د بر جنوبي وزيرستان نور حسن وايي، د کورنۍ څلور کسان یې د ترهګرۍ په جګړه کې وژل شوي، د 2008 نه یې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو کورنۍ په هدف کړې ده.
ملګري ملتونه 21م اګست د ترهګرۍ څخه اغېزمنو په ياد کې نمانځي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان د سروېکۍ نور حسن وايي، کورنۍ یې په 2008م کې په نخښه کېدل پېل شوي او تر 2014م يې کورنۍ د وسله والو په هدف پاتې شوې ده.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په 2008 کې یې د تره 22 کلن زوی په جنوبي وزيرستان کې وسله والو وژلی، هغه زده کوونکی وو، بيا یې تره په ټانک کې په 2009م کې ويشتل شوی وو، هغه د علاقې د قومي مشر وو.
نوموړي زياته کړه، "په 2009م کې یې بيا په ډېره اسماعيل خان کې د تره زوی په هدف شوی وو او په 2014م کې یې راله مشر ورور هم په ډېره اسماعیل خان کې ويشتی وو".
نور حسن وايي د لومړي وژل شوي تره زوي یې واده نه وو، تره یې د تره بل زوی یې او ورور یې واده کړي ښځي او بچي یې پاتې شوي دي.
کډې کول
نوموړي وويل، "د لومړۍ پېښې وروسته چې ټي ټي پي په 2007م کې په سيمه کې په زور کې وه" د دوی لس کورنيو علاقه پرېښوده او ډېره اسماعيل خان ته کډواله شوه او په ډېره اسماعيل خان کې چې ترې مرګونه وشو دوی بيا د دغه ځايه اېبټ اباد ته کډې وکړې.
هغه تور ولګوو چې دوی وطن پرېښودو "شاته پاتې کورونه یې ټي ټي پي وران کړه". د هغه په وينا د دوی کورنۍ ټي ټي پي ځکه په نخښه کړې چې تره یې د علاقې مشر وو او طالبان یې علاقې ته نه پرېښودل.
ټي ټي پي د لومړو ورځو څخه په پاکستاني ځواکونو د بریدونه زمه وارۍ منلي او په دغو وسله والو بيا د علاقې د مخورو مشرانو د وژنو تورونه هم لګېدلي دي.
کونډې پاتې کېدل
نور حسن وايي "درې کونډې او ګڼ يتيمان ورته پاتې شوي کورنۍ يې سخته اغېزمنه شوې خو پښتانه دي بس خپلې کورنۍ ساتي".
د نوموړي په خبره، په سيمه کې د ناامنۍ، ترهګرۍ پېښو کې د زرګونو په شمېره کې يواځې د مسيد قام خلک وژل شوی او دعوه کوي "د دوه نيم نه تر درې زره پورې خلک يواځې مسيد وژل شوي، کونډې او يتيمان ترې پاتې شوي، در په در شوي ځينې په ډېره اسماعيل خان، ځينې يو ځای بل ځای تر د کراچۍ پورې تللي دي".
نوموړي ونه ويل چې په علاقه کې ناامنۍ څنګه شورو شوه؟ ولې شورو شوه؟ او زياته یې کړه ټول خلک په دې خبر دي.
علاقه ورانه ده
د ناامنۍ څخه اغېزمنې کورنۍ نور حسن وايي، د دوی دپاره علاقه تراوسه ورانه ده. ځکه چې د نوموړي په وينا "وسله وال بيرته علاقې ته راغلي دي که څه هم په سيمه کې د وسله والو ضد عمليات شوي او د سيمې نه کډوال شوي ګڼ خلک بیرته ستانه شوي هم دي".
هغه زياته کړه اوس هم د سيمې د خلکو په خپلو علاقو کې زړه نه لګي ځکه چې د ناامنۍ نه وړاندې کوم ډول حالات وو هغه حالات اوس نه دي پاتې.
هغه وویل، د 2007 نه وړاندې یې په علاقه کې ډېر ښه ژوند کولو خو ترهګرۍ او ناامنۍ هر څه اغېزمن کړل.
پوځي عمليات
په کال 2009 د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو ضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي او له امله یې د سرکاري شمېرو ترمخه 72000 کورنۍ کډوالې شوې او بيا په کال 2017م کې ويل شوي وو چې د بيرته ستونولو په مهال 150000 کورنۍ واپس لېږل شوې وې.
شخصي دښمنۍ
نور حسن وویل، "په علاقه کې ترهګرۍ خلکو ته ډېرې شخصي دښمنۍ جوړې کړې، وړاندې داسې ډول دښمنۍ نه وي، د ناامنۍ پېښو نفرت پېدا کړی دی".
هغه زياته کړه، وړاندې به خلکو د يو بل سره په ښه طريقې سره ژوند کولو، خلک اوس هم ژوند کوي خو په ويره کې یې کوي وړاندې عامه ويره نه وه اوس هغه شان حالات نشته.
ازاد ژوند ختم شوی
د ترهګرۍ څخه اغېزمنې کورنۍ نور حسن وايي، دوی چې د کله نه علاقه پرېښودې په اېبټ اباد کې یې ځان خوندي ګڼلو، ځکه یې اوس هم د کورنۍ اووه کډې هلته پاتې دي او دوی په ډېره اسماعيل خان کې ځان خوندي نه ګڼي.
هغه وویل، دوی د ازادو خلکو په رنګ ژوند نه شي کولی، هر وخت چوکس وي. نوموړي زياته کړه نه يواځې دوی بلکې د علاقې نورې هم ډېرې کورنۍ تراوسه د دوی په رنګ په ژوند کولو مجبوره دي.
پاکستان کې د 2000 نه تر 2023 اګست پورې وژنې
د ساوت ايشيا ټېررزم پورټل د شمېرو ترمخه پاکستان کې د 2000 نه تر 2023 اګست پورې د وژنو 16275 پېښې شوي، 66737 کسان ورکې وژل شوي دي. د پورټل په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په وژنو کې تر ټولو زيات 34074 ترهګر/ وسله وال/ انتهاپسند وژل شوي او په دويم نمبر زيات 21212 ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ياد پورټل ترمخه په ياده موده کې 8243 د امنيتي ځواکونو اهلکار هم وژل شوي دي.
پښتانه ملت پاله سياسي ګوندونه او پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په تېرو دوه لسیزو کې په ناامنۍ او ترهګرۍ کې تر ټولو زياته پښتونخوا ځپل شوې او زياتې مرګ ژوبلې د پښتنو شوي دي.
Forum