لاس رسیدونکی لینک

 
امریکایي قانون سازانو د عمران خان خوشي کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لیک استولی
تازه خبر

امریکایي قانون سازانو د عمران خان خوشي کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لیک استولی


د امریکایي کانګرس غړو جو ولسن اؤ اګست پلګر د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یو لیک استولی اؤ په هغه یې ټینګار کړی چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د باني عمران خان د خلاصولو لپاره د پاکستان سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم جو ولسن د تېرو څو اونیو په مهال په ایکس رسنۍ خپلو پوسټونو کې څو کرته د عمران خان د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.

عمران خان د اګست ۲۰۲۳م راهسې په ګڼو مقدمو کې ګرفتار اؤ په اډیاله زندان کې پروت دی چې جو ولس یې نیونه 'سیاسي' بولي.

جو ولسن د استازو د ایوان د بهرنۍ پالیسۍ او وسله‌والو خدماتو د کمېټیو مهم غړی دی او د ریپبلکن د پالیسۍ د کمېټې مشري هم ور پغاړه ده. هغه د صدر ډونلډ ټرمپ نږدې کس بلل کېږي. اؤ اګست پلګر د ریپبلکن سټډي کمېټې مشر دی.

دواړو کانګرس غړو د فرورۍ په ۲۵ مه نېټه د مارکو روبیو په نوم لیک کې ویلي:

"موږ له تاسو غوښتنه کوو چې د پاکستان له پوځي رژیم سره خبرې وکړئ څو عمران خان خوشې شي."

جو ولسن دا لیک پر ایکس خپور کړی او لیکلي یې دي:

"زه او اګست پلګر د بهرنیو چارو پر وزیر مارکو روبیو غږ کوو چې په پاکستان کې دې جمهوریت بحال او عمران خان راخوشې کړل شي."

هغه ټینګار کړی چې د امریکا او پاکستان اړیکې یوازې هله قوي کېږي، چې بنیاد یې پر ازادۍ وي.

په لیک کې راغلي"عمران خان په پاکستان کې پراخه ملاتړ لري، او د هغه خوشې کېدل به د امریکا او پاکستان اړیکو ته نوی باب پرانیزي".

دواړو قانون سازانو زیاته کړې:"موږ پر تاسو غږ کوو چې د جمهوریت، بشري حقونو، د قانون حاکمیت، د رسنیو ازادۍ، د غونډو د ازادۍ، او د بیان د ازادۍ د ساتنې لپاره له پاکستان سره ګډ کار وکړئ"

په لیک کې دا هم ویل شوي چې د امریکا او پاکستان اړیکې د عمران خان پر ازادۍ پورې تړلې دي.

په ۱۷مه فرورۍ جو ولسن له مارکو روبیو سره تر لېدنې وروسته پر ایکس لیکلي وؤ:

"زه د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره د لیدو منندوی یم، هغه د نړۍ په کچه د ازادۍ او جمهوریت ارزښتونه درک کوي. زه په پاکستان کې د جمهوریت د بحالۍ لپاره له هغه سره کار ته سترګې په لار یم."

بل‌خوا، د استازو د ایوان د بهرني سیاست د کمېټې مشر براین ماسټ ویلي، که څه هم واشنګټن په پاکستان کې د جمهوریت وضعیت ته اندېښمن دی، خو د امریکا د بهرني سیاست مهم ټکي بیا هم ملي امنیت او اقتصادي ګټې دي.

د روانې میاشتې په پیل کې، جو ولسن د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته هم لیکونه استولی وو.

په دغو لیکونو کې ویل شوي وو"د پاکستان او امریکا قوي اړیکې د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته مهمې دي."

په لیکونو کې ویل شوي وؤ "د امریکا او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې تر ټولو باثباته هله وي، چې پاکستان د جمهوریت اصول او د قانون حاکمیت ته ژمن وي"

په خپل لیک او وینا کې، جو ولسن دا هم منلې چې له عمران خان سره ژور اختلافات لري، په ځانګړې توګه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین کمونېست ګوند په اړه د هغه کمزوري پالیسۍ ته په کتلو.خو، نوموړي ټینګار کړی:

"سیاسي مخالفین باید د انتخاباتو له لارې ماتې وخوري، نه دا چې پر سیاسي تورونو بندي کړل شي."

د پاکستان حکومتي چارواکي دریځ لري چې په عمران خان مقدمې عدالتونو کې روانې دي اؤ هغه باید عدالتونو کې ځان له تورونو سپین ثابت کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG