لاس رسیدونکی لینک

 
ملګري ملتونه:نړۍ کې ۶۱۲ میلیونه ښځې اؤ نجونې د وسله والو شخړو تر سیوري لاندې ژوند کوي
تازه خبر

ملګري ملتونه:نړۍ کې ۶۱۲ میلیونه ښځې اؤ نجونې د وسله والو شخړو تر سیوري لاندې ژوند کوي


ملګرو ملتونو عمومي منشي انتو نیو ګوتېرش وایي په نړۍ کې ۶۱۲ میلیونه ښځې او نجونې د وسله والو شخړو تر سیوري لاندې ژوند کوي، چیرته چې د دوی حقونه اکثره له پامه غورځول کیږي.

ښاغلي ګوتېرش، د ښځو د حقونو د خونديتوب او پرمختګ لپاره پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې د ښځو حقونه د بشري حقونو اساسي برخه ده او باید په ټولنه کې د جنسیت پر بنیاد تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د وسلې په زور د واک ته له رسېدو راپدیخوا په افغان نجونو تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم دروازې تړل شوي اؤ ښځې په دفترونو کې کار کولو ته نه پرېښودل کیږي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ په اوومه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې نیو یارک کې راجوړې شوې یوې غونډې ته ، چې د نړیوالې ټولنې استازو او د ښځو حقونو فعالانو پکې ګډون درلود،خپله وینا کې انتونیو ګوتېرش وویل د ښځو پرضد تاؤ تریخوالی همغسې دوامداره دی،

د هغه وینا وه"هر لس دقیقې وروسته، یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کیږي."

هغه د ښځو اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې په نړیواله کچه له درېیو څخه یوازې دوه ښځې د کار په بازار کې ګډون لري او هغوی هم د نارینه وو په پرتله لږ معاشونه ترلاسه کوي.

ګوتېرش خبرداری ورکړ چې په دې رفتار سره به د ښځو او نجونو لپاره د افراطیت د فقر له منځه وړل ۱۳۰ کاله وخت ونیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې د ګډې هڅې، "سپوټ لایټ نوښت" یادونه وکړه او وی ویل چې په دې نوښت سره یو میلیون نورې نجونې ښوونځیو ته تللي او ۲۱ میلیونه ښځې او نجونې د جنسیت پر بنیاد له تاوتریخوالي څخه ژغورل شوي دي.

هغه په ټینګار سره وویل چې "د جنسیتي مساواتو لپاره مبارزه یوازې د انصاف په اړه نه ده، بلکې دا د ځواک په اړه ده — چې څوک په پرېکړو کې برخه لري او څوک له هغې څخه محروم پاتې کیږي "

ګوتېرش زیاته کړه: "کله چې ښځې او نجونې پورته شي، ټولنه وده کوي."

سږکال نړۍ په داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځي چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو رپورټونه ښیي په افغانستان کې د افغان مېرمنو اؤ نجونو نه د طالبانو حکومت د هغوي سیاسي ، بشري اؤ ټولنیز حقونه تروړلي دي.

په اګست کال 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو بیرته اقتدار ته له رسېدو راپدیخوا د طالبانو حکومت د ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو سخت بندیزونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي، او ښځې له پوهنتونونو څخه منعې کړل شوې دي. ددې ترڅنګ په زرګونو ښځینه کارکوونکې له خپلو دندو ګوښه کړل شوي او له کار کولو بې برخې کړل شوې دي شوې دي.

ښځو ته په تفریحي او ټولنیزو ځایونو لکه پارکونو، ورزشي میدانونو او عامو حمامونو کې د ګډون اجازه نشته. هغوی د اوږدو سفرونو لپاره د نارینه محرم شتون ته اړ دي، او د ټولنیزو غونډو او مظاهرو مخنیوی کېږي.

د ښځو سپورټي ټیمونه هم له مینځه وړل شوي او تفریحي فعالیتونه یې په بشپړ ډول منعې اعلان کړل شوي دي.

څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې دا بندیزونه د افغان ښځو پر زده کړو، کار، او ټولنیز ژوند ژور منفي اغېز لري. نړیوالې ټولنې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو طالبان دا اقدامات د اسلامي شریعت اؤ د افغاني ټولنې د روایاتو برخه بولي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG