لاس رسیدونکی لینک

 
زلنسکي‌: د معدنیاتو تړون لاسلیک کولو ته تیار یو او دا به د امنیتي ضمانتونو په لور لومړی ګام وي
تازه خبر

زلنسکي‌: د معدنیاتو تړون لاسلیک کولو ته تیار یو او دا به د امنیتي ضمانتونو په لور لومړی ګام وي


له امرکایي صدر او مرستیال صدر سره په سپینه ماڼۍ کې تر تودې لفظي شخړې وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ورځ وویل، هغه لا هم تیار دی چې له امریکې سره د معدنیاتو په اړه تړون لاسلیک کړي او وایي ملک ته یې د ټرمپ ملاتړ "مهم" دی.

د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له صدر ټرمپ او د هغه له کابینې سره تر غونډې وروسته د خبري غونډې په مهال د زلنسکي او ټرمپ تر منځ تاوجنې خبرې د دې سبب شوې چې ټاکل شوی د معدنیاتو په اړه تړون یې لاسلیک نه کړ کوم چې د امریکې په منځګړتوب د ډزبندۍ لپاره ډېر ارزښتمن ګڼل کیږي.

زلنسکي د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ایکس په څو پرله پسې پوسټونو کې یو ځل بیا د امریکې د خلکو، د صدر ټرمپ او کانګرس د ملاتړ مننه کړې، خو صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په غصه پر هغه چیغه کړه او تور یې پرې ولګاوه چې د امریکې د مرستو مننه یې نه ده کړې.

د اوکراین صدر وویل هغه لا هم له ټرمپ سره د لفظي شخړې باوجود له امریکې سره د معدنیاتو د تړون لاسلیک کولو ته "چمتو" دی، خو د امنیتي ضمانت خبره یې ورسره وتړله چې د ټرمپ په وینا اوکراین ته امنیتي ضمانت نه شي ورکولای خو دا جګړه په خبرو ختموي.

صدر زلنسکي لیکلي، "موږ چمتو یو چې د معدنیاتو تړون لاسلیک کړو او دا به د امنیتي ضمانتونو په لور لومړی ګام وي، خو دا کافي نه دي او موږ تر دې ډیر څه ته اړتیا لرو. له امنیت ضمانت پرته ډزبندي د اوکراین لپاره خطرناکه ده. موږ له درو کلونو راهیسې جګړه کوو او د اوکراین خلک باید پوه شي چې امریکا زموږ پر خوا ولاړه ده".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي غوښتي هغه باید په اوول آفس کې په شخړه بخښنه غواړي. روبیو له سي این این سره خبرو کې ویلي:

"صدر زلنسکي ته پکار ده چې زمونږ د وخت په ضایع کولو او په دغسې طریقه د غونډې په ختمولو بخښنه وغواړي".

خو د اوکراین صدر وایي ده څه داسې کار نه دی کړی چې بخښنه پرې وغواړي. زلنسکي له فاکس نیوز سره په خبرو کې له بخښنې غوښتلو ډډه وکړه او ویې ویل هغه د صدر ټرمپ او د امریکې د خلکو درناوی کوي، خو وایي "زه باور نه کوم چې موږ دې کوم بد کار کړی دی".

پر ایکس باندې په یو بل پوسټ کې زلنسکي وویل چې اوکراین لا هم د ډانلډ ټرمپ ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه چې وایي هغه غواړي دا جګړه پای ته ورسوي، خو وایي هیڅوک د اوکراین تر خلکو ډېر سولې ته لېواله نه دي ځکه چې وایي خلک یې له دې جګړې سره ژوند کوي او دا یې "د ازادۍ او بقا" جګړه ده:

"د امریکا مرسته زموږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېره مهمه وه او زه د دې خبرې اعتراف کوم. د سختو خبرو باوجود موږ سټرېټیجیک ملګري یو، خو موږ باید په ریښتینې توګه په خپلو ګډو هدفونو د پوهېدو لپاره له یو بل سره مخلص او مخامخ واوسو".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د صدر ټرمپ او صدر زلنسکي تر تودو خبرو وروسته سي این این سره په خبرو کې وویل، هغه څه چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي دا دي چې د اوکراین دا جګړه پای ته ورسیږي.

داسې ښکاري چې د زلنسکي او امریکایي مشرانو تر منځ خبره له هغه ځایه خرابه شوه چې صدر ټرمپ له صدر پوټین سره تر خبرو وروسته خپل پلاوی په سعودي کې له روسي سفارتکارانو سره د خبرو لپاره واستاوه او اوکراین وویل چې په دغو خبرو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او زیاته کړه چې داسې یواړخیزه سوله ورته د منلو نه ده.

مارکو روبیو وایي ایا په ریښتیا هم صدر زلنسکي سوله غواړي او که سولې ته لېوال دی هغه څه ویلای شي چې امریکا ورته اړتیا لري او په هغه بنیاد د سولې خبرې اترې تر سره شي. وایي دا خبرې دروغ دي چې ګواکې امریکا د سولې په خبرو کې له اوکراینیانو سره همږغي نه کوي:

"په تیرو لسو ورځو کې اوکراینیانو [د امریکې] د تجارت له وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر، د امریکې له مرستیال ولسمشر سره لیدلي دي له ولسمشر ټرمپ سره یې په ټیلیفون خبرې کړې دي او هغه نن په اوول دفتر کې وو".

د شنبې- خالي په ورځ صدر زلنسکي پر ایکس د سپینې ماڼۍ کې د امریکا له نوې ادارې سره تر تودو خبرو وروسته د یورپي مشرانو د ملاتړ شاوخوا 30 پیغامونو ته په انفرادي جوابونو کې "ستاسو د ملاتړ مننه" توري کارولي دي.

که څه هم صدر ټرمپ تر واکمنېدو مخکې هم د اوکراین د جګړې د ختمېدو ویلي وو او له تېرو لسو ورځو یې دا هڅې روانې کړې وې خو صدر زلنسکي وایي، ډزبندي به له پوټین سره کار ونه کړي، ځکه چې وایي هغه په تېرو لسو کلونو کې 25 ځله ډزبندي ماته کړې ده، وایي یواځینۍ حل لاره "ریښتینې سوله" ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG