د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د خپل تاريخي او ستراتیژیک وړتا له امله ځانګړتیا لري، یو ځل بیا د ناامنۍ او احتجاجي حالاتو سره مخامخ ده.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې اتمانزۍ قومي جرګې د بنو-میرانشاه سړک هر ډول تګ راتګ لپاره د احتجاج په توګه تړلی دی.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې کورمه کې د ځمکې په سر د شوې لانجې له امله د سني او شیعه و تر مینځ پیل شوې خونړۍ نښتې نن په شپږمه ورځ هم روانې وې، او ضلعه کې حالت لا نور کړکېچن شوي دي.
د دې شخړې په اړه انتظامي چارواکو ډیوه ته ویلي چې نن د چهارشنبې په سهار یوه جرګه د ډزبندۍ لپاره سیمې ته روانه ده او هڅه کوي چې د دواړو ډولو ترمینځ اوربند وکړي چې په سیمه کې قلاري راوستل شي او د نورو کسانو د ژوند ژغورلو هڅې وشي
مقامي اوسېدونکی او د پېښې عېني شاهد عمر حیات وي او ای ډیوه ته وویل نهې، سه شنبې، په ورځ سحر وختي امنیتي ځواکونه په میر علي بازار کې ځای پر ځای شوي وو او وروسته ډزې پیل شوې
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې نن په څلورمه ورځ د سني او شيعه و ترمنځ جګړه يا نښتې دوام لري، چارواکي وايي د جنګ بندۍ او امن په ځای کولو دپاره د مشرانو جرګه هم روانه ده.
د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې 11 پوليس اهلکار د نوکرۍ څخه لرې کړل شوي دي. د بنو پوليس لوړ پوړي چارواکي وايي، دغه پوليس اهلکار چې پکې حوالداران او سپاهيان شامل دي، د احتجاج او پوليو ډيوټۍ نه د انکار کولو په سر ايستل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې يو ځل بيا فرقه ييزه نښتې پيل شوي دي، ويل شوي د سني او شيعه ترمنځ نښتو کې د يو بل ضد غټې او وړې وسلې کاريږي، ځايي روغتون نن د 23م ستمبر سهاره پورې د 11 کسانو د مړو او 20 ويلي وو.
په وزیرستان کې په وروستیو وسلوالو بریدونو او پوځي عملیاتو ځایي خلک سخت ځورولي او وايي له شلو کلونو راهسې یې کورونه او کاروبارونه وران شوي او عادي ژوند نه شي کولی. له سوات نه تر وزیرستانه د دې ناامنۍ پر ضد وخت په وخت ولسي غونډې شوې خو څېړونکي وایي حالات لا هم خراب دي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د خېبرپښتونخوا په بنو ضلعه کې نامعلومه وسله والو د پوليو په ټيم ډزې کړي، ساتونکی پوليس اهلکار یې وژلی، او د بنو پوليسو بيا د پېښې پرضد احتجاج کړی دی. بل لور ته د بنو سره په پوله پرتې ضلعې لکي مروت کې په څلورمه ورځ د پولیسو احتجاج دوام لري.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت کې د ضلعې پوليسو احتجاج کړی، د پوځ د نوم اخستو بغېر یې ويلي، " ته د لکي مروت ضلعې نه وځه مونږ پوليس په درېو مياشتو کې امن راولو".
نور کتل