امریکې ویلي یوکرېن سره يې د استخباراتي معلوماتو شریکول ختم کړي دي.
د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای ډرېکټر یا مشر جان رېټکلېف د شورو، چهارشنبې، په ورځو وویل امریکې یوکرېن سره د استخباراتي معلوماتو شریکول قطع کړې دي خو ويل کېږي چې دا ګام به لنډ مهاله وي ځکه چې د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي په وایټ هاوس کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره د تودو ترخو خبرو تبادله د پښېمانۍ وړ بللې او ویلي يې دي چې روس سره د امن مذاکراتو ته تیار دی.
رېټکلېف فاکس بېزنېس نېټ ورک ته وویل په پوځي او استخباراتي کچه ځنډ به لرې کړی شي. هغه وویل د حارجیت په ضد به یوکرېن سره اوږه په اوږه کار کوي او پکار ده چې امن دپاره مذاکرات پرمختګ وکړي.
په کال ۲۰۲۲ کې د جنګ د شروع کېدو راهسې امریکا یوکرېن ته په لویه کچه استخباراتي معلومات ورکوي. د یوکرېن پوځ روسي ځواکونه په هدف کولو دپاره د امریکې حساسو معلومات ته ضرورت لري.
د قومي سلامتیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ مشیر مایک والټز د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکا یو ګام وروسته شوې او حکومت یوکرېن سره د استخباراتي معلوماتو په برخه کې د تعلق د ټولو اړخونو بیا کتنه کوي.
په عین حال کې والټز سي بي اېس نیوز ته وویل د یوکرېن جنګ ختمولو دپاره مذاکرات د شروع کولو او کیف سره د معدنیانو معاهده دستخط کولو دپاره امریکا چټک ګامونه اخلي.
والټز وویل د خپل یوکرېني هم منصب سره يې مجوزه مذاکراتو د وختونو، ځایونو او د وفدونو په اړه په ټېلې فون خبرې کړي دي.
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې وویل زېلېنسکي هغه ته یو خط کې د رضامندۍ اظهار کړی چې جنګ د ختمولو دپاره روس سره خبرې شروع کولو ته تیار دی.
ټرمپ د پوښتنې په انداز کې وویل "دا به ښکلې خبره نه وي؟ "چې مذاکرات شروع شي.
هغه وویل وخت راغلی چې دا "لېونتوب" ودرېږي، وژنې ودرېږي، دا بې معنا جنګ ختم شي. "که چېرې تاسو جنګونه ختمول غواړئ نو دواړو خواو سره به خبرې کوئ."
د ټرمپ د خبرو نه مخکې زېلېنسکي په سوشل میډیا ویلي وو چې یوکرېن زر تر زره مذاکرات شروع کولو او د امن معاهدهې ته د رسېدلو دپاره د ټرمپ د مضبوطې مشرۍ دلاندې کار کولو ته تیار ده.
زېلېنسکي دا هم وویل تیار ده چې د یوکرېن نایابه معدنیاتو ته د امریکې د لاس رسي دپاره واشنګټن سره معاهده وکړی.
ټرمپ او زېلېنسکي به د معدنیانو مجوزه معاهده د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې دستخط کوله خو ملاقات يې په تاوتریخوالي د مطبوعاتو مخې ته په تودو خبرو ختم شو.
Forum