امریکې هغه تن پاکستان ته سپارلی دی چې د یوي بااثره سیاسي کورنۍ غړی دی او په دریو نرښځیانو د جنسي تېري او د هغوي په وژنه کې په پاکستان کې مطلوب و.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د مهاجرت په اړه امریکايي ادارې تېره هفته په یو بیان کې وویل چې پاکستان ته مطلوب احمد بلال چیمه د جولای په دولسمه نېټه په یو پرواز کې پاکستان ته ولېږل شو او بیا پاکستاني مامورینو ته وسپارل شو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستان د امریکايي ادارې د بیان په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پولیس ترمخه ۴۲ کلن چیمه د دوو نورو ملګرو ترڅنګ په ۲۰۰۸ کې د پنجاب په صنعتي ښار سیالکوټ کې په مبینه توګه درې نرښځیان ووژل او بیا امریکې ته فرار شو.
امريکې نه د خارجیانو د ملک بدر کولو په اړه د امریکې د اېميګرېشن ادارې څانګې ايي ار او وویل چیمه پاکستان ته په قتل کې مطلوب دی او پاکستاني قانون نافذ کونکې ادارې وايي هغه د دوو نورو کسانو سره د کال ۲۰۰۸ د نومبر د پېنځمې نېټې خوا او شا ورځو کې په مبینه توګه درې کسان وژلي دي.
امریکايي ادارې ویلي چيمه د کال ۲۰۰۹ د جنورۍ په ۲۴ نېټه په قانوني توګه امریکې ته رارسېدلی و خو څو هفتې وروسته د شرابو په نشه کې د موټر چلولو په لړ کې پولیس ګرفتار کړو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه چیمه په سیاسي توګه د بااثر سیاسي کورنۍ غړی دی او د هغه پلار اجمل چیمه د پنجاب د صنعتونو وزیر وو.
د کال ۲۰۰۹ د ډسمبر په میاشت کې د نیویارک یو عدالت احمد بلال چیمه په نشه کې موټر چلولو په الزام جرمانه کړو او د دریو میاشتو دپاره یې د هغه ډرایور لایسنس وځنډولو.
ايي ار او وویل د ادارې نیویارک دفتر ته د کال ۲۰۲۱ د می په میاشت کې اطلاع ورکړی شوه چې چیمه په دریو قتلونو کې پاکستان ته مطلوب دی. د ويزې د مېعاد نه په امریکا کې د زیات وخت تېرولو په الزام هغه ونیول شو او بیا د یو عدالت جج امر وکړو چې چیمه دې پاکستان ته ولېږل شي.
د ايي ار او د مقامي دفتر موقتي مشر وېلیم جواېس وویل د ادارې افسرانو ستاینه پکار ده چې زر یې یو داسې تن ونیولو چې خپل ملک کې د قتل په لړ کې مطلوب و خو د امريکې قانون نافذ کوونکو ته د دغې خبرې علم نه و.
د پاکستان د پولیس لوړ رتبه چارواکو د ۲۰۰۹ په شروع کې دا خبره رپورټ کړې وه چې د پولیس تحقیق کوونکو د جرم د ځای نه د چیمه موبایل فون ترلاسه کړی و او د موبایل په ډېټا کې وډیو ښيي چې هغه په مبینه توګه په نرښځانو جنسي تېری کوي او بیا يې وژني.
د قتلونو وروسته د پاکستان ډان ورځپاڼې د سیالکوټ پولیس د یو لوړرتبه چارواکي له قوله په خپل رپورټ کې ویلي وو چې په حمله کې یو نرښځی زخمي شوی و او د صحت یابۍ وروسته یې د مشکوک حمله کوونکو په ضد بیان ورکړی و.
د انساني حقونو تنظیمونه او د نرښځانو د تحفظ دپاره کارکونکي وايي په پاکستان کې د دنرښځانو خلاف تشدد زیات شوی او په اکثرو موقعو په نرښځانو په حملو کې ککړ کسان د قانون د منګلو نه بچ پاتې کېږي.