لاس رسیدونکی لینک

 
د یوکراین صدر وايي د سولې خبرو لپاره د صدر ټرمپ سره کار کولو ته تیار دی
تازه خبر

د یوکراین صدر وايي د سولې خبرو لپاره د صدر ټرمپ سره کار کولو ته تیار دی


د یوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د نهې/سه شنبې په ورځ واشنګټن ته د سولې اشاره کې ویلي، چې هیواد یې تیار دی چې تر ټولو مخکې د روس د درۍ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وکړي او د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ قوي قیادت لاندې به کار وکړي چې یو سوله ‌ییز تړون ته ورسېږي.

زلنسکي وویل چې د جمعې په ورځ وایټ هاوس کې له ټرمپ سره د هغه تریخ ملاقات د خواشینۍ وړ و، خو زیاته یي کړه چې تړون لاسلیک کولو ته تیار دی چې د یوکراین د قیمتي معدنیاتو د اوږدمهاله کارونې حقوق امریکا ته ورکړل شي. دا معدنیات د امریکا د ټیکنالوجۍ د تولید لپاره ضروي دي.

ښاغلي زلنسکي په ایکس د صدر ټرمپ او مرستیال صدر وینس سرو خبرو په اړه لیکلي، ”زموږ خبرې اترې د تمې خلاف وې. اوس د دې وخت دی چې حالات سم کړو. مونږ غواړو چې راتلونکي همکاري او اړیکې تعمیري وي“.

ټرمپ او د هغه مرستیال جی ډي وینس د اوول دفتر کې زلنسکي ته نږدې ناست وو، ښاغلي وینس یوکراینی مشر په دی ملامت کړو چې د امریکا شکریه یي اده نه کړه، او یوکراین ته یي د سل بلینه ډالرو نه زیات وسلې یي ورکړي دي. خو صدر زلنسکي څو څو واره د امریکا شکریه ادا کړې ده. صدرټرمپ زلنسکي ته ویلي و چې وایټ هاوس پرېږدي، او له وجې یي د معدنیاتو په اړه تړون لاسلیک نه شو.

زلنسکي وویل، ”مونږ په حقیقت کې د امریکا د مرستو قدر کوو چې د یوکراین حاکمیت او خپلواکي یې ساتلې ده. مونږ هغه شیبه هم نه هېروو چې کله صدر ټرمپ مونږ ته جاولین مزایل راکړل. مونږ د دې لپاره ډیره مشکوره یو. “

زلنسکي زیاته کړه، ”زه غواړم یو ځل بیا د یوکراین د سولې زمنتیا تکرار کړم. هېڅ یو نه غواړي چې دا جګړه بې پایه دوام وکړي. ښاغلي زیاته کړه، یوکراین تیار دی چې د سولې مذاکرات پیل کړي، او د پایداره سولې ته نږدې شي. زلنسکي وویل، له یوکراینیانو نه زیات د سولې هیڅوک غوښتونکي نه دي.“

د امریکا مرستیال صدر جی ډي وینس د نهې/ سې شنبې په ورځ وایس اف امریکا ته وویل، ”مونږ باور لرو چې دا نه یوازې د روس، بلکې د یوکراین او امریکا په ګټه ده چې دا جګړه پای ته ورسېږي. “

زلنسکي وویل چې د اوربند لومړی پړاو کې به ”د روس او یوکرایني بندیانو خوشې کول، او د هوایي بمبارۍ بندیدل وي،د مزایلو بندیدل، اوږدې فاصلې واله ډرون بریدونه، په عوامي ځایونو او توانایي انفراسټرکچر باندې د بمباریو ودرول به شامل وي. همداراز د سمندر له لارې د بریدونو سمدستي ودرول خو که روس هم داسې وکړي. “

هغه زیاته کړه، ”بیا مونږ غواړو چې زر تر زره نورو پړاوونو ته لاړ شو او له امریکا سره ګډ کار وکړو چې د سولې یو پیاوړی اخیري تړون ته ورسېږو. “

د زلنسکي دا بیان څو ګنټې وروسته د هغې ورکړی چې کله صدر ټرمپ یوکراین ته نور پوځي مرستي ورکول ودرول.

د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي وي او اې ته په یوه ایمېل کې لیکلي، "صدر په څرګنده توګه ویلي چې هغه په سولې تمرکز کوي، او مونږ اړتیا لرو چې زمونږ شریکان هم دې هدف ته ژمن وي. مونږ خپلې مرستې ودروو او بیا به ګورو چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې د مرسته کول په حل راپیدا کولو کې مرسته کوي."

زلنسکي د ګل په شپه خپله وینا کې ویلي، د سولې تړون ته رسېدل به اسانه نه وي. یوکراین له اوږدې مودې راهیسې د ۲۰۱۴ کال د نړیوالو پېژندل شویو سرحدونو بیرته راګرځولو غوښتنه کوي، خو روس د کریمیا په زور نیولې ده.

په ټوله کې، روس اوس د یوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره کنټرولوي، چې د ختیځې اوکراین زیاتره سیمې هم پکې شاملې دي، او ماسکو ژمنه کړې چې دا سیمې به بېرته کیف ته ونه سپاري.

د کریملن ویاند ډیمیټري پیسکوف د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا لخوا یوکراین ته د پوځي مرستو بندول د سولې د هڅو لپاره غوره مرسته ده، او دا کولی شي یوکراین د سولې په پروسه کې د ښکیلتیا لپاره وهڅوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG