احتجاجونه هم کوي

په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ او د تحفظ لپاره کار کونکي تنظيمونه او صحافيان وايي په پاکستان کې 2024 د خپلواکه او پېشه ور خبريالانو دپاره يو سخت کال و او د تېر په څېر په دې کال کې هم د صحافتي ازادۍ مخاليفين لا نور مضبوط شوي دي.

په پاکستان کې د صحافيانو لپاره په تېره يوه لسيزه کې 2024 تر ټولو مشکل کال و او د صحافتي تنظيمونو او ادارو ترمخه دا کال د دې هېواد خبريالان د جبر، فشار، معاشي ستونزو او مقدمو سره مخ شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلويانو په ضد د نومبر په 26 مه د حکومتي کرېک ډاون په اړه د خبرونو خورولو په سر د پلټنو مرکزي ادارې ايف اي ای د اېنکرپرسن هرميت سنګ په ګډون د يو شمېر خبريالانو او ويلاګرانو خلاف د رياستي او امنیتي ادارو په ضد د غلطې بيانيې خورولو په تور مقدمې درج کړې دي.

د مقدمې سره مخ خبريال او اېنکرپرسن هرميت سنګ وايي په پاکستان کې د خبريال دپاره ساه اخستل هم ګرانه شوې ده.

هرميت سنګ وايي "د مختلف ټي وي چېلنونو نه زموږ ډېر ملګري ويتسل شوي دي او زه هم ويتسل شوې يم، نو مونږ سره څه بله لاره نشته، مونږ چې په خپل يوټيوب چېنل، يا ټويټر /اېکس باندې هم وېل ليکل کوو نو پيکا اېکټ لاندې هم په مونږ مقدمې درج کيږي، په پاکستان کې د صحافيانو دپاره حالات انتهايي مشکل دي."

د خبريال هرميت سنګ خلاف درج شوي ايف اي ار کې وېلي شوي چې ده د خپل اېکس پروفاېل د لارې د پاکستان د رياستي ادارو خلاف په بدنيېتې اړه لرونکي بيانيې خورولو تورونه لګول شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

پاکستان کې د صحافيانو د تحفظ لپاره په کال 2021 کې په وفاقي کچ او په سيند صوبه کې جلا جلا قوانين جوړ کړې شوي دي خو پدغو قوانینو عملي نفاذ کې تاخیر او غېر موثره پرمختګ د صحافيانو د تحفظ ستونزې لا نورې پېچلې کړي دي.

په پاکستان کې د صحافیانو د مرکزي تنظیم پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټس، پي اېف یو جی، پخوانی مشر ناصرزېدي په هېواد کې د خبریالانو دپاره د حالاتو په اړه څه داسې وايي "صورتحال خطرناک دې، مرکزي حکومت د صحافيانو د تحفظ قانون جوړ کړې دې خو دغه بل صرف د قانون تر حده پورې دې، ددغه قانون لاندې يو کمېشن جوړېدل وو او دغه کمېشن په موثر ډول د صحافيانو ضد د کېدونکو جرمونو او تېريو څارنه کول وو ولې ېاد کمېشن تر نن ورځې پورې جوړ نکړې شوو."

د پاکستان حکومت دريځ لري چې هغه په هېواد کې د صحافت د ازادۍ او خبريالانو تحفظ باوري کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

پاکستان د صحافيانو لپاره خطرناک هېواد بلل کېږي او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کار کونکي نړيوالې ادارې وايي کال 2024 کې په پاکستان کې 12 صحافيان وژل شوي دي. ورستې خبريال ملک ظفر اقبال وو چې دا مياشت دسمبر په پنجاب کې ووژل شو.

خبريال عبدالله مومند وايي د 2023 کال په څير کال 2024 کې هم پاکستاني مېډيا کنټرولډ پاتې شوې ده او هغه صحافيان چې د حکومت او طاقتور پوځي اسټبلشمنټ ناقدین ؤو په هغوي نه يوازې مقدمې درج کړې شوي بلکې هغوي د حملو ښکار شوي هم دي.

عبدالله مومند وايي "يو طرف ته که مېډيا د رياستي ادارو لخوا کنټرولډ ده نو بلخوا کوښښ روان دې چې هغه اوازونه کوم چې په مېن سټريم مېډيا نه راځي او سوشل میډیا راځي نو دغه اوازونه اوس خاموشه کول دي، د هغې دپاره مختلف قسمه قانون سازې روانې دي او بيا له دې سره سره چې د سيکورټي حوالې رپورټنګ دې او ېا نور رپورټس دي هغه هم په ازادې سره نه شي کېدې."

په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کونکې غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک په یو وروستي رپورټ کې ويلي د نومبر 2023 نه تر اګست 2024 کال دوران د صحافيانو پرضد 57 د تشدد، ګواښونو او ويرونو 57 پېښې رېکارډ کړل شوي دي چې په تر ټولو زياتې 21،پېښې په سيند، 13 پنجاب کې مخې ته راغلي دي. ددې نه علاوه اسلام اباد کې 12، په خیبر پښتونخوا کې 7 او بلوچستان صوبه کې 2 پېښې ثبت شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG