لاس رسیدونکی لینک

 
جج وایټ هاوس ته د ای پي خبري ادارې په لاس رسي د صدرټرمپ پابندي په ځای ساتلې
تازه خبر

جج وایټ هاوس ته د ای پي خبري ادارې په لاس رسي د صدرټرمپ پابندي په ځای ساتلې


ټرمپ د هغه نقشې ترڅنګ ناست دی چې د خلیج مېکسیکو نوم په کې خلیج امریکا ته بدل کړی شوی دی
ټرمپ د هغه نقشې ترڅنګ ناست دی چې د خلیج مېکسیکو نوم په کې خلیج امریکا ته بدل کړی شوی دی

یو وفاقي جج د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې، ای پي، دا غوښتنه رد کړه چې صدر ډانلډ ټرمپ دې وایټ هاوس او د صدر نورو مصروفیاتو ته د ادارې په لاس رسي بنديز ختم کړي.

وایټ هاوس په ای پي پس له دې پابندي لګولې چې اداره خلیج مېکسیکو د خلیج امریکا په نوم نه یادوي. ټرمپ د خلیج مېکسیکو نوم خلیج امریکا ته بدل کړی دی.

یو اېس دسټرېکټ جج ټرېور مېک فېډن چې تقرري يې ټرمپ کړې، د ګل، دوشنبې، په ورځ د ای پي دا درخواست رد کړو چې عدالت دې په عارضي ډول د صدر اوول افس نومې دفتر، د هغه سرکاري هوايي جهاز ایرفورس ون او د وایټ هاوس نورو تقریباتو ته لاس رسی بحال کړي.

مېک فېدن وویل د صدر د استعمال د لاندې شخصي ځایونو ته په لاس رسي بندیز د هغو مخکنیو مثالونو نه فرق لري چې چارواکو په کې د صحافیانو په لاس رسي پابندۍ لګولي وې.

په مقدمه کې د اوږد مهاله امر دپاره جج نور وخت وټاکلو. مېک فېډن وویل داسې ښکاري د ادارې د خبرونو په بنیاد وایټ هاوس د ای پي په ضد د تعصب نه کار اخیستی دی او دا یو څه لانجمنه خبره محسوسېږي.

د جج د فېصلې وروسته وایټ هاوس په یو بیان کې وویل په اوول افس او په ایرفورس ون هوايي جهاز کې د صدر نه پوښتنې کول د خبریالانو څه قانوني حق نه بلکې یو امتیاز دی چې صحافیانو ته ورکول کېږي.

د ای پي یو ترجمان (نې) وویل اداره به د مطبوعاتو او د ولس د دې حق دپاره ودرېږي چې د حکومت د انتقام د ویرې بغېر په ازادۍ وېنا وکړی شي.

ای پي د جمعې ورځ د ټرمپ د دریو مرستیالانو خلاف مقدمه شروع کړه چې خبریالان يې د ځینو ځایونو نه منع کړی شوي دي. د ادارې دریځ دی چې دغه ګام د امریکې د ایین د وړمبۍ مادي خلاف ورزي ده چې د رای د ازادۍ ضمانت ورکوي. اداره وايي حکومتي ګام ای پي مجبوروي چې خبرونو کې د سرکاري زبان استعمال کړی شي او دا د بیان ازادي د کمولو په څېر ګام دی.

د مقدمې په اورونه کې د ای پي وکیل چارلز ټوبېن وویل ایین صدر او یا د حکومت بل چارواکي منع کوي چې صحافیان دې نه مجبوروي چې خبرونو کې سرکاري ژبه استعمال کړي.

د ټرمپ د حکومت د وکیلانو دریځ دی چې د مطبوعاتو صدر ته په خصوصي لاس رسي په لړ کې ای پي څه اییني حق نه لري.

د انصاف وزارت وکیل براین هوډک وویل ای پي په ایین توګه صدر ته د لاس رسي دایمي حق نه لري.

د ای پي په مقدمه کې د وایټ هاوس درې چارواکي نومول شوي دي چې په کې چیف اف سټاف یا د عملې مشره سوزن وایلز، ډپټي چیف اف سټاف ټېلربډ وېک او د وایټ هاوس پرېس سېکرېټري کېرولاین لوېټ شامل دي. لوېټ تېره هفته وویل ځان په حقه ګڼي. په مقدمه کې نامزد شویو دوو نورو چارواکو په دې اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.

ټرمپ تېره میاشت یو صدارتي حکم دستخط کړی چې په کې د امریکې داخله وزارت ته امر شوی چې د خلیج مېکسیکو نوم دې خلیج امریکا ته بدل کړي.

د جنورۍ په میاشت کې ای پي وویل په خپلو خبرونو کې به د سیمې د زوړ نوم استعمال جاري ساتي خو دا ذکر به هم کوي چې ټرمپ يې نوم بدل کړی دی.

د دې په جواب کې وایټ هاوس د ای پي په خبریالانو پابندي ولګوله چې ترمخه يې د ای پي صحافیان ترمپ او د وایټ هاوس چارواکي په ژوندۍ بڼه نه لیدلی او نه يې هم اورېدلی شي.

د وایټ هاوس د خبریالانو اتحاديي وایټ هاوس کورېسپاډېنټس اېسوسي اېشن په یو قانوني بیان کې د ای پي حمایت وکړو او د وایټ هاوس ګام يې د ولس د مفاد په ضد وبللو. روېټرز خبري ادارې د ای پي په حق کې بیان جاري کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG