د منځني ختیځ لپاره د امریکایي صدر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، اسټیف ویتکوف، د زیارت په ورځ، ویلي چې دی سعودي عرب ته ځي، څو د اوربند په اړه خبرې وکړي او د اوکراین له استازو سره وویني.
نوموړي وویل: "مونږ دا وخت په مذاکراتو بوخت یو، چې له اوکراینیانو سره په ریاض یا جده کې یو ملاقات برابر کړو... هدف دا دی چې د سولې د یو تړون او ابتدايي اوربند لپاره یو چوکاټ جوړ شي"
ویتکوف زیاته کړه چې صدر ټرمپ باور لري د اوکراین صدر، په سپینه ماڼۍ کې د لفظي شخړې نه وروسته د اصلاحاتو لاره خپله کړې ده.
"ټرمپ دا احساس لري چې د زیلینسکي لیک یو مثبت ګام و، پکې معافي غوښتل شوې وه، پکې دا درک و چې امریکا د اوکراین لپاره ډېر څه کړي دي، او پکې د مننې احساس هم و"
صدر ټرمپ د اوکراین لپاره مالي مرستې بندې کړې دي او په روس او اوکراین یې فشار راوړی، چې د سولې مذاکرات وکړي.
تېره ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آي اې) مشر جان رټکلیف ویلي وؤ چې واشنګټن دا وخت له کیف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول ودرولي دي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د اوکراین صدر زیلینسکي، له صدر ټرمپ سره د خپلې لیدنې یادونه وکړه، ویې ویل چې دا لیدنه "د افسوس وړ" وه، او دا چې دی له روس سره د سولې خبرو ته تیار دی. رټکلیف وویل چې دا پرېکړه شاید ډېر وخت و نه نیسي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې، کله چې په اوکراین کې جګړه شروع شوه، امریکا له کیف سره مهم استخباراتي معلومات شریکول، چې پکې هغه نظامي معلومات هم شامل وو، چې د اوکراین پوځ ته د روس پرضد د عملیاتو لپاره مهم وو.
د صدر ټرمپ د ملي امنیت مشاور، مایک والټرز، هم ویلي، چې امریکا "یو ګام شاته شوی" او حکومت د اوکراین سره د خپلو استخباراتي اړیکو "ټول اړخونه ارزوي."
والټرز سي بي ایس نیوز ته ویلي، چې واشنګټن د سولې مذاکراتو ته لار هواروي او هڅه کوي، چې د معدني موادو د حقوقو په اړه یو تړون لاسلیک شي.
د اوکراین صدر زیلینسکي ویلي: "زه تیار یم، چې یو داسې تړون لاسلیک کړم، چې امریکا ته د اوکراین د نادرو معدنونو د اوږد مهاله کارولو حق ورکړي. دا هغه معدني مواد دي، چې امریکا ته د ټیکنالوژۍ په صنعت کې ډېر مهم دي"
خو د سولې تړون ته رسېدل اسانه نه دي. اوکراین له ډېر وخت راهیسې، حتی د ۲۰۱۴ کال نه وړاندې، کله چې روس کریمیا ونیوله، غوښتنه کوي چې د دې هېواد نړیوالې منل شوې پولې دې بېرته وټاکل شي.
اوس هم، روس د اوکراین د خاورې تقریباً پنځمه برخه کنټرولوي، چې پکې د اوکراین د ختیځ زیاتره سیمې شاملې دي. مسکو وايي، دا سیمې به په هېڅ صورت کیف ته بېرته ور نه کړي.
په همدې حال کې، د اوکراین صدر زیلینسکي بروکسل ته تللی، چې هلته د اروپايي مشرانو سره په بیړني مذاکراتو کې ګډون وکړي. اروپايي هېوادونو یو ځل بیا ژمنه کړې، چې له اوکراین سره به خپلې همکارۍ جاري ساتي.
د پولینډ وزیراعظم، ډونالډ تسک، چې دا وخت د اروپايي اتحادیې مشري کوي، ویلي، چې اروپايي هېوادونه به ځانونه د روس نه ډېر زر مسلح کړي او خپل پوځي چمتووالی به نور هم زیات کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې، اورسلا فون دیرلاین، د دفاعي بجټ د قوانینو د نرمولو یو وړاندیز کړی، تر څو هېوادونه وکولی شي، چې د خپل دفاعي سکتور لپاره نورې بودیجې ځانګړې کړي.
زیلینسکي ویلي: "شکر دی، مونږ یوازې نه یو، او دا ژمنې یوازې خبرې نه دي، مونږ یې عملي احساس کوو. دا ډېره مهمه ده."
د فرانس صدر، د دې غونډې نه وړاندې، ویلي: "د اروپايي اتحادیې غړي باید د وړاندې تګ لپاره مهم او پرېکنده ګامونه واخلي"
Forum