لاس رسیدونکی لینک

 
امریکې پاتې کډوال هم له ګوانتانامو ایستلي او خپلو هېوادونو ته د شړل کېدو انتظار کوي
تازه خبر

امریکې پاتې کډوال هم له ګوانتانامو ایستلي او خپلو هېوادونو ته د شړل کېدو انتظار کوي


د ګوانتانامو بې په سمندري اډه کې د نیول شوو کډوالو لپاره نوې جوړ شوې خېمې.
د ګوانتانامو بې په سمندري اډه کې د نیول شوو کډوالو لپاره نوې جوړ شوې خېمې.

امریکې د کیوبا په ګوانتانامو بې کې په خپله سمندري اډه کې ساتلي هغه وروستي کډوال هم ایستلي دي او بیرته یې د امریکې خاورې یا مېن لېنډ ته لیږلي دي ځکه چې هلته به خپلو هېوادونو ته د شړلو لپاره انتظار کوي.

د امریکې د دفاع وزارت دوو چارواکو د چارشنبې- شورو په ورځ وي او اې ته وویل، د اډې د بندیانو په مرکز کې د 23 "زیاتو خطرناکو غیرقانوني بهرنیانو" په ګډون 40 بندیان د سې شنبې- نهې په ورځ لوزیانا ایالت ته په الوتکه کې وړل شوي دي.

چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل، دغه بندیان د امریکې د کډوالۍ او کسټمز د نافذولو ادارې (ای سي اي) د چارواکو په لارښوونه په غیرپوځي الوتکه کې وړل شوي دي.

خو تر اوسه د کډوالۍ او کسټمرز ادارې او د هغې بنیادي ادارې هوم لېنډ سیکیورټي یا د کورني امنیت (ډي ایچ ایس) دواړو په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی.

ایمیګرېشن اینډ انفورسمنټ او هوم لېنډ سیکیورټي ادارو دواړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ له امریکې د غیرقانوني کډوالو د شړلو د چارو مشري کوي، خو د نیول شویو کسانو د پېژندنې، د هغوی د اصلي ملکونو یا پر هغوی د لګېدلو جرمونو په اړه پوښتنو ته له جواب ویلو بیا بیا ډډه کوي.

د امریکې د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم په ټولنیزو رسنیو وویل، ګوانتانامو ته لېږل شوي ډېر "انتهایي خطرناک غیرقانوني بهرنيان" د "ټرین ډی اراګوا" په نوم د یوې ډلې غړي وو، چې وایي‌ د وینزویلا د سټریټ ګېنګ یا په کوڅو کې د جرمونو تر سره کوونکي دي.

مېرمن نووم وایي دغو کسانو یا هم د بند په وخت د وژنې، د وژنې هڅې، بریدونو، د وسلو د قاچاک او د نشه یي توکو د جرمونو اعتراف کړی او یا هم په دغو جرمونو تورن شوي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېرې میاشتې په وروستیو کې یو نوی صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې په بنیاد به یې په ګوانتانامو بې کې له امریکې د شړل شویو کډوالو د اوسېدو لپاره یو لوی کېمپ چمتو کېږي.

د دې حکم په بنیاد د امریکې د دفاع وزارت او د هوم لېنډ یا کورني امنیت وزارت ته لارښوونه شوې ده چې په ګوانتانامو بې کې د 30,000 کډوالو لپاره یو مرکز په بیړني ډول چمتو کړي.

صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 29مه په امریکا کې د مېشتو غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره د "لاکین رایلي قانون" په نوم صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې هغه ناقانونه کډوال بندیان کېږي چې په امریکا کې په جرمونو تورن شوي وي.

دا قانون د 22 کلنې لاکین رایلي په نوم دی چې د امریکې په جورجیا ایالت کې د نرسنګ زده کوونکې وه او د 2024م په فرورۍ کې د وینزویلا شهري جوز انتونیو ابارا و وژله. جوز ایبارا په غیرقانوني توګه په امریکا کې ژوند کاوه.

د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم په جنورۍ کې ویلي وو، د ګوانتانامو بې تازه اډه به د "تر ټولو بدو کسانو" د ساتلو لپاره وکارول شي.

د دفاع وزیر پیټ هیګسیت او د جنوري په وروستیو کې ګوانتانامو بې حراستي مرکز د هغو مجرمینو د ساتلو لپاره "غوره ځای" بللی وو چې له امریکې د ایستلو لپاره نیول کیږي.

لومړني بندیان د فروري په میاشت کې د امریکې په پوځي کارګو جیټ الوتکو کې ګوانتانامو بې ته رسېدل پیل شول، چې ځینې یې خپلو ملکونو ته تر شړلو مخکې څو ورځو یا اونۍ هملته پاتې شول.

د امریکې د کډوالۍ او کسټمرز ادارې تېره میاشت په یو وخت کې له ګوانتانامو بې څخه د مرکزي امریکې هنډوراس ملک ته 177 بندیان وشړل چې د نورو بندیانو تر راوړل کېدو مخکې باید له هغه ځایه وینزویلا ته ولېږدول شي.

د کډوالۍ د حقونو ځیو ډلو چې پکې د امریکې د مدني آزادیو اتحاد هم شامل دی، د کډوالو لپاره د ګوانتانامو بې د کارولو په اړه د امریکې د حکومت خلاف ګڼ شمېر دعوې په عدالتونو کې درج کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG