لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې پيل شوو فرقه ييزه نښتو کې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې يو ځل بيا فرقه ييزه نښتې پيل شوي دي، ويل شوي د سني او شيعه ترمنځ نښتو کې د يو بل ضد غټې او وړې وسلې کاريږي، ځايي روغتون نن د 23م ستمبر سهاره پورې د 11 کسانو د مړو او 20 ويلي وو.

انتظامي سرچينو ويلي، مرګ ژوبلې دواړو خواو ته شوي دي او ويل شوي، سيمه کې په روغتونونو کې بېړني حالت په ځای کړل شوي دي.

د چارواکو په وينا تازه نښتې په 20م ستمبر بوشېره سیمه کې د يو ماين چاودنې وروسته پيل شوي دي.

د سرچینو ترمخه، بوشېرې کې د اهل سنت بنګش قبيلې کسانو د اهل تشيع يا شيعه و د احمدزۍ قبيلې په ځمکه کې مورچې جوړولې، په هغې لانجه جوړه شوې ده.

ځايي سرچينو ويلي، دغه جګړه بيا نورو علاقو ته خوره شوې، د يو بل ضد پکې غټې او وړې وسلې کارول کیږي.

د کورمې پوليسو په وينا، په نوره کورمه کې امن دی خو په مينځنۍ کورمه کې په بالشخېلو، خارکلی، ميروکس، صده، پيواړ، تيري مېنګل، سپينه شګه، بخکي، پاړه چمکنۍ، مقبل او کونج علي زۍ کې نښتې روانې دي.

په کورمه کې د تازه فرقه ييزه نښتو له امله د افغانستان سره د خرلاچي په پوله تجارتي تګ راتګ ودرېدلی، چپري چيک پوست باندې کورمې ته د ګاډو تګ ودرول شوی دی.

ځايي خبريال علي افضل افضال وي او اې ډيوه ته وويل، په کورمه کې په وروستيو کې دا لړۍ پيل شوې چې په يو ځای کې نښته يا جګړه وشي، هغه بيا په خپله نورو علاقو ته وغځيږي.

بل ځايي خبريال محمد جميل په خبره، د نښتو له امله د سدې بازار تړلی پروت دی نن درېمه ورځ ده، او عام خلک د خوراکي نشتوالي او ستونزو سره مخ دی.

کورمه کې د تېرې جولايۍ په 24مه د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه.

په يادو نښتو او جګړه کې چې د څو ورځو پورې روانې وې، د 47 نه زیات کسان وژل شوي او 177 نه زيات نور ژوبل شوي وو.

ويل شوي وو، تېره مياشت بيا سني او شيعه مشرانو په دې خبره اتفاق کړی وو چې خوارکلي او بالشخېلو کې به څوک مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د اوږدې مودې راهسې د سني او شيعه و ترمنځ وخت په وخت د ځمکو او نورو لانجو په سر وسله والې نښتې شوي، او په غټه کچه مرګ ژوبلې پکې اوښتي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG