اسرایل او امریکا د حزبالله هغه ادعاوو په ځواب کې غلي پاتې شوي چې وایي، دغو دوو اتحادیانو لبنان ته پټ ګواښونه کړي، چې د ایران تجارتي الوتکې منع کړي، ولې چې دوي، دغه وسله والې ډلې ته نغدي پیسې رسوي.
په تیرو ورځو کې امریکایي او اسرایلي څيړونکو د وي او اې سره خبرو کې ویلي چې په دې اړه چوپتیا، د امریکا او اسرایل حکومتونو د سیمه ییزو امنیتي ستونزو په وړاندې د مقابلې یو مثال دی.
څېړونکي وایي، د لبنان لخوا د ایران په الوتکو د ناڅرګندې مودې لپاره بندیز لګول، به حزبالله ته د نغدو پیسو رسولو د ایران پروسه سخته کړي خو ناممکنه به یې نه کړي.
لبنان لخوا د ایران په الوتکو بندیز د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې نافذ دی،
که څه هم بیروت د دې بندیز اعلان د ”امنیتي تدابیر“په توګه کړې، کله چې یي د ایران د ”ماهان ایر“ الوتکې ته د فبرورۍ په ۱۳مه د ناستې اجازه ورنه کړه.
څرګنده دې وي، د فبرورۍ په ۱۲مې نیټې، د اسرایل پوځ په ټولنیزو رسنیو باندې خبرداری خپور کړې و، چې ایران د ملکي الوتکو له لارې حزبالله ته نغدي پیسې لېږي، او ویلي یي و، چې اسرایل به د خپل امنیت د ساتنې لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.
هم په دغه نیټه د حزبالله مشر نعیم قاسم په یو ټي ویي چینل وینا کې ادعا وکړه چې لبنان ته خبرداری ورکړل شوی و چې که ماهان ایر الوتنې ته اجازه ورکړل شي، نو اسرایل به د بیروت هوايي ډګر باندۍ برید وکړي.
خو هم په دې اړه، په واشنګټن کې د لبنان سفارت د وي او اې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې ایا حکومت ته یي واقعي خبرداری ورکړل شوې و، چې که د فبرورۍ په دیارلسمه د ماهان ایر الوتکه هلته راښکته شوه نو اسرایل به د بیروت هوایی ډګر بمبار کړي.
وي او اې په نیویارک کې د ایران د ملګرو ملتونو میشن نه هم په دې اړه پوښتنه کړې چې اسرایل لخوا خبرداری په اړه د دوي دریځ واخلي خو له ځواب یي دی ورکړی.
بیا د فبرورۍ په ۱۹مه، د حزبالله المنار ټيليویژن ادعا وکړه چې د الوتنو لغوه کېدل د ”امریکایي فشارونو او ګواښونو“ له امله وو، چې د لبنان حکومت ته یې د سیاسي او مالي بندیزونو خبرداری ورکړی و.
خو د فبرورۍ په ۱۸مه، د لبنان صدر جوزف عون وویلي و، چې د ایران د هوايي شرکتونو په ضد اقدامات ”له هغو بندیزونو سره تړاو لري“چې په دوي لګول شوي دي.
د ماهان ایر او ایران ایر په ګډون څو ایراني هوايي شرکتونه د امریکا او اروپايي اتحاد د بندیزونو لاندې دي.
د اسرایل پوځ هم وي او اې ته په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې ایا دوی لبنان ته کوم ګواښ کړی دی او کنه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم څو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی چې ایا د امریکا په مشرۍ د اوربند د څارنې طریقه کار له لارې د لبنان حکومت ته د فبرورۍ په دولسمه اسرایل خبرداری ورکړی و.
څېړونکي وایي، که څه هم د ایران ملکي الوتکې نشي کولی مستقیم بیروت ته نغدي پیسې ورسوي، خو ایران به ممکن د عراقي او ترکي الوتکو څخه کار واخلي.
خو د اسرایل څېړونکی ایال زیسر وایي، د نغدو پیسو انتقال د عراقي او ترکي هوايي شرکتونو له لارې به ګران وي، ځکه چې د دغو هېوادونو د چارواکو همکارۍ ته به اړتیا لري.
د فاونډیشن فار ډیفنس ډیموکرسیز څېړونکي ډیوېډ داود وایي، د لږو پیسو انتقال به د عراقي او ترکي الوتکو له لارې اسان وي او مخنیوې به یی مشکل وي.
لبنان د تیر اکتوبر راهیسې د بیروت په ایرپورټ کې سخت امنیتي ګامونه اخیستي او د حزبالله اثر یې محدود کړی دی.
Forum