ایران په خپله مشرۍ کې یو اتحاد "د مزاحمت محور" جوړ کړې وو، چې دا په سوریه کې میشتې پراکسي ډلې وي او د بشار الاسد د پخواني رژیم د دفاع لپاره جوړې شوي وی. د دغه مقصد د ایران هغه کمپاین ته وده ورکول وو چې په منځني ختیځ کې خپل اثر رسوخ زیات کړي.
په فاطمیون بریګیډ کې ایران څخه راوړل شوي افغان شیعه ګان وو او زینبیون بریګیډ کې پاکستاني شیعه ګان وو.
د سوریې د کورنۍ جګړې په عروج کې، دواړو ډلو په لویو جګړو کې د سوریې ځواکونو سره مرسته کړې وه. په ۲۰۱۶ کې یې پالمیرا او حلب او په ۲۰۱۷ کې د اسلامي ریاست /داعش ډلې (IS) څخه رقه او دیر الزور سیمې بیرته ترلاسه کولو کې هم مدد کړې و.
خو خبري ادارې او په دوي نظر لرونکي محقیقین وایي چې کله په دې وروستیو اونیو کې د بشارالاسد ضد یاغیانو ایتلاف په هیواد کې مهم پرمختګ وکړو نو ډیرو یې خپلې پوستې پرېښودي او وتلي دي.
فیلیپ سمېت، چې له نږدې شلو کلونو راهیسې د ایراني پراکسي ډلو په اړه څیړنه کوي، وایي، "دوی دومره زر دغه ځایونه خالي کړي چې د هغه په وینا په دغه مرکزونو کې به د ۱۰۰۰ نه زیات به د دوي خلک ولاړ وو خو بیا د محاصرې په وخت یکدم کې هر څه خالي لیدې کیدل.
د دوی په اړه چې چرته به وي یو غیر یقیني صورتحال دی. خو کارپوهان وايي چې ایران په داسې حال کې چې حماس او حزب الله - د مقاومت د محور دوه نور غړي - د اسرایلو له تباه کونکو بریدونو سره مخ دي، امکان نلري چې دوی یې ختم کړي.
سمېت په یوه مرکه کې ایران ته په اشارې سره وویل: "دوی دې ډول ځواکونو ته اړتیا لري." "دوی نور نه شي کولای د لبنان په حزب الله تکیه وکړي، دوی نور نه شي کولای چې په دې حالاتو کې په نورو سیمه ییزو شریکانو باندې تکیه وکړي، نو زه فکر کوم که مونږ دې ته وګورو، نو دوی به نه یوازې دا چې دوام وکړي، بلکې دوی به یې هم ولري." چې شاید دا په بل ډول تیار ول دي."
دا ډلې څنګه جوړې شوی
فاطمیون او زینبیون دواړه ډلې سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو کلونو کې راڅرګندې شولې کله چې بنیاد پرسته سني داعش د اسد رژیم ته ګواښونه پیل کړو او په سوریه کې د شیعه زیارتونو او نورو شیعه ځایونو په نښه کول یي پیل کړل.
فاطمیون په ۲۰۱۲ کال کې د یو څو افغان شیعه رضاکارانو په مرسته جوړ شو. ځینو یې د ۱۹۸۰ لسیزې د ایران- عراق په جګړه او د ۱۹۹۰ لسیزې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل پاتي شوي ول، او ځیني نورو یې په سوریه کې د کډوالو په توګه ژوند کوو.
دوي د سمېت په وینا، په اوله کې د اسد پلوه نورو ملیشو سره په جګړه کې یوځایي جنګیدل، بیا دوی په ۲۰۱۳ کې د یوې خپلواکې ډلې په توګه راڅرګند شول، چې په لویه کچه د ایراني پوځي قوماندانانو لخوا رهبري کیږي.
د سمېت په وینا، پاکستانی زینبیون، چې دې دوو ډلو کې کوچنۍ ډله وه، په پیل کې د افغان فاطمیون برخه وه. خو د سمېت په وینا، پاکستانیانو تل له افغانانو سره "ملتیا" نه ده کړې، نو د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ (IRGC) پریکړه وکړه چې دوی سره جلا کړي.
د محقیقینو په وینا، په پیل کې د انکارونو سره سره، د دوو ملیشو په جوړولو، وسلوال کولو، روزنې او فنډنګ کې د IRGC ښکیلتیا یو ښکاره راز و.
د ایران انقلابي ځواکونو د افغان مهاجرینو د بهرتي کولو لپاره د هڅونې او جبر یو ترکیب کارولی. بې اسنادو افغانانو ته د پیسو او د قانوني حیثیت ژمنه ورکړل شوه. د سمېت په وینا، ځینې یې له زندانونو ایستل شوي او ژمنه ورسره شوې وه چې که دوی له فاطمیون سره یوځای شي د دوی جرمي ریکارډونه به ختم کړي.
نور په مذهبي او نظریاتي اساس باندئ تیار کړل شوي چې دوي د داعش خلاف د شیعه زیارتونو د دفاع لپاره ودریږي. د ایران له دیني مدرسو نه هم ډیر افغانان او پاکستانیان بهرتي کړل شوي دي.
د بهرتي کولو هڅې تر افغانستان او پاکستان پورې غځول شوې وې، چیرته چې د ایران متحد شیعه ډلو رضاکاران ځان سره شاملول خو د چارواکو لخوا پرې ډیر د ناخوښۍ اظهار شوې و.۔
په پاکستان کې د وسله والو ډلو په اړه پوهه لرونکي، فخر حیات کاکاخیل په وینا، د زینبیون د پاره ډیره بهرتي د پاکستان د شیعه میشتې کرمې قبایلي ضلعې، ګلګت سیمې، جنوبي پنجاب او د کویټه د هزاره ګانو نه شوي.
خو کله چې سوریې کې کورنۍ جګړې زور واخیستو او داعش د یو قوي ځواک په توګه راڅرګند شو، نو د دواړو ډلو لیکې پراخې شوې.
په 2015 کې، د ایران د وسله والو ځواکونو د عمومي کارکونکو سره تړلې یوې خبر پاڼې راپور ورکړ چې فاطمیون له یوې بریګیډ نه ډویژن شو، چې د 10,000 څخه تر 20,000 پورې جنګیالي لري.
سمېت د دوي شمیر څه کم یاد کړې او وایي چې د فاطمیون بریګیډ کې د 5,000 څخه تر 10,000 پورې اټکل کوي. د سمېت په وینا، زینبیون د 2,500 څخه تر 4,000 پورې جنګیالي لري.
د سوریې په خانه جنګۍ کې یې رول/کردار
دغو دوو ډلو د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ د پاره ډیر مهم کار کاوه. د وسله والو شخړو د ځای او پیښو د معلوماتو (ACLED) یوه خپلواکه څیړنیز ګروپ کې د منځني ختیځ د څیړنې مشر معاذ ال عبدالله وویل، د جګړې په وخت کې، دوی د سوریې نږدې ټولو حکومتوالیو کې فعالیت کاوه.
د عبدالله په وینا د دوی مېشن "د داعش نه د سیمو بیرته نیول او بیا د سوریې د حکومت او حکومت پلوه پوځي اډو دفاع کول وو." عبدالله وویل، د فاطمیون او زینبیون غړو هم په حلب او سویلي سوریه کې په جګړو کې برخه اخیستې وه.
په 2018 کې، د فاطمیون یو چارواکي وویل چې د دوی خپل 2,000 جنګیالي وژل شوي او 8,000 نور یې ټپیان شوي دي. خو د زینبیون د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
سمېت وویل چې فاطمیون اکثرا د "توپ د ګولیو/مطلب چې هر ځای کارول کیده.
د اسد د حکومت اخیرۍ وختونه
په وروستیو کلونو کې، لکه څنګه چې د بشارالاسد رژیم د هیواد په ډیرو برخو کې خپل کنټرول پیاوړی کړو، په سوریه کې د جنګیالیو ملیشو شمیر کم شوې وو. سمېت وویل، حتی د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو مخکې لا هم په سوریه کې له ۲۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې فاطمیون او زینبیون جنګیالي موجود وو.
هغه وویل، زیاتره یې د سوریې په شمال ختیځ کې موجود دي، لږ یې په دمشق کې عملیات کوي، او ځینې یې کله ناکله حلب او د هیواد نورو برخو ته استول کیږي.
لکه څنګه چې یاغیانو د تیرې میاشتې په وروستیو کې خپل ناڅاپي بریدونه پیل کړل، ځینو کارپوهانو د دمشق لپاره د یوې سختې جګړې وړاندوینه وکړه، د IRGC او د هغې پراکسيانونه تمه کیدله چې د رژیم دفاع به وکړي.
تیره اونۍ د عراقي ملېشو لخوا خپاره شوي ویډیوګانو کې خودل کیږي چې دمشق څخه بهر د بي بي زینب د زیارت شاوخوا فاطمیون والا موجود دي.
سمېت وویل، «ځینې یې ادعا کوله چې دا فاطمیون غواړي پاتې شي او د مزار دفاع وکړي. هغوی د وتلو لپاره چمتو نه دي.
په ایراني ټیلي ویژن چېنلونو کې، د IRGC چارواکو دا پیغام همغږی کاوو.
سمېت وویل، "چې دا خودل کیده چې هیڅ فکر مه کوۍ، زموږ هلکان، هغه هلکان چې موږ روزلي . ډیر سخت جنګیدل،" خو سمېت وویل. "هغه دې په اړه هیڅ شواهد نه دي لیدلي. د تلفاتو لیسټ شتون نلري. هیڅ ادعا نشته چې څه پیښ شوي."
خو په ویډیوګانو کې ښکاري چې د حکومت ضد یاغیانو خالي پریښودل شوي اډې قبضه کړي دي.
یوه ویډیو ښیي چې د فاطمیون پخوانۍ اډې کې دننه یو وسله وال یاغی جنګیالی د په خمیني پسې سپکې وایي چیغې وهي کله چې هغه د فاطمیون او ایران بیرغونه غورځوي. بل په ادلیب کې یوه لویه اډه ښیې چې دیوالونه یې د فاطمیون بیرغ سره رنګ شوي او د پارسي ژبې پوسټرونو او نښو سره ویجاړې شوې خونې شاوخوا پرتې دي.
دوی چیرته تللي دا ناڅرګنده ده. ایراني چارواکو په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو خبرونو ویلي چې ځینې یې د سپاه پاسداران له ځواکونو سره ایران ته تللي دي. د نورو په اړه ویل کیږي چې ګاونډې هیواد عراق ته تللي او یا هم د حزب الله د ځواکونو سره لبنان ته وتلي دي.
سمېت اټکل کوي چې د دواړو ډلو ځینې پاتې شوي جنګیالي لاهم په سوریه کې دي چې د وتلو په تمه دي. په هرصورت، افغانستان او پاکستان ته بیرته ستنیدل ناممکن ښکاري، ځکه چې چارواکو د بیرته ستنیدونکو جنګیالیو باندې کریک ډاون کړی.
Forum