په ټانک ضلع کې د بېټني قبيلې مشر او مشهور ټېکدار صابر بېټنی د ډېره اسماعیل خان په مرکزي بازار کې په ډزو وژل شوی. پولیس وايي د پېښې شواهد یې تر لاسه کړي او پلټنې کوي. د وژل شوي مشر زوی وایي له چا سره یې شخصي دښمني نه شته خو کور یې یو ځل په بمونو الوځول شوی وو. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د 11م اکتوبر جرګه کې به د پښتنو د هرې طبقې، قبیلې او سیمې مشران او استازي برخه اخلي. وايي په دې درې ورځنۍ جرګه کې به د پښتنو په سیمه کې پر بدامنۍ او اقتصادي حالاتو بحث کیږي او دغو مشکلاتو ته به لار پيدا کوي. عدنان بېټني ورسره مرکه کړې ده:
د منډان تاڼې چارواکو په وینا، هیډ کانسټېبل الله یار چې په سټي تاڼه کې له دندې ترسره کولو وروسته کور ته ستون شوی و، د کور مخې ته نامعلومو ترهګرو ډزې پرې کړي او هغه په ځای وژل شوی
له شمالي وزیرستانه لس کاله وړاندې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له امله بې کوره شوي په بکاخېل کېمپ کې مېشت کډوال وايي ژوند یې ستونځمن دی او د نورو خلکو په څیر عادي ژوند نه کوي. په دې کیمپ کې د شمالي وزیرستان نیزدې 2,200 کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د رزمک پوليس تاڼې چارواکي وايي، د لومړو معلوماتو له مخې دا ځانمرګی بريد نن د 26م اګست په غرمه په رزمک بازار کې شوی دی
پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو وتلي سندرغاړی ډاکټر عطا الرحمن باندې شوی وسله وال برید د علاقې سندرغاړو، شاعرانو، ادیبانو او مدني فعالو په سختو ټکو غندلی دی.
بدر د جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې پولې يې د افغانستان د پکتېکا ولایت سره لګېدلې دي او په پوله د غر په سرد اسمان منزه په سیمه کې د پاکستان پوځ لویه پوځي قلعه لري خو په دې وروستیو کې پکې د پوځ او وسله والو ترمنځ پر یو بل د بریدونو له امله امنیتي حالات تر پخوا خراب شوي دي
د پاکستان او افغانستان په ګډه پوله انګور اډه کې د احمدزی وزیرو قبیلې احتجاج له لسو میاشتو روان دی او احتجاج کوونکو د دواړو هېوادونو تجارتي لاره د سامان وړونکو ګاډو پر مخ تړلې ده. دوی وايي د افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط باید ختم کړی شي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د پښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د اتمانزو جرګې د ناامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي پرلت دوام لرلو او د احتجاج ګډونوالو دړکه کړې چې سیمې نه پنجاب ته تللی د قدرتي ګېس پایب لاین یا نل لیکه به بنده کړي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې احتجاجي ناسته د پاکستان د ازادۍ د ورځې 14م اګست نه يوه ورځ وړاندې پيل کړی او احتجاج کوونکو ويلي وو د پاکستان د ازادۍ ورځ به په تورې ورځ نمانځي
نور کتل