د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د جمعې په ورځ وویل، واشنګټن په دې اونۍ کې خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو ډېرو ادارو او بشري او پرمختیایي ادارو ته په مرستو کې یې "سخت" کمی راوستی دی.
د ګوتېریش په وینا د نړۍ د ډېرو له زیان سره مخ خلکو لپاره به د دغو مرستو کمولی "ویجاړوونکی" اقدام وي او هغه د ټرمپ ادارې غوښتي دي چې په دې اړه پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.
ګوتېریس په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل، د فنډونو "له دې کموالي سره مخ کېدل به نړۍ لږ صحتمنده، لږ خوندي او لږ سوکاله کړي. د امریکې د بشري کردار او اثر کمول به په نړیواله کچه د امریکې د ګټو خلاف وي."
د ملګرو ملتونو مشر له امریکې او له نورو هغو هیوادونو چې په دې وروستیو کې یې د بشري او پرمختیایي مرستو کمولو اعلان کړی دی، وغوښتل چې دغو پروګرامونو ته دې بیا محتاطه کتنه وکړي او خپلې پرېکړې دې بیرته واخلي.
ښاغلي ګوتېریش زیاته کړه، چې "په دې حال کې د ملګرو ملتونو هره اداره چمتو ده چې د خپلو منصوبو لپاره ضروري معلومات او جواز وړاندې کړي او موږ په دې برخه کې له امریکې سره کار کولو ته سترګې په لار یو."
د ملګرو ملتونو مشر په دې اړه کره شمېر نه دی ورکړی چې ملګري ملتونه او د هغې ادارې به د هېوادونو د مرستو له کموالي سره څومره زیان وویني او د خبریالانو پوښتنو ته به هم جواب نه وايي.
خو امریکا ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو له پلوه تر ټولو لوی یواځینی ډونر یا بسپنه ورکوونکی ملک دی.
په 2024م کال کې امریکې ملګرو ملتونو ته 14 ارب ډالر ورکړل او دا په دې کال کې دغې ادارې ته د ټولو ورکړل شوو مرستو تر 40 فیصده زیاته برخه وه. جرمني دویم لوی مرسته کوونکی دی چې 2.7 ارب ډالر یا د نړۍ د مرستو شاوخوا اته فیصده برخه یې چمتو کړې وه.
د ټرمپ انتظامیې د خپل حکومت د کارکردګۍ د ادارې «ډاج» له لارې د حکومتي لګښتونو د زیات کمولو لپاره د خپلې هڅې د یوې برخې په توګه په بهرنیو مرستو کې 60 ارب ډالر کم کړي دي.
په دې کې د امریکې د نړیوالې پرمختیا د ادارې (یوسېډ) بندول او د امریکې د لسیزو بهرنۍ پالیسۍ بیرته بدلول شامل دي چې د بشري مرستو نرم قوت ته د امریکې د ملي ګټو په نظر ګوري.
د ټرمپ د حکومت دې کار ګڼ شمېر هغه نړیوالې مرستندویه ادارې بندې کړې چې هڅه یې کوله خپلو پروګرامونو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر وویل د دغو پروګرامونو په تر سره کېدونکو ځایونو کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم د امکان تر حده د ژوند ژغورنې د کارونو د دوام لپاره بیړني ګامونه پورته کوي. ښاغلي ګوتېریش وویل:
"په افغانستان کې به تر نهو ميليونو ډېر خلک د روغتيا او ژغورنې له خدمتونو بې برخې شي چې ورسره به په سلګونو ګرځنده روغتيايي ټيمونه او نور خدمات هم وځنډول شي."
هغه وویل په جنوبي سوډان کې د هغو خلکو د ملاتړ لپاره د پروګرامونو بوديجه ختمه شوې ده چې په ګاونډي سوډان کې له جګړې تښتېدلي دي او په اوکراین کې هم په مهمو سيمو کې د نغدو پيسو بشري مرستې ځنډول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک د ځینو هغو ادارو فهرست خپور کړ چې د بندولو لیکونه یې ترلاسه کړي دي، په هغوی کې د خوړو او کرنې اداره (ایف اې او)، د مهاجرت نړیوال دفتر(ای او ایم) او د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد دفتر (یو این او ډي سي) شاملې دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، تر اوسه پورې د شاوخوا 15 ارب ډالرو په ارزښت بهرنیو مرستو پورې اړوند تر 9,100 زیاتو مرستو ته بیاکتنه شوې او د تقریباً 4.4 ارب ډالرو په ارزښت تر 4,100 زیاتې مرستې د ختمېدو لپاره په ګوته شوې دي.
Forum