د ملګرو ملتونو ترڅنګ د نړيوالو ادارو د رپورټونو ترمخه پاکستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوبو کچه يې ورځ تربلې کمېږي۔
څېړونکي وايي په دې هيواد کي د اوبو د کمښت لوی علتونه د نړيوالې تودوخې په نتيجه کې د واورو او ګلېشرز په چټکتیا سره ويلي کېدل، د اوبو جمع کولو دپاره د ډيمونو کموالی او د اوبو بې دريغه استعمال دی۔
ملګرو ملتونو، نړيوال بنک او نړيوالې مالياتي ادارې آي ايم ايف پاکستان کې د ابو د کمي او په سيندونو کې د اوبو د کچې ټيټيدو په اړه په ورستيو کې پرله پسې خبرداری ورکړی دی۔
په دغو سيندونو کې د خېبر پښتونخوا په ځمکه تېرېدونکی د سوات او کابل سيندونه هم شامل دي چې د څېړونکو په وېنا د موسمي بدلون او د باراني اوبو جمع کولو د بندوبست د نشتوالي له امله يې د اوبو کچه مخ په ښکته روانه ده۔
پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو کارپوهه او څېړونکی پروفیسر ډاکتر حزب الله خان ډیوه سره خبرو کې وایي دلته نه خو د باراني اوبو د جمع کولو لپاره نه خو واړه ډیمونه شته اؤ نه هم د اوبه خور لپاره نهرونو ته اوبه ترلاسه کیږي.
د هغه په خبره" اوس په ژمي کي هم داسې باران وشي ته به وايي چې پشکال دی او هغه اوبه دومره تېزې وي چې د ( ځمکې) سر د پاسه تېرې شي او ريچارج ونه شي، دا اوبه مونږ ځکه نه شو رايسارولی چې واړه ډيمونه نشته او سمندر ته لاړې شي"
ډاکټر حزب الله وایي "که د پښتونخوا د سيندونو صورت حال دې وخت کې وګورو نو د کروندې دپاره اوبه نه وي او کوم نهرونه چې د اوبه خور دپاره راغلي نو هغې ته اوبه نه نه ترلاسه کیږي"
په کال 2021 کې د اوبو د وسايلو مرکزي وزارت د پاکستان سینیټ ته په يو رپورټ کې ويلي وؤ چې د خېبرپښتونخوا په پنځوؤ ضلعو کې په تيرو لسو کالو کې د اوبو کچه 25 فټه نه تر 75 فټه لاندې تللې ده۔
د ماحولياتو ماهرين وايي د اوبو خوندي کولو دپاره مهمه ده چې په نړيوالې تودوخې د قابو موندلو ترڅنګ د اوبو د بې درېغه استعمال مخنيوی وشي.
پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو د څانګې استاذ پروفېسر ډاکټر سردار خان ډیوه ته وایي د هېواد په کچه پکار ده چې ډيمونه جوړ شي او باراني اوبه جمع کړل شي.
هغه وایي "څومره ښارونه چې جوړېږي بغېر له منصوبه بندۍ جوړېږي نو چې څومره د کورونو سکیمونه جوړېږي هغه باید سمې منصوبې سره جوړې شي او چې کوم جوړ شوي ښارونه دي په هغې کې هم پکار دي چې د ځمکې د اوبو جمع کولو يا ريجارچ کولو دپاره اقدامات وکړو"
کاپوهان وايي پاکستان په نړيواله کچه هغه 17 هېوادونو کې په 7م نمبر دی کوم چې د اوبو د سخت کموالي سره مخ دي۔
د اقليمي بدلون يا کلائمېټ چينج پخوانۍ وزيرې شيري رحمان په دې وروستيو کې د يوې غونډې پر مهال ويلي وؤ چې سیند صوبه د انډس رېور اخري سر ته پرته ده او په صوبه کې د اوبو 60 فيصده کمی نېغ په نېغه اغېزه کوي۔
هغې ویلي وؤ د خېبر پښتونخوا او سيند صوبو په څېر د پاکستان بلوچستان سيمه هم د اوبو د کمي سره مخ ده۔
په خېبر پښتونخوا کې د ځکمې او اوبو د خونديتوب ادارې چارواکي وايي چې صوبايي او مرکزي حکومت د اوبو خوندي کولو دپاره د صوبې په کچه يو شمېر پروژې پېل کړي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د ځمکې او د اوبو د خونديتوب د ادارې مشر محمد یاسین وزیر وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي"دې کې د صوبايي او وفاقي حکومت د اوبو جمع کولو منصوبه په باراني علاقو کې د 14 اربه روپو پروژه ده، يو ورسره بل د باراني اوبو راجمع کولو پروجېکټ دی چې د ضم شويو ضلعو دپاره دی او ورسره نورې وړې منصوبې دي چې د صوبايي حکومت په پېسو جوړيږي"
د موسمياتو نړيوالې ادارې وړلد مېټرولوجيکل ارګنايزيشن پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې اوس مهال په نړيواله کچه 3.6 اربه خلک چې په کال کې لږ تر لږه یوه میاشت اوبو ته د لاسرسي د کمي سره مخ دي تمه ده چې تر 2050 کال پورې دغه شمېر 5 اربه ته لوړ شي۔
ملګري ملتونه اؤ نړیوالې ادارې وایي پاکستان کې د اوبو کچه ورځ تر بلې په ښکته روانه ده
پېښور (وي او ای ډیوه) —
Forum