په بلوچستان کې سياسي ګوندونه او څېړونکي د پاکستان له حکومته غواړي د مرورو بېلتون خوښه بلوچ ډلو سره دې د خبرو اترو د لارې د روانې شخړې د هوارولو عمل پیل کړي. د دوی په نظر دا يوه سياسي مسله ده او سياسي مسلې په پوځي اپرېشنو نه حل کيږي. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې پښتانه مشران وايي حکومت یې پلرنی جايداد چې تر دوه نيم لکه ايکړه ډېره ځمکه ده د دوی د مرضۍ خلاف نيولې او د معدنيات د شتمنۍ په وجه يې ملکي او غيرملکي کمپنيو ته ورکړې ده چې مالکان يې د چين او پاکستان د پنجاب دي. دوی د دغو لوظنامو د ختمولو غوښتنه کړې ده. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
په بلوچستان کې د کویلې په ماینونو یا درنګونو کې کارکوونکو مزدورانو احتجاجى مظاهره کړی ده او له حکومته یې د تحفظ غوښتنه کړې ده. دوى په دوکۍ کې د 20 مزدوانو په وژنه کې د لاس لرونکو کسانو د نيولو غوښتنه هم کوې ده. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
د روغتيا د څانګې ماهرين وايي نشې په ځوانانو کې يو شمېر ذهني ناروغۍ پيدا کوي. دوى په تعليمي ادارو کې د نشيي توکو پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. حکومت وايي چې د نشىيي توکو د مخنيوي لپاره يې عمليات پيل کړي دي. نور تفصيل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپورټ کې:
د پاکستان د ژبو یوې ادارې «لینګويسټیک ايسوسيېشن آف پاکستان» په بلوچستان کې د ژبو درې ورځنی پرله پسې لسم نړيوال ادبي کانفرس پيل کړی دى، په دغه غونډه کې د پاکستان په ګډون له بېلا بېلو هيوادونو څخه تر اويا زيات د ژبو پوهان ګډون لري. تفصيل له کوټې څخه حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې دوه سرکاري پوهنتونونه له مالي مشکلاتو سره مخ دي، استازانو د مالي ستونځو خلاف د کوټې پریس کلب څنګ ته احتجاجي کېمپ پرانیستی دى، د دغو پوهنتونونو استادان وایي له درو مياشتو تنخواوې نه دي ورکول شوې. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
کوټې ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د کوټې هايکورټ بار ته وینا کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، په نوي اییني ترمیم کې د دوی لومړۍ غوښتنه ایني عدالت جوړول دي ځکه چې وایي داسې مقدمې پرتې چې اوریدنه يي نه کیږي او لږ موده پس بیا بله مقدمه راپورته کیږي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
د پاکستان حکومت درې ورځې وړاندې د پټرولیم مصنوعاتو د ارزانه کولو اعلان کړى وو خو ټرانسپورټرانو تر اوسه کرايې نه دي کمې کړي، خلک د تېلو د ارزانېدو هرکلی کوي خو وایي حکومت باید د تېلو د بیو له کمولو سره د ورځني ژوند د نورو شیانو پر قیمتونو هم کنټرول وساتي. تفصيل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپورټ کې:
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې په تېرو لسو کالو کې د کتابونو تر شل زيات دوکانونه بند شوي دي، دوکانداران وايي د کتاب اخیستونکي ډېر کم شوي دي، څېړونکي وايي د خرابو امنيتي حالاتو او موبايل د زيات استعمال له کبله د کتاب د مطالعې رجحان ډېر کم شوی دی. تفصل له کوټې د حميد سمسور په رپورټ کې:
د پاکستان د بشری حقونو کمیشن په بلوچستان کې پر زیاتېدونکو امنيتي پېښو اندېښنه څرګنده کړې ده. د کمیشن د نوي رپوټ له مخې په تېر کال 2023م کال کې د خراب امنیت له امله په صوبه کې 110 وسلوال بریدونه رپورټ شوي دي. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې د بې درکه شوو خلکو کورنۍ وايي حکومت دې د ټولو په زور او جبر د دوی لادرکه شوي خپل خپلوان را خوشي کړي خو حکومت وايي د بې درکه شوو کسانو د پاره کمېشن جوړ شوی دى او که څوک بې درکه وي هغه کمیشن ته دې درخواست ورکړي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزير محسن نقوي بلوچستان ته تللی او له وزيراعلی سرفراز بګټي سره تر لیدو وروسته یې ویلي ترهګر ځپل د یو پولیس ایس ایچ او کار دی. چارواکي وايي په بلوچستان کې د وړمې ورځې د خونړيو بريدونو پلتنې د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارې له خوا روانې دي. نور تغصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
د بلوچستان حکومت د نړيوالو ادارو په مالي مرسته له سکولونو د بهر نجونو او هلکانو د تعليم او هنري زدکړو پروګرام پيل کړی. سږ کال بلوچستان کې له سکولونو بهر 739 نجونو او هلکانو د هنري زدکړو د 18 مياشتو روزنیز پروګرام بشپړ کړی، په دوى کې 242 نجونه شاملې دي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې د جبري بې درکه شوو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظیم او ملتپالو سياسي ګوندو د مركزي حکومت له خوا د بې درکه کسانو لپاره مالي مرسته رد کړې ده. وایي مخکې ریاستي ادارو انکار کاوه چې هیڅوک بې درکه نه دي او اوس وايي هر بې درکه تن ته به پینځوس لکه روپۍ ورکوي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
په بلوچستان کې زده کوونکو د پاکستان مېډيکل ايڼډ ډېنټل کونسل له خوا د ميډيکل کالجونو د داخلو په فيس کې د اضافې په ضد احتجاج کړی او ددې فيصلې د بيرته اخیستلو غوښتنه يې کړې ده. تفصيل له کوټې د حميد سمسور په رپورټ کې:
په بلوچستان کې د بجلۍ د زیات نشتوالي یا لوډشیډنګ له وجې خلکو لمرینې بجلۍ ته مخه کړې ده، ماهرين وايي له زرعي ټيوب ويلونو یا ژورو کوهیانو سره چې بجلۍ شمسي توانایي ته منتقل شوې دا په مځکه کې دننه د اوبو کچه نوره هم ډېره ټیټه کړي. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
د بلوچستان په ګوادر ښار کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د لویې قامي غونډې پر ګډونوالو د تشدد او د هغوی نيولو پر ضد د صوبې په بېلا بيلو سيمو کې کاربنديز او احتجاجونه شوي دي. د وکيلانو تنظيمونه په دويمه ورځ هم د کوټې په ګډون لويو او وړو عدالتونو ته نه دي حاضر شوي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د تحريك تحفظ آیین پاکستان مشرانو په کوټه ښار کې په احتجاجي غونډه او لاریون کې د عزِم استحکام عمليات او پر تحريك انصاف بنديز لګول رد کړي دي. دوى په پاکستان کې له درغلۍ د پاکو انتخاباتو غوښتنه کړې، خو حکومت په ټاکنو کې درغلۍ رد کړې دي. تفصيل د حميد سمسور په رپورټ کې:
بلوڅ يکجهتي کمېټۍ وایي د جولای په 28مه په ګوادر ښار کې یوه لویه غونډه کوي، چې وایي هدف یې په سوله ییزه توګه د مسلو حل کول دي خو وایي حکومت یې د غونډې د مخنیوي هڅه کوي. حکومت وايي وایي په ګوادر کې لویه غونډه د ښار امنیتي حالت خرابولی شي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې:
نور کتل