لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا وايي د شام د القاعده څانګې پوځي مشر یې وژلی دی
تازه خبر

امریکا وايي د شام د القاعده څانګې پوځي مشر یې وژلی دی


د امریکې پوځ د شنبې- خالي په ورځ ویلي، په شام کې په القاعده شبکې پورې د تړلې ډلې حراس الدین یو لوړ پوړی پوځي مشر یې په هوایي برید کې وژلی دی.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ (سېنټکام) په یو خبر کې ویلي، دا برید د تیرې فرورۍ میاشتې په 23مه د شام په شمال ختیځ کې شوی او د محمد یوسف ضیا تالای په نوم تن وژل شوی چې د حراس الادین "ترهګر تنظیم" لوړپوړی پوځي کمانډر وو.

په بیان کې د مرکزي کمانډ د مشر جنرل مایکل اریک کوریلا له خولې ویل شوي، " لکه څنګه مو چې پخوا ویلي، د خپل هیواد او په سیمه کې د امریکې د متحدینو، شریکانو او پوځي کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به دا ترهګر په نه ستومانېدونکې توګه تعقیب کړو".

حراس الدین ډلې د جنورۍ په وروستیو کې د ډلې د تحلیل کېدو خبر ورکړی وو خو د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ وایي په دې تېرو څو میاشتو کې یې ددې ډلې لوړ پوړي پوځي او نور مشران په هوایي بریدونو کې ویشتلي او وژلي دي.

د پوځ په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې آیا په دې هوایي برید کې بل چا ته هم څه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه او القاعده شبکې ته پکې د مالي زیان په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

د سېنټکام په وینا د امریکا پوځ د فروري په 22مه هم د شام په شمال لویدیځ کې یو کره هوايي برید کړی وو چې پکې د ترهګر تنظیم حراس الدین د رهبرۍ کچې یو لوړ پوړی مشر وسیم تحسین بیرقدار وژل شوی وو".

په امریکا کې د «سایټ» استخباراتي ډلې د معلوماتو له مخې حراس الدین د 2018م کال په فرورۍ کې جوړه شوې خو دغې ډلې د جنورۍ په میاشت کې د خپل تحلیل کېدو تر اعلان پورې له القاعده شبکې سره خپل تړاو تایید نه کړ.

حراس الدین په 2019م کې د امریکې د یوې ترهرګرې ډلې په توګه پېژندلې او تېره میاشت یې وروسته له هغې د خپل تحلیل اعلان وکړ چې د شام نوي مشر احمد الشرع په دې هېواد کې د ټولو وسلوالو ډلو د تحلیل کېدو فرمان خپور کړ.

د تېر کال په دسمبر کې چې اسلامپاله وسلوالو ډلو د بشارالاسد رژیم نسکور کړ تر هغه وړاندې د شام شمال لویدیځ د احمد الشرع د هیئت تحریر الشام د اسلامي ډلې یو لوی مرکز وو.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG