د حکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیګ ن يو ځل بیا په استخباراتي ادارو تور لګولی دی چې د سېنېټ په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید کامیابولو د پاره اثر استمالوي.
په اسلام اباد کې د زیاترو مظاهرچیانو تعلق د بلوچستان صوبې سره دی او په اسلام آباد کې د ډیرو ورځو نه په احتجاجي پرلت دي او وايي که چېرې ریاست بې درکه تنان نه شي موندلی نو د خیرخیریت یا بیا د مرګ خبر خو چې ورسره شریک کړي
د بلوچستان د بې درکه تنانو خپلوان چې اسلام آباد کې یې پرلت کړی او وایي حکومت دې په زوره بې درکه کړی شوی خلق رها کړي، د وزیراعظم عمران خان نه یې غوښتي چې بې درکه تنانو موندولو ضمانت دې دوي ته ورکړي. د اسلام اباد نه د ډیوه خبریال اورنګزیب خان رپوټ:
دې احتجاج کې شرکت د پاره د ګرد پاکستان نه سرکاري ملازمین اسلام آباد په لور روان دي او د دوی لارې نیولو د پاره اسلام آباد ته د داخلېدو ټولې لارې تړل شوي دي.
دکورنيو چارو دپاره دپاکستان د سينيټ قايمه کميټۍ جنسي تېريو کې ککړو مجرمانو ته په ډاګيز ډول د تېزندۍ د سزا ورکولو قانوني مسوده منظوره کړې ده
د پاکستان مرکزي حکومت د اسلام اباد هايکورټ ته باور ورکړی چې د ټولنيزو رسنيو په اړه نوو قوانينو ته به بيا کتنه وکړي.
د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي د پاکستان درې ورځنی سفر کړی چې پکې به نوموړی د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او نورو مهمو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دافغان جګړې دبرخې جوړیدو تر ټولو زیاتې خطرناکې اغېزې په پاکستان شوې دي اؤ دلته نن فرقه ییزې کرکې هم ددې جګړې میراث دی.
د جنرل مېلي ترجمانې وویل طالب استازو سره د امریکايي پوځي مشر دغه خبرې د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې د دواړو خواو ترمنځ د پوځې یا نظامي رابطو په چوکاټ کې وشوې
په بهر هېوادنو کې د مېشته پاکستانیانو د چارو په اړه د وزیراعظم صلاحکار زلفی بخاري په یو بیان کې وویل دی چې د هند اؤ اسرایل په ډاډ میډېا اؤ پاکستان کې اپوزیشن د دوی خلاف دا منفی پروپېګینډا کړې ده
پاکستان کښې دالیکټرونکي جرمونو دقانون له مخې دیو شمیر خبریالانو اؤ د بشري حقونو دفعالینو دنیول کیدو وروسته ددې قانون د ناسم استعمال دتورونو باوجود حکومت په دې کښې نوې خبرې شامل کړې دی چې یوه پکښې په حکومت نیوکې دجرم ګرځولو خبره هم شامله ده .
د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ ویاندې مریم اورنګزیب ویلې دي چې د پي ډي اېم د پنځو لویو جلسو نه پس اوس حکومت هم په دې پوهه شوی دی چې د مخالفو ګوندونو احتجاج لاره نه شي نیولی نو ځکه وایي چې د پي ډي اېم د لاهور په جلسه کې به څه قسمه خنډان نه جوړوي
مریم نواز ښکاره کړه چې پوځي اسټېبلشمنټ لخوا د دوی د ګوند ځینی غړو سره رابطې شوې دي خو پوځ د دوی سره نیغ په نیغه تراوسه رابطه نه ده کړې اؤ که چېرې دوی پوځ سره مذاکرات کوي هم نو دا به په پټه نه، بلکه ښکاره کول غواړي
د پاکستان د پوځ مشر د وروستۍ ترهګر حملې نه پس پېښور ته د سفر په وخت په مدرسه کې د ژوبل شوو ماشومانو تپوس پوښتنې له ورغلی او ویلي پاکستان او افغانستان په خپلو ملکونو کې د اړی ګړی زغملو طاقت نه لري
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو واېی چې د درغلو ېا کرپشن مخه نیول د پوځ کار نه دی اؤ عمران خان دې په هره خبره کې پوځ نه راولي اؤ په دې دې پوهه شی چې پوځ د یو ګوند نه بلکې د ولس پوځ دی
عدالت وویل که چېرې د اشتهار شائع کېدو دریرشتو ورځو دننه نواز شریف حاضر نه شو نو عدالت به یې فرار يا اشتهاري وټاکي
نور کتل