لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه وتل به پاکستان ته څه اقتصادي ګټه وکړي؟


اېف اې ټي اېف  د جمعې په ورځ [21 اکتوبر] پاکستان د هغو هېوادونو له خړ نوملړه ویستلی چې تر زیاتې څارنې لاندې وو
اېف اې ټي اېف  د جمعې په ورځ [21 اکتوبر] پاکستان د هغو هېوادونو له خړ نوملړه ویستلی چې تر زیاتې څارنې لاندې وو

څيړونکي وايي د پیسو د غیرقانوني لېږدولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د خړ فهرست وتلو سره به پاکستان ته بهرني پانګه راتلل پېل شي او دا په نړيواله کچه د پاکستان د اقتصاد دپاره ښه علامت دی.

اېف اې ټي اېف د جمعې په ورځ [21 اکتوبر] پاکستان د هغو هېوادونو له خړ نوملړه ویستلی چې تر زیاتې څارنې لاندې وو.

په پېرس کې تر غونډې وروسته د اېف اې ټي اېف ادارې مشر راجا کمار خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان له 2018م کال راهیسې د دوی په خړ فهرست کې وو او نن ترې و ایستل شو:

"دا په یو وخت باندې دوه کاري پلانونه لري، د پاکستاني چارواکو له خوا تر ډېر کار وروسته دوی په اېکشن پلان کې شامل زیاتې سپارښتنې عملي کړې دي".

د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او د ډالر په مقابله کې روپۍ په ځای نه ودريږي بې قدره کيږي که څه هم د خزانې وزیر اسحاق ډار دعوه کوي چې روپۍ به باثباته کړي، "په داسې حال کې پاکستان د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړه وتل د پاکستان د اقتصاد دپاره ښه پرېکړه ده."

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د دې فېصلې سره به پانګه وال ډاډه شي بهر چې څومره پانګه وال دي هغوی د اېف اې ټي اېف حیثيت ته ګوري او د هغې مناسب بیا د پاکستان دپاره خپل پروګرامونه ترتيبوي چې په پاکستان کې په کومو برخو کې کوم ډول پانګونې وکړي".

هغه زياته کړه، "چې په پاکستان کې څومره بهرنۍ پانګونې کيږي د هغې په وجه به پاکستان ته د بهر نه ډالر راځي د کاروبار موقعې به سېوا شي، د پاکستان اقتصاد به ورسره ښه شي، پاکستان چې د بهر نه قرضې اخلي په هغې کې به ورته ښه رېټنګ مېلاو شي او ګټه به ته وشي او دا په مجموعي د پاکستان د اقتصاد دپاره په نړیواله کچه ښه علامت دی".

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار په وروستيو کې دعوه کړې چې ډالر به د 200 روپو نه کم قيمت ته راولي او په ملک کې به ارزاني جوړوي.

خو وکيل الرحمان وايي، "تر ټولو بنيادي خبره دا ده چې څو پورې ډالر نه وي راکم کړی شوی کوم چې د پاکستان دپاره اسان کار نه دی ځکه چې د پاکستان د مرکزي بېنک سره اووه اربه او کمرشل بېنکونو سره پينځه اربه ډالره او دا ټول څه دپاسه 13اربه ډالره جوړيږي کوم چې د ملک د اقتصاد دپاره کم دي خو نوموړی وايي که پاکستان ته د بهر نه ډالر راغلې د ډالر بيعه راکمېدی شي".

خو بيا هم د نوموړي په وېنا وړاندې به د سټېټ بېنک د لارې ډالر قابو ساتل کېدو خو اوس د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د تړون لاندې سټېټ بېنک نه شي کولی چې کوم داسې ګام پورته کړي خو د دې دپاره بیا حکومت د سټېټ بېنک نه علاوه په بله لاره هغه قوتونه چې ډالر قابو کولی شي هغه به کاروي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اېف اېف ټي اېف د خړ نوملړ څخه په وتلو ملکي او پوځي مشرتابه ته اومبارکي ورکړې چې هڅې يې کړي دي او په دغه کار کې بریالي شو چې پاکستان د خړ نوملړ څخه بهر شو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG