د امریکا ستر عدالت سپریم کورټ چې غړي یې په نظرونو کې وېشل شوي، د صدر ډونلډ ټرمپ د انتظامیې له لوري بهرنیو مرستندویه تنظیمونو ته وړاندې نه د ترسره شوؤ کارونو په بدل کې د پېسو ورکولو د مخنیوي خواست رد کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ هڅه کوله چې د نړۍ په کچه د بشري مرستو پر پروګرامونو بندیزونه ولګوي، خو سپریم کورټ د هغه پر دې پرېکړه بندیز ولګاوه.
د عدالت د څلورو په مقابله کې د پینځو قاضیانو پرېکړه کې واشنګټن کې د مېشت امریکایي ضلعي جج عامر علي هغه امر پر ځای ساتل شوی چې پکې هغه د ټرمپ انتظامیې ته امر کړی و چې قرارداديانو، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یو ایس ایډ) او د بهرنیو چارو د وزارت څخه مرستو ترلاسه کوونکو ته د هغوي د تېرو کارونو لپاره په سمدستي توګه پنګې جاري کړي.
د عدالت مشر قاضي جان رابرټس او د هغه ملګري قاضي ایمي کونيبېرټ د ټرمپ انتظامیې خواست رد کړو اؤ عدالت د دریوؤ لبرل غړو په ملتیا اکثریتي فیصله واورله، کنزرویټو قاضیانو سیمویل الیټو، کلیرنس توماس، نیل ګورسچ او بریټ کاوانوف د پرېکړې مخالفت وکړ.
د ټرمپ پالیسۍ ته د پېښ قانوني چیلنج لامل جوړ شوي قاضي عامر علي پخپل امر کې د ټرمپ انتظامیې ته امر کړی ؤ چې پنګې باید تر ۲۶مې فرورۍ جاري کړي،دغه پنګې لږ تر لږه دوه میلیارده ډالر جوړیږي چې بشپړه ورکړه یې څو اونۍ وخت نیولی شي.
مشر قاضي رابرټس، د دې نېټې د ختمېدو څو ساعته مخکې، د قاضي عامر علي حکم وځنډاوه ترڅو ستره محکمه د ټرمپ انتظامیې له لوري د رسمي غوښتنې ارزونه وکړي.
مشر قاضي جان رابرټس دا حکم د ټاکلي مهلت نه څو ساعته مخکې وځنډلو تر څو د قاضي عامر علي د فیصلې ایسارولو لپاره د انتظامیې له لوري ورکړل شوی رسمي خواست و ارزوي اؤ سترې محکمې ته اضافي وخت په لاس ورشي.
عدالت د خپل نا دستخطه حکم لپاره هیڅ جواز مخې ته نه دی راوړی خو د اصل مهلت د سرته رسېدو نه وروسته عدالت جج عامر علي ته ویلي چې هغه باید واضحه کړي چې حکومت ته به د عارضي امتناعي حکم د تعمیل باوري کولو لپاره څه ذمه وار پوره کول وي؟
قاضي عامر علي ټاکلې چې د دې مقدمې د ابتدايي اورېدنې لپاره د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناسته وکړي. دا مهال، د هغه لنډمهاله بندیز د مارچ تر ۱۰مې نافذ دی.
د سپریم کورټ د پرېکړې مخالف قاضي، سمویل الیټو، خپله نارضایتي څرګنده کړه او ویې ویل: "ایا یو ضلعي جج، چې د دې صلاحیت نه لري، دومره ځواکمن دی چې د امریکا حکومت ته د مالیه ورکونکو ۲ میلیارده ډالره د ورکړې امر وکړي؟"
هغه زیاته کړه، "د دې پوښتنې ځواب باید 'نه' وي، خو د دې محکمې اکثریت بله رایه ورکړې، چې زه پرې سخت حیران یم."
صدر ټرمپ په ۲۰مه جنورۍ د صدارت د منصب ترلاسه کولو په وړومبۍ ورځ د بهرنیو مرستو ۹۰ ورځو لپاره د ودرولو په اجراییه امر لاسلیک کړی ؤ.
ټرمپ، د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلون مسک یې د لویو حکومتي اصلاحاتو مشري کوي، هڅه کوله چې د امریکا حکومت محدود یا کمزوری کړي.
د امریکې صدر ټرمپ د نړۍ د تر ټولو شتمن تن ایلون ماسک په مشرۍ کې د اصلاحاتو لپاره په جنګي اقداماتو پیل کړی تر څو د امریکې د حکومتي لګښتونو لویه برخه راکمه یا ختمه کړي.
په دې لړ کې تر ټولو زیات پام د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یو ایس ایډ) ته و، چې د بشري مرستو لپاره اساسي اداره ده. د ټرمپ انتظامیې زرګونه بهرني کارکوونکي بېرته وغوښتل او د بهرنیو مرستو بهیر یې منجمد کړ.
د دې پرېکړې له امله، د یو ایس ایډ له لارې د خوراکي او طبي مرستو رسول له جدي خطر سره مخ شوي دي.
مرستندویه ادارو پر ټرمپ دا دعوه کړې وه چې هغه د فدرالي قانون او د امریکا د اساسي قانون له مخې له خپلو واکونو تجاوز کړی، د یوې خپلواک فدرالي ادارې د ختمولو هڅه یې کړې او د کانګرس له خوا منظور شوې بودیجه یې ختمه کړې ده.
Forum