ملګرو ملتونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي یو رپورټ کې وویل د نړۍ په څلورمه برخه ملکونو کې د موسمي بدلون او د جمهوریت د زوال په شمول د یو شمېر نورو عواملو په نتیجه کې د ښځو حقونه کمزوري شوي دي.
رپورټ وايي په صنفي مساوات کې زوال د جمهوري ادارو د کمزورۍ سره تړلی دی او د حقونو ضد فعالان د ښځو د حقونو په مسلو د اوږدې مودې راهسې مفاهمت کمزوری کوي.
د رپورټ ترمخه د صنفي مساواتو کمزوري کېدل د ښځو د حقونو دپاره د بيجېنګ پلېټ فارم فار اېکشن په عنوان سفارشتات په عملي کېدو کې مشکلات راولاړوي. دا وړاندېزونه د چین په سرښار بيجېنګ کې په کال ۱۹۹۵ کې د ښځو د حقونو په اړه نړیوال کانفرنس وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو رپورټ وايي د بيجېنګ کانفرنس نه ۳۰ کاله وروسته د بيجېنګ لوظونه د عملي کولو په لړ کې د مختلفو ملکونو پرمختګ ښه او خراب دواړه سره ګډوډ دی.
د ۱۹۹۵ راهسې د دنیا د مختلفو ملکونو په پارلېمنټونو کې د ښځو نمایندګي دوچنده زیاته شوې ده خو په پارلېمنټونو کې اوس هم په څلورو کې دریمه برخه غړي سړي دي.
د کال ۲۰۱۰ او د ۲۰۲۳ ترمنځ موده کې د ښځو دپاره سماجي تحفظ زیات شوی خو دوه بېلین ښځې اوس هم د دنیا په داسې سیمو کې اوسېږي چې په ټولنه کې يې حقونه محفوظ نه دي.
په کار روزګار کې د ښځو او د سړو د شمېرو ترمنځ خلیج د لسیزو راهسې په ځای ولاړ دی. د ۲۵ نه واخلې تر ۵۴ کلونو پورې ۶۳ فیصد ښځې کار روزګار لري. د دې په مقابل کې د دغه عمرونو ۹۲ فیصد سړي په کار روزګار دي.
د ملګرو ملتونو په رپورټ کې کوېډ ۱۹، جنګونه، موسمي بدلون او د مصنوعي ذهانت په شان نوي ټېکنالوجۍ د صنفي مساوات دپاره ممکنه خطرات بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې یواېن ويمن په رپورټ کې درج شمېر ښيي په تېرو لسو کلونو کې په ښځو د جنګونو سره تړلی جنسي تشدد ۵۰ فیصد زیات شوی دی او د تشدد ښکار خلکو کې ۹۵ فیصد ماشومان او پېغلې شاملې وي.
په ۲۰۲۳ کې په نړیواله کچه ۶۱۲ مېلین ښځې د مسلح شخړې سره نه د ۵۰ کلومېټره فاصلې دننه اوسېدلې چې د کال ۲۰۱۰ په مقابل کې ۵۴ فیصد اضافه ده.
د یورپ او د مرکزي اېشیا په ۱۲ ملکونو کې لږ تر لږه ۵۳ فیصد ښځې په یو او یا په بل شکل کې په انټرنېټ د تشدد سره مخامخ شوي دي.
Forum