امریکې خواو شا درې نیم کاله د مخه د کابل په هوایي ډکر شوي ځانمرګي برید کې د لاس لرونکي تن نیونه کې په همکارۍ کولو د پاکستان مننه کړې ده.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاندې ټیمي بروس د زیارت په ورځ د اوونیز بریفنګ په مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي د داعش خراسان یو غړی او منصوبه جوړونکی نیول شوی چې د 13ؤ امریکایي پوځيانو اؤ د 160 څخه د زیاتو افغانانو د وژنې ذمه وار دی.
ویاندې وویل د کابل هوایي ډګر په ایبي دروازه شوي ځانمرګي برید کې د ککړ مرکزي ملزم شریف الله په نیونه کې د پاکستان په مرستې منندویه یو ځکه چې پاکستان د انصاف محکمې ته ددغه مرکزي ملزم په راکش کولو کې امریکا سره کومک کړی دی.
دهغې وینا وه چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان اؤ امریکې ګټې شریکې دي.
د بهرنیو چارو د محکمې ویاندې وویل که چرې خبریالان د ملزم شریف الله د دوسیې په اړوند نور معلومات ترلاسه کول غواړي نو هغوي کولی شي د انصاف محکمې سره اړیکه ونیسي.
د نوموړې وینا وه چې د شریف الله نومې ملزم ګرفتارۍ ښودلې ده چې د ترهګرۍ مخنیوي کې د امریکې اؤ پاکستان خپلو کې مرسته زیاته مهمه ده.
د خارجه محکمې د ویاندې له دې څرګندونو وړاندې اوړمه ورځ د امریکې د ملي امنیت سلا کار هم د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ خارجه وزیر اسحاق ډار سره ټيلي فوني تماس نیولی ؤ اؤ د ملزم شریف الله په نیونه کې د پاکستان په همکارۍ کولو یې ورته د صدر ټرمپ د مننې پېغام رسولی ؤ.
صدر ټرمپ د نهې په شپه د کانګریس ګډې غونډې ته د وینا په مهال د کابل هوایي ډګر په ځانمرګي برید کې د ککړ ترهګر شریف الله د نیول کېدو اعلان کړی ؤ اؤ د هغه نیونه کې د پاکستان په همکارۍ کولو د اسلام اباد مننه کړې وه.
د امریکې د انصاف محکمې له مخې شریف الله د افغانستان اؤ پاکستان لپاره د داعش د تنظیمي مشرانو څخه یو دی چې په دوهم مارچ 2025م یې د پلټنو په مهال د ایبي دروازې په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو اعتراف کړی دی.
هغه چارواکو ته ویلي چې تر ایبي دروازې د ځانمرګي تن په رسولو کې یې مرسته کړې اؤ په ځانګړې توګه د امریکایانو اؤ طالبانو د پوستو څخه یې د هغه په ویستلو کې کومک کړی ؤ.
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اؤ په کابل د طالبانو له قبضې وروسته زرګونه افغان وګړي د ملک نه د وتلو په خاطر کابل هوایي ډګر ته ورټولېدل چې په دغه مهال په 26م اګست کال 2021م د کابل هوایي ډګر په ایبي دروازه کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ.
په دغه برید کې چې ذمه واري یې داعش خراسان منلې وه، 13 امریکایي پوځيان اؤ نزدې 160 افغانان وژل شوي وؤ.
Forum