پاکستاني رسنۍ وايي د نړیوالې مالیاتي ادارې پلاوی د نومبر له 11 نېټې د پاکستان سفر کوي چې د اووه اربه ډالره پور وروسته د حکومتي ګامونو جايزه واخلي. د خزانې وزارت وايي اقتصادي اشارې مثبت اړخ ته روانې دي خو روان کال که د ماليې هدف ترلاسه نه شو نور ټيکسونه ولګوي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان سټېټ بینک د مانیټري یا زرې پالیسۍ د کمیټۍ غونډه د نومبر په څلورمه نېټه رابللی او اقتصاد پوهان وایي امکان لري د سود په کچه کی دوه فیصدی نور کمی راشي، خو سوداګر غوښتنه کوي چې بايد د سود کچه یوې هندسې ته راکمه کړی شي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په امریکا کې د نړیوالو مالیاتي او درجه بنديو ادارو د مامورینو سره د ملاقات په وخت ویلي ملکی معیشیت په سمه لاره روان دی او په پاکستان کی د پانګونو امید هم زیات شوی
پولیسو مردان کې د دوو نرښځيانو په وژنه کې ککړ ملزمان نیولي او وایي د سبب په اړه یې پلټنې کوي. د نرښځيانو اتحادیه وايي وړاندې هم پولیس داسې ګرفتارۍ کړې خو داسې خلک بیا عدالتونو خوشي کړي دي. د پښتونخوا امن جرګه وایي د پېښې دې د ترهګرو سره د اړیکو په بنیاد پلټنې وشي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې دوه نرښځيان د خنجر، تُورې په ګوزارونو وژل شوي دي، پوليس وايي د پېښې مقدمه درج کړل شوې او پلټنې پيل کړل شوي دي.
په منځني ختېځ کې د ایران او اسرایل تر منځ د جګړې له امله په نړیوال مارکیټ کې د خامو تېلو بیعې زیاتې شوي. اقتصاد پوهان وايي دا به د پاکستان په اقتصاد بدې اغیزې ولري او د خلکو ژوند به نور ګران شي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي په ملک کې ګراني په تېرو درې نیم کالو کې 6.9 فیصده ته راکوزه شوې خو کاروباریان او عام وګړي وايي د ګرانۍ د کمي اثرات په مارکیټ نه دي شوي. کاروباریان وايي خوراکي توکي لا نور هم ګران شوي دي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
نړيوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف پاکستان ته د درېوؤ کالو دپاره د اووه اربه ډالرو قرضې منظوري ورکړې ده خو اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي. تفصیل د ریاض حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان وزیر خزانه اقتصادي رابطه کمېټۍ ته ویلي، ملکي اقتصادي اشارې مثبت طرف ته روانې دي او امکان لري په ستمبر کې ګراني نوره هم راکمه شي. خو د توک کاروباریان وايي د ګرانۍ د کمي په مارکیټ مثبت اغېزې نه دي شوي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان د ونډو بازار پرون په بره ختلی او د سر د 100 کمپنيو کاروبار د 80,000 پواينټونو څخه بره تللی. اقتصاد پوهان وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف څخه د پور ترلاسه کېدو امکان زیات شوی او د سود کچې دوه فيصده راکمېدو له وجې د سرمایه کارانو اعتماد سېوا شوی. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې :
اقتصاد پوهان دا هم وايي، د ونډو بازار يوه ورځ، دوه بره ختل د اقتصاد دپاره مثبتې اشارې ورکوي، خو چې په مستقله توګه په بره نه خيژي يا په ځای نه پاتې کيږي د هغې ډېر ګټې مخې ته نه راځي او ولس ته یې نېغ په نېغه کومه فايده هم نه رسي.
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي روان مالي کال په جولای کې د غټو صنعتونو پيداوار د جون په مقابل دوه فیصدي کم شوی خو د تیر کال په نسبت 2.38 فیصده زیات شوی. اقتصاد پوهان وايي د زیاتو حکومتي ټیکسونو، د توانایۍ ګرانېدو او د سود زیاتېدو له وجې په پیدوار منفي اغېزې کیږي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت په مرکزي حکومت نيوکې کوي چې په غړو یې مقدمې درج کوي او ځوروي یې، خو خپله په صوبه کې د پي ټي اېم ضد کاروايانې کوي. نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې په صوابۍ ضلعه کې د پي ټي اېم پينځه غړي نيول شوي دي.
د پښتونخوا په مردان کې د دوولسم جماعت د جینکو سکول تړل شوی چې له امله يې د سلګونو جینکو زدکړې په خطر کې اچول شوې دي. ځایي اوسېدونکي غوښتنه کوي صوبايي حکومت دې د ځمکې مالک او تعلیم محکمې تر منځ ستونځه هواره کړي ګنې د ماشومانو زدکړې به نیمګړې پاتې شي. تفصیل د ریاض حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان د ټیکسونو مرکزي اداره ایف بي آر روان مالي کال 2024 او 25 په لومړیو دوو میاشتو جولای او اګست کې د ماليې هدف په ترلاسه کولو کې ناکامه شوی. ایف بي آر وايي که په ستمبر کې هم د ماليې هدف خسارې سره مخ شو ایډوانس ټیکسونو به یو فیصد نور زیات کړي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
ایف بي آر روان کال د اپرېل په میاشت کې تاجر دوست سکيم متعارف کړی چې پکې په دکاندارانو، هول سېلرانو او مختلفو کمپنو د دوکان د قیمت په سر مالیه لګول شوې، دا مالیه د 1200 روپو نه تر 240000 روپو پورې د یو دوکان په سر جوړیږي. خو سوداګر وایي د هغوی نه دې د امدن په بنياد ماليه واخستل شي
په مردان کې نرښځیان وايي ځايي پولیسو په تاڼه کې پرې تشدد کړی او قیمتي شیان یې په زوره ځنې تروړلي. پولیس وايي نرښځیانو په پولیسو حمله کړې او سرکاري ودانۍ ته يې زیان رسولی. د پېښې پلټنې روانې دي. د بشری حقونو فعالانو نرښځیانو ته تحفظ غوښتنه کړې ده. تفصیل د ریاض حسین په رپوټ کې:
نور کتل