د وومن ډیموکریټک فرنټ مشرې فاطمه خلجی وویل پښتون یو تاجر قام دی چې په ټوله نړۍ کې تجارت کوي، په امرېکه او جاپان کې موجود دي دلته په پاکستان کې هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پښتانه په مختلفو ښارونو کې اوسیږي او کار کوي، "و فساد کونکو ته دا موقع مه ورکوئ چې زموږ دودونه مات کړي."
د حکومت له لوري دلغوه شوې وسله والی ډلې بلوڅ لبريشن آرمی ویاند جنید بلوڅ د ليفټننټ کرنل لايق مرزا د وژنې د او تښتولو مسؤلیت په غاړه اخستی او ویلي یې دي چې تښتول شوؤپوځي افسرانو په جبري توګه د بلوڅو ځوانانو او ښځو په بې درک کولو کې لاس لرلو او د بشري حقونو په سرغړونو کې ککړ وو
دچارواکو په وینا د کواسې او ورچوم په منځنی سیمه کې د دوئ ګاډی د وسله والو لخوا ودرل شو، دوئ وسله والو دځان سره بوتلل خو بیا وروسته یې دکورنۍ نور کسان خوشې کړل خو سرکاری افسر یې له ځان سره بوتللی دی
د پاکستان د بلوچستان صوبې د ساحلي ښار ګوادر د حقوقو د غوښتنې غورځنګ مشر مولانا هدایت الرحمن بلوڅ ګواښ کړی، که چېرې صوبايي حکومت له خوا یې غوښتنې ونه منل شي، نو د جولايۍ له 21مې به د ګوادر بندر وتړي. مولاناهدایت الرحمن د جماعت اسلامي صوبايي جنرل سيکرټري هم دی.
په اسلام اباد کې د قايداعظم پوهنتون د بلوچستان زده کوونکی عبدالحفیظ بلوڅ د ترهګرۍ ضد عدالت بريد کړی او خوشی کړل شوی دی.
بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره 612.70 اربه روپو ټیکس فري بجټ وړاندی کړی دی په بجټ کې د 72 اربه روپۍ خساره هم ښودل شوې ده.
د بلوچستان په ۳۴ ضلعو کې د مې په ۲۹ نېټه کېدونکو بلدیاتي انتخاباتو ته د ولاړو ښځینه کاندیدانو شمېر ډېر کم دی. حمید سمسور پرې راپور راستولی.
د بلوچستان په پنجګور کې د یوې کورنۍ پنځه کسان په زوره بې درکه کړای شوي دي چې اوس یې په محکمه کې قضیه روانه ده. راپور پرې حمید سمسور تیار کړی
په کوټه کې په یوې شمېر بې وزله خلکو باندې د یوې غیر دولتي موسسې لخوا خوراکي توکي وېشل شوي. حمید سمسور ویډیو راپور راستولی
نور کتل