لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ وايي په یوکرېن کې جنګ د ختمولو په اړه معاهده په یو څو هفتو کې دننه کېدلی شي
تازه خبر

ټرمپ وايي په یوکرېن کې جنګ د ختمولو په اړه معاهده په یو څو هفتو کې دننه کېدلی شي


ټرمپ او مېکران په داسې حال کې د یوکرېن په اړه خبرې اترې وکړې چې په یوکرېن کې د جنګ درې کاله پوره شول
ټرمپ او مېکران په داسې حال کې د یوکرېن په اړه خبرې اترې وکړې چې په یوکرېن کې د جنګ درې کاله پوره شول

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د فرانس د صدر اېمېنوېل مېکران هرکلی وکړو او په یوکرېن کې د جنګ په اړه يې وویل د یورپي امن ساتونکو په ملاتړ په څو هفتو کې دننه د یوکرېن شخړه ختمېدلی شي.

ټرمپ او مېکران په داسې حال کې د یوکرېن په اړه خبرې اترې وکړې چې په یوکرېن کې د جنګ درې کاله پوره شول.

ټرمپ امکان څرګند کړو چې د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي به دا یا اینده هفته د واشنګټن دوره کوي او د دورې په مهال به دواړه ملکونه یوه معاهده لاس لیک کړي چې ترمخه به يې امریکا د یوکرېن معدنيات ته لاس رسی وکړی شي.

په یوکرېن کې د جنګ په اړه ټرمپ وویل که د هوښیارتیا نه کال واخیستل شي نو دا جنګ په یو څو هفتو کې دننه ختمېدلی شي او که چېرې داسې و نه کړی شي نو دوام به ولري.

ټرمپ وویل د جنګ بندۍ د یقیني کولو دپاره د روس صدر ولادېمیر پوټن تیار دی چې په یوکرېن کې د یورپي ملکونو ځواکونه وګمارل شي.

مېکران وویل دواړه ملکونه کوټلی او دوامداره امن غواړي. هغه اعلان وکړو چې یورپ خپل دفاعي اخراجات زیاتولو او او امن ساتونکي ګمارلو ته تیار دی.

مېکران غوښتنه وکړه چې غواړي امریکا په لړ کې په منصوبه سازۍ کې ښکېل پاتې شي.

مېکران او د برطانيي وزیراعظم کېیر سټارمر ویلي که چېرې د امن معاهده کېږي نو دواړه ملکونه تیار دي چې امن ساتونکي ځواکونه وګماري. ستارمر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې دوره کوي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ هغه دوه قراردادونه منظور کړل چې په کې په یوکرېن کې د جنګ د خاتمې غوښتنه شوې وه. یو قرارداد یوکرېن د یورپي یونین په ملاتړ او بل امریکې وړاندې کړی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG