صدر ټرمپ د چارشنبې- شورو په ماښام په خپل یو تفصیلي پوسټ کې حماس ډلې ته خبرداری ورکړی چې یا دې سمدستي او بې ځنډه ټول یرغمل کسان خوشي کړي او د یرغملو مړي دې اسرایل ته وسپاري که نه وي نو بدو نتیجو ته دې تیار شي.
ټرمپ پر خپله سوشل مېډیا «ټروت سوشل» باندې لیکلي دي، "یواځې ناروغه او کاږه خلک مړي ساتي او تاسو ناروغه او کاږه یۍ! زه اسرایل ته د هغوی د اړتیا هر څه لیږم چې کار تمام کړي، د حماس یو غړی به هم خوندي نه وي که تاسو هغه څه ونه کړئ څنګه چې زه وایم".
حماس ډلې لا د صدر ټرمپ غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو ټرمپ حماس ته ویلي چې دا یې وروستی خبرداری دی او د حماس له مشرتابه یې غوښتي چې همدا یې د غزې د پرېښودو وخت دی او وایي "تاسو لا هم موقع لرئ":
"د غزې خلکو ته وایم: یو ښکلی راتلونکی ستاسو په تمه دی، خو که تاسو یرغمل شوي کسان وساتئ بیا نه دی. که تاسو یې کوئ، بیا به مړه یئ! د هوښیارۍ پرېکړه وکړئ. یرغمل کسان اوس خوشي کړئ که نه وروسته به په جنجال اخته شئ".
صدر ټرمپ حماس ته دا خبرداری وروسته له هغه ورکړی چې په سپینه ماڼۍ کې یې له هغو اتو کسانو سره ولیدل او د هغوی داستانونه یې واورېدل چې حماس یرغمل کړي او را خوشي شوي دي.
تر دې وړاندې د وایټ هاوس «سپینې ماڼۍ» د مطبوعاتو سیکرټرې کیرولین لیویټ د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د امریکې چارواکو د ترهګرې نومول شوې وسلوالې ډلې حماس له استازو سره مخامخ "خبرې اترې او بحثونه" کړي دي.
د قطر په سرښار دوحه کې دا خبرې اترې په داسې وخت کیږي چې د اسرایل او حماس تر منځ په ډزبندي کې توازن پر ځای دی. لیویټ د خبرو اترو د څرنګوالي په اړه له تفصیلاتو ورکولو ډډه وکړه.
کیرولین لیویټ وویل، "صدر [ټرمپ] دا ثابته کړې ده چې د امریکایي ولس په ګټه په ټوله نړۍ کې له خلکو سره مذاکرات او خبرې اترې د هغه په باور د ښه نیت هڅه ده چې هغه څه وکړي چې د امریکا د خلکو لپاره سم دي".
لیویټ زیاته کړه چې د حماس ډلې له چارواکو سره د امریکې د مخامخ رابطې او خبرو په اړه له اسرایل سره مخکې له مخکې مشوره شوې ده، خو یادونه یې وکړه چې "د امریکایانو ژوند په خطر کې دی".
په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د چارو لپاره د ځانګړي استازي په توګه د ټرمپ نومول شوي ایډم بوهلر د حماس له چارواکو سره نېغ په نېغه په خبرو اترو کې برخه اخیستې وه.
اسرایلي چارواکي وايي د امریکايي وګړي ایډن الیکزنډر په ګډون شاوخوا 24 ژوندي یرغمل کسان او له دې سره سره د لږ تر لږه 35 نورو یرغمل کسانو مړي لا هم په غزه کې پاته دي.
د اسرایل او حماس د ډزبندۍ دوام په ناڅرګند حالت کې پاته دی. صدر ډانلډ ټرمپ اشاره کړې، که چېرې حماس د ډزبندۍ د نوي وړاندیز له شرطونو سره اتفاق ونه کړي نو هغه د جګړې له ډګره د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د را ګرځولو هیڅ اراده نه لري.
د اې پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې اسرایلي چارواکو ویلي دي چې د ډزبندۍ نوی وړاندیز د منځني ختیځ لپاره د امریکې استازي سټیو ویټکوف وړاندې کړی دی.
د نوي پلان له مخې به حماس ته پکار وي چې د ډزبندۍ د غزولو او د دوامداره جنګ بندۍ د خبرو اترو د ژمنې په بدل کې نیمایي پاته یرغمل کسان خوشي کړي. اسرایل د نورو فلسطیني بندیانو د خوشي کولو هیڅ ذکر نه دی کړی چې د لومړي پړاو یوه مهمه برخه ده.
د امریکې او حماس د استازو تر منځ د خبرو اترو په اړه لومړی خبر د چارشنبې- شورو په ورځ اکسیوس خبري ویبپاڼې خپور کړی وو.
په 1997م کال کې چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت حماس د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې ده دا له هغه وروسته د امریکې او حماس تر منځ لومړنۍ نېغ په نېغه خبرې دي.
د حماس یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا خبرې تېره میاشت شوې دي چې یواځې د امریکايي یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د حماس له واک پرته په غزه کې د جګړې د ممکنه پای ته رسولو په اړه وې.
Forum