قانون پوهان وايي چې يو ملزم ته دحق ترلاسه وى چې ګواه عدالت ته راوغواړي البته د جنيوا کنونشن د لاندي سفاتکارو ته په دې لړ کي استثنا حاصله وي
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره زیاتوي چې په دوبۍ کۍ د سي او پي نومې غونډې په وړمبۍ ورځ نړیوالې ټولنې په هم غږۍ فېصله وکړه چې یو فنډ یا پنګه به جوړوي چې د هغو ملکونو سره مرسته به کوي چې د موسمي بدلون په نتیجه کې سېلابونه، زیات تودوخې او وچکالۍ ورته نقصان رسوولی وی
د آی اېم اېف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه تړون شوی، پاکستان ته به 700 میلينه ډالره ترلاسه کيږي
پاکستان کي ميشت ٢٥٠٠٠ هغه کډوال چې د امريکا د ويزو په انتظار دي وايي د ويزو پروسه يې ډيره ورو روانه ده دوی وايي دا وخت له سختو ستونزو سره مخ دي او د پوليسو لخوا ځورول کيږي٠ خو د امريکا سفارت وياند مطبوعاتو ته ويلي دا مسله يې د پاکستان اعلا چارواکو سره شریکه کړې ده.
د پاکستان د دستور په 52 ماده کې د قامي اسمبلۍ موده 5 کاله ټاکل شوې ده او د ايين د 224 الف مادې لاندې وېل شوي که قامي اسمبلي د خپل ټاکلي معياد څخه وړاندې ماته کړی شي نو عامې ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول لازم وي
له دي وړاندې د مسلم ليګ ن يو مشر او پخواني وزير خواجه اصف د عدالت نه بهر خبريالانو ته وويل که پارټي یې بیا په اقتدار راغلله نو ګوري به چې د احتساب په قانون کي نور څه بدلون وکړي او که دا اداره بېخي ختمه کړي
د پاکستان وفاقي کابينې د پي ايي ای د پرايوېټایزېشن یا شخصي کمپنۍ ته د ورکولو منظوري ورکړې ده د پي آی ای مجموعي خساره دا وخت 750 اربه روپو ته رسيدلې ده او حکومت وايي نور يې مالي توان نه لري. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
د پاکستان د لسګونو پخوانیو وزیر اعظمانو، وزیرانو، د پارلمان غړو او چارواکو پرضد به د ۷۰۰ بیلینه روپیو د غلا قضیې بیا پرانېستل کېږي د پاکستان سپريم کورټ لخوا د احتساب په قانون کې د شوي بدلونونو کالعدم ګرځولو وروسته ويل کيږي د 700 بيلين روپو د غلاو په سوونو قضيې به بيا پرانيستل شي.
علي وزير بېرته جيل ته ولېږل شو د اسلام اباد یو ځايي عدالت ایف آی اې ته حکم کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير بېرته بندي خانې ته واستوي. پي ټي ایم په حکومت تور پورې کوي چې د دوي غړي په غیر قانوني توګه نیول کېږي. خو د پاکستان پوځ او حکومت زیاتره وخت په ځان لګېدلي تورونه ردوي.
د اګست په 28 مه عدالت د بغاوت په قضيه کى على وزير ته ضمانت ورکړې و خو د اسلام اباد پوليسد ترهګرۍ په يوه بله مقدمه کي دوباره نيولی و او په دي کى د ضمانت وروسته د باره کهو پوليس لخوا په يو بله مقدمه کي د تير خالى په ورځ بيا هم د بنديخانې څخه ګرفتاره کړې شوی و.
جمال شاه: نړۍ ته د ګندهارا او مهرګړھ د تهذيبونو ځلولو ترڅنګ مذهبي سيلګرۍ ته د ودې ورکولو بلنه هم ورکوو
د رپورټونو له مخې د ګل په ورځ په څلورم سپټمبر د راوالپنډۍ يو عدالت جج محمود ملک په دي جرم کي تورن فيضان رزاق، امين رؽيس، محمد رضوان او وزير ګل ته د مرګ سزا واوروله او ورباندي يې د سلو زرو روپو جرمانه هم اولګوله عدالت يو بل تورن تن عثمان لياقت ته د اوه کاله د بند او د سل زرو روپو د جرمانې سزا ورکړه
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د خالي/شنبې په ورځ د بشري حقونو فعالې او وکيلې ايمان مزارى ته د ضمانت ورکولو وروسته هغه له بندیخانې څخه ازاده کړې ده يو بل مقامى عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ على وزير ته هم په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی خو ورستو پوليسو په اډياله جيل کي يوه بله مقدمه کې نيولی دی.
د مقدمې د جج او سرکاري وکيل په رخصت د تلو له کبله د علي وزير او ايمان مزاري د ضمانت مقدمه وځنډېده
د اینده انتخاباتو د ځنډېدو په اړه د ګنګوسو په ترڅ کې د پاکستان سېنېټ یا د پارلېمنټ ایوان بالا د شورو، چهارشنبې، په شپه په يو قرارداد کې غوښتنه وکړه چې عام انتخابات دې په اؽينى وخت وکړی شي.
نور کتل