د امریکې د دفاع وزیر پیټ هیګست وایي د امریکې په اطلاع د پاکستان پوځ د کابل هوایي ډګر چاودنه کې د ککړ ترهګر شریف الله په نیونه کې مرسته کړې ده چې وایي "په دې مونږ د پاکستان مننه کوو".
د دفاع وزیر پخپل یو بیان کې ویلي چې د باییډن انتظامیې د نااهلۍ له امله طالبانو ته د اربونو ډالرو وسله په لاس ورغلې ده.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې وویل په کال ۲۰۲۱ کې په کابل کې په امریکايي ځواکونو د داعش د ځانمرګي حملې ذمه وار تن په پاکستان کې نیول شوی دی. ټرمپ د ګرفتار تن نوم څرګند نه کړو.
وروستو د امریکې د انصاف وزارت وویل د پاکستاني ځواکونو په مټ د بلوچستان څخه نیول شوي ترهګر شریف الله خپل جرم منلی اؤ د کابل په هوایي ډکر برید کې د ککړو څلورو ملزمانو څخه یې د دوؤ پېژندنه کړې ده.
د انصاف د وزارت له مخې، په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې نیول شوي وسله وال محمد شریف الله منلي چې د روس سرښار ماسکو کې په حمله کې ککړو ځینو وسله والو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و.
د امریکې ددفاع وزیر پیټ هیګسټ ویلي چې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وخت کابل کې چاودنه شوې وه خو ددغه پېښې په سر هیڅ یو پوځي چارواکی نه ؤ ګوښه کړی شوی، خو ټرمپ د امریکایانو وژنه کله هم نه شي هیرولی.
ددفاع د وزیر په بیان کې ویلي شوي چې د کابل له چاودنې وروسته د باییډن انتظامیې هیڅ نه وؤ کړي اؤ بېغمه ناسته وه خو ډانلډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې موږ به دغه قاتلان لټوؤ.
د نوموړي په وینا، پرمپ ژمنه کړې وه چې د امریکایي پوځيان قاتل به د انصاف محکمې ته ورکش کوي اؤ په افغانستان کې چې څه شوي وؤ د ترمپ انتظامیې د هغې د پلټنو پرېکړه کړې ده.
ددفاع د وزیر له مخې، د امریکې سینټ کام د پاکستان سره معلومات شریک کړي وؤ اؤ "زمونږ په اطلاع پاکستاني ځواکونو دغه ترهګر ونیولو".
نوموړي ویلي چې پاکستان ورسره کومک وکړو اؤ ددې ترهګر نیونه کې په مرسته د پاکستان مننه کوي.
تر دې یوه ورځ وړاندې صدر ټرمپ هم د کانګریس ګډې غونډې ته خپله وینا کې ددغه ترهګر د نیولو کېدو د خبر ورکولو په مهال د پاکستان د همکارۍ مننه کړې وه.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د انصاف وزارت په یو بیان کې وویل د داعش دغه وسله وال محمد شریف الله دی چې د جعفر په نامه هم یادېږي.
د کابل د هوايي مېدان د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي او ۱۵۰ نور کسان زخمیان شوي وو.
دغه حمله د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وخت، د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه شوې او داعش يې ذمه واري منلې.
د امریکې د انصاف وزارت د بیان ترمخه، امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي سره د مارچ د میاشت په دویمه نېټه مرکه کې شریف الله ومنله چې د داعش په نمایندګۍ په ګڼ شمېر نورو خونړیو حملو کې يې هم شریک شوی دی.
د کال ۲۰۱۶ د جون په شلمه نېټه ځانمرګي حمله کوونکې په کابل کې د کېنېډې د سفارتخانې سره نږدې حمله کې د سفارتخانې د ۱۰ نه زیات محافظان او ځینې ملکي کسان ووژل. داعش خراسان د حملې ذمه واري ومنله.
د شریف الله خلاف درج شوي مقدمه کې ويل شوي چې شریف الله د حملې نه مخکې د سفارتخانې د شا او خوا سیمې څارنه کړې وه او بیا يې خودکش بمبار دغه ځای ته رسوولی و.
د کال ۲۰۲۴ د مارچ په ۲۲ نېټه د داعش خراسان د وسله والو یوې ډلې د روس سرښار ماسکو کې په کراکس سټي هال نومې تالار حمله وکړه چې ۱۳۰ کسان په کې ووژل شوو. د حملې په لړ کې روسي چارواکو څلور کسان ونیول.
د امریکې د انصاف وزارت د بیان ترمخه، د اېف بي ايي سره مرکه کې شریف الله اعتراف وکړو چې د کراکس هال ځینې حمله کوونکو ته يې د کلاشنکوف د استعمالولو چل ښودلی و او د ګرفتار شویو کسانو څخه يې دوه هغه کسان پېژندل چې د کلاشنکوف چل يې ورته ښودلی و.
څېړونکي او خبریال فخرکاکاخېل د وي او ای ډیوه خبریال افتخار حسین سره مرکه کې وویل شریف الله د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د هغه ډلې ترڅنګ ونیول شو چې په ماسکو او د ایران په کرمان ښار کې حملو سره يې تړون لرلو.
د کاکاخېل په قول شریف الله په کال ۲۰۱۹ کې د افغانستان د پخواني حکومت استخباراتي ادارې نیولی و خو په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د کابل زندان د ماتېدو په نتیجه کې ازاد شو.
کاکاخېل وویل شریف الله په ماسکو کې د داعش د حملې ترڅنګ د ایران په کرمان ښار کې د ډلې په حمله کې ککړ و. د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې په کرمان کې په یو جلوس دوو بمي چاودنو کې د ۹۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
د امریکې د انصاف وزارت په بیان کې د کرمان د حملې سره د شریف الله د تعلق ذکر نه دی کړی.
Forum