د امریکې د ټېکس جمع کولو حکومتي ادارې اېنټرنل رېوېنیو سروس، ايي ار اېس، یو لوړ رتبه چارواکې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عملې ته وویل چې د ادارې 6000 کارکوونکې به برطرف کړی شي.
د دې ګام په نتیجه کې به د ايي ار اېس د کارمندانو شپږ فیصد برخه لرې شي. دا په داسې حال کې د ايي ار اېس دپاره دا مصروفې ورځې دي او امریکان به د اپرېل د ۱۵ نېټې پورې خپل کلیز ټېکسونه جمع کوي.
د ايي ار اېس د کارکونکو برطرفي د وفاقي حکومت حجم د کمولو د صدر ډانلډ ټرمپ د اقداماتو برخه ده چې په کې د بېنکو څارنه کوونکي حکومتي چارواکي، د ځنګلاتو د محکومې ملازمین، د راکټو ساینسدانان او په لسګونو زرګونه نور حکومتي کارمندان په هدف کړی شوي دي. د دې کوښښونو سرپرستي ارب پتي سرمایه دار ایلان مسک کوي.
مسک د مېرې لېنډ ریاست په نېشنل هاربر کې د زاړه پاله یا د ښي لاس سیاسي فکر سیاستوالانو په غونډه کې هغه مشیني ارا پورته کړه چې د ارجنټاین صدر هاویر مېلي ورته د کنزروېټیو پولېټېکل اېکشن کانفرنس نومې غونډې په سټېج ورکړه. مېلي دا ارا حکومتي اخراجات په پراخه کچه د کمولو د علامت په توګه استعمالوي.
مسک د غونډې په سټېج د ارې په لاس وویل دا مشنیي ارا د افسرشاهۍ دپاره ده.
د کارکوونکو اتحادیو په حکومتي محکومو کې په لویه پېمانه د کارکوونکو د برطرفۍ په ضد عدالتونو کې مقدمې شروع کړي دي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو وفاقي جج په عارضي ډول کارکوونکو ته د کار جاري ساتلو اجازت ورکړو.
د ايي ار اېس کارکوونکو سره په ټېلې فون خبرو کې د ادارې یوې ډرېکټرې کرېسټي ارمسټرانګ په سترګو کې اوښکې وې کله چې يې دا خبره کوله چې تر ۶۰۰۰ پورې همکاران به يې برطرف کړی شي.
یو کارکوونکې چې په دغه خبرو کې شامل و وویل ارمسټرانګ ډېره حذباتي وه.
ویل کېږي چې په مجموعي توګه به د ايي ار اېس ۶۷۰۰ کارکوونکي برطرف کړی شي. دا هغه کارکوونکی دي د مالداره امریکایانو نه د ټېکس راټولو دپاره د ډېموکرېټېک پارټۍ د پخواني صدر جوبایډن حکومت ګمارلي وو.
د ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ غړو د ټېکس د راټولو په نظام کې د پراختیا مخالفت کړی و او دا يې د عامو امریکایانو د ویرولو ګام بللی و.
په موجوده وخت کې ايي ار اېس ۱۰۰۰۰۰ کارکوونکي لري. په کال ۲۰۲۱ کې د بایډن د صدارت نه مخکې دا شمېره ۸۰۰۰۰ وه.
د څېړونکو اندازه وه چې د بایډن په حکومت کې د ټېکس راجمعه کولو په نظام کې پراختیا به د حکومت امدن زیات کړي او د بجت خساره په کمولو کې به مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې په امریکا کې د ټېکس سیزن یا حکومت ته د ټېکس ورکولو موسم شروع شوی، ايي ار اېس د نورو حکومتي ادارې په مقابل کې خپل حجم د کمولو په لړ کې د احتیاط نه کار اخیستی دی او سرچينې وايي اداره به د ټېکس د جمع کولو کار ترسره کولو دپاره په زرګونو کارکوونکي بحال ساتي.
د وفاقي حکومت حجم د کمولو په لړ کې د صدر ټرمپ د حکومت زیاته توجه په نویو ملازمینو پاتې شوې ده چې د پخوانیو کارکوونکو په شان د ملازمت زیات قانوني تحفظ یې لا نه دی ترلاسه کړی.
د سرښار واشنګټن نه شایع کېدونکي اخبار واشنګټن پوسټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو رپورټ کې وویل وایټ هاوس تیار کوي چې د یواېس پوسټل سروس یا د ډاک محکمه د تجارت وزات کې ضم کړي.
وایټ هاوس دا نه دي ویلي چې د وفاقي حکومت د دوه اشاریه درې مېلین څخه په څومره ملازمین برطرف کول غواړي؟ او نه يې هم دا شمېرې ښودلي چې تراوسه په څومره شمېره کې کارکوونکي برطرف کړی شوي دي؟ تېره هفته ۷۵۰۰۰ کارکوونکو د حکومت دا تجویز ومنلو چې د خپلو دندو نه دې استعفاګانې ورکړي.
د ريپبلېکنز د وفاقي حکومت حجم د کمولو په لړ کې د صدر ټرمپ د اقداماتو حمایت کوي، وايي په حکومت کې د کرپشن او هغه کسان لرې کړی شي چې په مکمله توګه د ټرمپ وفادار نه دي.
خو د ټرمپ د ګامونو د ډېموکرېټېک پارټۍ غړي وايي ټرمپ د خپل اییني اختیاراتو نه تجاوز کوي او د منځنۍ طبقې امریکایانو د ته زیان په سر د حکومت ځینې مقبول فلاحي پروګرامونه ختموي.
د روېټرز او د اېپسوس ادارې د سروی ترمخه، د امریکایانو اکثریت ګڼي چې د اخراجاتو د کمي ګامونه حکومتي خدماتو ته نقصان رسوولی شي.
ځینې حکومتي ادارې د ملازمینو د برطرفۍ په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. د امریکې د اېټمي وسلو د نګرانۍ ادارې کارکوونکي برطرف کړی شوي وو خو وروسته کار ته بیا راوغوښتل شوو.
Forum